لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپريم کورټ د پنجاب پوليس ته: د عمران خان د پېښې مقدمه دې درج کړي


Supreme court of pakistan
Supreme court of pakistan

د پاکستان سپریم کورټ د پنجاب پوليسو ته امر کړی چې د تحريک انصاف چيرمېن عمران خان باندې د حملې مقدمه دې په 24 ساعتونو کې درج کړی شي، چیف جسټس عمر عطا بندیال ویلي که مقدمه درج نه شوه نو نوټس به یې اخلي.

د پنجاب د پولیسو مشر عدالت ته ویلي چې د پنجاب اعلا وزیر دوې په عمران خان د برید د مقدمې درج کولو څخه منع کړي دي، د پاکستان چیف جسټس عمر عطا بندیال خپل ریمارکس کې وویل د برید څلور ورځې تیریدو پس مقدمه نه درج کولو څخه د ثبوتونو ته زیان رسیدلی شي د اعلا وزیر تحفظات پولیس د مقدمه درج کولو څخه نشې ګرځولی.

سپریم کورټ ویلي څوک به د قانون تر مخه د پولیسو په کار کې لاس نه وهې که چري داسې وشو نو عدالت به په معامله کې مداخلت وکړي.

د پاکستان تحریک انصاف مشر شاه محمود قرېشي د شخصي ټیلي ویژن اج نیوز سره خبرو کې د سپریم کورټ د لارښودنې هرکلی کړی خو زیاته کړې يې ده، عدالت حکم ورکړی خو مونږ به هلته مطمين شو چې زمونږ د وژل شوي او ټپي شوو خلکو د هیلو او د خوښۍ تر مخه مقدمه درج کړی شي.

بل پلو ته د عدالت د پرېکړې وروسته وفاقې حکومت هم پنجاب حکومت ته په عمران خان د کیدونکي برید مقدمه درج کولو دپاره خط ليکلی دی د اندازو په ځای د پېښې د حقيقت ترمخه یې ورته د مقدمې درج کولو ويلي دي.

د تیر زیارت یا پنجشنې په ورځ د نومبر په درېمه نیټه د پنجاب وزیراباد سیمه کې د تحریک انصاف پر لانګ مارچ برید شوی وو چې پکې د عمران خان پشمول څو کسان ټپیان شوي وو په دغو ډزو کې یو کس وژل شوی وو.

عمران خان د برید پړه په وزیراعظم شهباز شریف، د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله او د پاکستان پوځ په یو لوړ پوړي افسر مېجر جنرل فیصل نصیر اچولې، خو په دې اړه یې څه ثبوت نه دی وړاندې کړی.

وزیراعظم شهباز شریف د تحریک انصاف د ګوند په مشر عمران خان کیدونکي برید د پلټنو د پاره د سپریم کورټ د چیف جسټس په مشرۍ کې د فل کورټ جوړولو وړاندیز کړی وو چې عمران خان یې خپله هرکلی کړی خو ورسره یې پوښتنې رابرسېره کړي چې د دوې له اړخه یاد شوي نومونه د استعفا نه بغېر به دغه شفاف پلټنې څه رنګه ممکنه کېدی شي.

د تحريک انصاف چيرمېن عمران خان صدر ډاکټر عارف علوي ته هم یو خط ليکلی وو چې پکې پر دوی برید کوونکو، د ګوند خلک زورونکو او پر دوې د مقدمې درج کوونکو د مخنيوي لپاره د ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې ده.

بل اړخ ته د پاکستان پوځ هم د عمران خان دغه تورنو رد کړي او د حکومت څخه د پېښې د پلټنو او د هغه خلکو په ضد د ګامونه پورته کولو غوښتنه کړې چې د دوی تر مخه د پوځ د بدنامولو هڅه کوي.

د تحریک انصاف مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان بیا د مارچ پېل کولو ویلي، او مرکزي حکومت وايي عمران خان د دغه لانګ مارچ د لارې د خپلې خوښې پوځي مشر ټاکل غواړي خو دا د وزیراعظم حق دی او په دې اړه به فشار قبول نه کړي د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله ترمخه عمران خان او پلویانو ته به پایه تخت کې د اړي ګړي اجازه ور نه کړی شي.

څيړونکی مظهر عباس وايي، "زه فکر کوم چې حالات ښه نه دي که د حکومت رویه یا انتقامي کارروايي وي نو هم خطرناکه ده او عمران خان چې څومره په جارحانه توګه روان دی، زه فکر نه کوم چې پای به یې ښه نه وي ځکه چې د پاکستان په تاریخ کې د دغه رنګه اختلافاتو پایلې ښه نه دې پاتې شوي".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG