لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسي حلقې وایي د تحریک انصاف فعالین احتجاجونو کې د لویو لارو په تړلو سره عام خلک ځوروي


د پاکستان تحريک انصاف په مشر عمران خان د بريد وروسته د ملک بېلا بېلو برخو کې احتجاجونه کيږي، احتجاج کونکي لوي لارې بندوي او د ګوند په مشر د بريد غندنه کوي خو ولسي حلقې اؤ څېړونکي وايي د لارو بندولو سره عام اولس په تکليف کې کيږي.

په دريم نومبر په عمران خان د پنجاب وزير اباد کې د لانګ مارچ په مهال پخپله عمران خان اؤ ۱۲ کسان نور ژوبل شوي وو او په دتحریک انصاف ګوند یو فعال وژل شوې و۔

له هغې وروسته په احتجاجونو کې زياتره د لويو ښارونو نه اسلام اباد ته تلونکې د موټروی لارې د پي ټې ایي د کارکنانو لخوا تړل کيږي۔

په پېښور کې خبريال رفاقت الله وايي د لارو تړلو سره مريضان، زده کونکې او خپلو کارونو پسې تلونکي خلک د ډيرو مشکلاتو ښکار کيږي.

"پي ټي ائي واله زياتره د پېښور په ټول پلازه احتجاج کوي او د تګ راتګ د پاره موټر وی بندوي،په دغسې کولو سره ډير خلک د مشکل سره مخ کيږي، د جمعې په ورځ هم چې کله لار تړل شوې وه يوې حاملې ښځې روغتون ته د تګ په وخت ژوند د لاسه ورکړو"

د پاکستان تحريک انصاف ګوند کارکوونکي وايي د زيارت د ورځې نه به د روزانه په حساب په ټيکسله سیه کې احتجاجي کېمپ لګوي، هلته نه موټروې او جي ټي روډ باندې اسلام اباد ته تلونکې لارې به بندوي، او ترهغي به دغه احتجاجي کېمپ روان وي تر څو چې لانګ مارچ اسلام اباد ته نه وي رسېدلی۔

د پېښور هایي کورټ کې وکيل طارق افغان وايي احتجاج د هر وګړي بنيادي ایيني حق دی خو ددې په وخت د نورو خلکو بنيادي حقونه هم په نظر کې ساتل پکار دي۔

"دائين ارټيکل ۱۵ هر يو تن ته د ازاد نقل وحرکت اجازت ورکوي، خو چې کله چانه د نقل و حرکت حق واخستل شي نو هغوي د مشکل سره مخ کيږي، کله چې سل تنان احتجاج کوي هغوي خپل ائيني حق کاروي خو د لارو بندولو سره د نورو په سلګونو خلکو د نقل وحرکت حق تروړل کيږي"

د پاکستان تحريک انصاف د پېښور مشر عرفان سليم ډيوه ته وويل دوي سره د عام ولس د مشکلاتو احساس شته خو دوي دا مظاهرې د عام ولس د ګټو د پاره کوي

"مونږ دا احتجاجونه د حقيقي ازادۍ د پاره کوو، د ميډيا د ازادۍ، د خبرو د ازادۍ او د خلکو د راتلونکې روښانه کولو د پاره یې کوو نو دوي ته به هم د احتجاجونو په دوران کې لږ ډير تکليف برداشت کول وي"

څيړونکي وايي احتجاج د هر وګړي بنيادي ائيني حق دی او د تحريک انصاف ګوند غړي هم کولی شي چې دغه ائيني حق وکاروي، خو د لارو بندولو په ځاي باید خپل پرامنه احتجاج په داسې ځايونو کې کوي چې د عام ولس د تکليف سوب نه ګرځي۔

دامهال دپاکستان په دوؤ صوبو خیبر پښتونخوا،پنجاب اؤ ورسره په ګلګت بلتستان سیمه کې دتحریک انصاف ګوند حکومت دی اؤ ددې ګوند یو مرکزي مشر پرویز خټک اوړمه ورځ اعلان کړی ؤ چې تر دې وروسته به یې دګوند فعالین اسلام اباد ته غځېدلې ټولې لویې لارې یا سړکونه بندوي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG