لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نرښځیان وایي افغانستان کې یې ژوند اوس د جنسي ځورونو اؤ تشدد په هاخوا د مرګ ګواښونو سره مخ شوی


په افغانستان کې چې د نرښځيانو دپاره سوکاله ژوند کول هيڅکله هم اسان نه و خو رپورټونه وايي په دغه هېواد کې د طالبانو له واکمنۍ راپدیخوا د نرښځيانو ژوند اوس دجنسي ځورونې او تشدد څخه ور په اخوا د وژنې د ګواښونو سره مخ شوی دی۔

په پېښور کې مېشت يو نرښځی نمکين، چې د ژغورنې دنړیوالې ادارې IRC د يوې پروژې مشري کوي وي او ای ډيوه ته وایي، افغانستان کې دطالبانو واک ته له رسیدو راپدیخوا ګڼ شمیر نرښځیان ددغه هیواد نه د سرپناه په خاطر پېښور اؤ نورو سیمو ته په کډه شوي دي.

هغه وویل ،په افغانستان کې په تېرو حکومتونو کې هم د نرښځيانو ژوند د ويرې او بې وسۍ ډک و خو اوس چې هلته طالبان واکمنان دي نو اوس هلته حالات نور هم بدل دي ۔

دنمکین د وینا له مخې "دافغانستان څخه د کډوال شوؤ نرښځيانو په اړه چې مجموعي کره شمېره یې نه ده معلومه خو که مونږ د پېښور خبره وکړو نو دلته تر شلو پورې نرښځيان رارسېدلي دي چې له ويرې خپله پېژندګلو دافغان وګړو په حیث نه شي کولی"

په افغانستان کې دسختو ټولنیزو بندیزونو اؤ دافغاني ټولنې دعنعناتو او مزاج له امله چې تر دې مخکې به هم زياتره نرښځيانو دخپلې جنسي پېژند ګلو پټولو هڅه کوله خو د افغانستان څخه کډوال شوي يو نرښځي دنوم نه ښودلو په شرط ډیوه ته، اوس د طالبانو په حکومت کې چې د امر بالمعروف په نوم دطالبانو ادارې عسکر ګزمې هم کوي نو په داسې کې هغه نرښځيان چې د هېواد څخه د وتلو لار يې نه ده موندلې خپل ژوند ډېر په ويره په کوټه کې دننه تېروي

دهغه په وینا" ددې علت دادی چې هغوئ ویریږي هسې نه څوک يې طالبانو ته پېژندګلو څرګنده نه کړي"

د نرښځيانو دحقونو دپاره د کارکونکي سازمان مشر قمر نسيم وايي ، دداسې نرښځيانو دپاره بيا پاکستان يو خوندي ځائ ځکه دی چې دلته د نرښځيانو د ژغورنې دپاره باقاعده قانون موجود دی ۔

"که مونږ وګورو د افغانستان په شان هغه هېوادونه چرته چې دنرښځيانو په اړه ددوي د جنس تسليمولو کوم قانون هم نشته او بيا له ټولنې له خوا په نرښځيانو د تشدد کچه هم اوچته وي نو مونږ ددې اندازه لګولی شو چې دنرښځيانو ژوند به بيا ډېر مشکل وي او دا د ځېنو نړيوالو ادارو د رپورټونو نه هم څرګنده ده چې ديو شمېر نرښځيانو د هېواد نه ويستلو کې يې دکومک کولو دعوې کړې دي"

د ملګري ملتونو د کډوالو ادارې UNHCR په پاکستان کې وياند قېصر اپريدي څخه چې کله وي او ای ډيوه وپوښتل ايا داسې نرښځيانو ته څه ډول اسانتياوې ورکول کیږي څوک چې په افغانستان کې د خطر سره مخ دي ؟ نوموړي په جواب کې ووېل "زمونږ دپاره خو هغه ټول خلک یو شان دي چې ژوند ته يې خطر پېښ وي"

د یو این ایچ سي ار د ویاند وینا وه "هغه خلک چې ژوند یې دګواښونو سره مخ وي اؤ غواړي خپل هېواد پرېږدي او یا هېواد کې خپل ژوند وژغوري نو هغه دا حق لري چې بل هېواد ته د داخلېدو اجازه تر لاسه کړي ، هغه که جرنلسټان وي ، د بشري حقونو فعالان وي او که داسې د ټولنې کمزورې خلک ، نو باید ورته د خپل ژوند د ژغورنې موقعه ورکړل شي"

افغانستان کې د نرښځيانو ژوند ته دپېښو ګواښونو په اړه ډيوه د طالبانو دحکومت د دریځ معلومولو لپاره دطالبانو دمرستیال وياند بلال کريمي سره هم د ټيلي فون دلارې د تماس نیولو هڅه وکړه خو نوموړي سره خبرې ونه شوې ۔

په نزدې ورځو کې د طالبانو حکومت د بشري حقونو په اړه په ځان کیدونکو نيوکو ته په جواب کې څرګنده کړې ده چې د طالبانو په واکمنۍ کې د هر ډول بشري حقونو ژغورنه حکومت خپله ذمه واري ګڼي او د هر چا سره د شريعت او قانون تر مخه سلوک ساتل کيږي ۔

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG