لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شريف په عمران خان د بريد او ارشد شریف د وژنې د پېښې پلټنو دپاره چيف جسټس ته خطونه ليکلي


د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په عمران خان د برید او ارشد شریف د وژنې د پېښې د پلټنو دپاره چيف جسټس ته خطونه ليکلي چې د دې دواړو پېښو د پلټنو دپاره دې عدالتي کمېشن جوړ کړي.

شهباز شریف ویلي، "دغه دواړه افسوسناکه پېښې د دروغو د تورونو، ګډوډي خورولو او ادارو کمزوري دپاره کارول کيږي، رښتيا دې معلوم کړی شي".

په عمران خان بريد

د پاکستان وزیراعظم د پاکستان د سپريم کورټ چيف جسټس ته دا خطونه په داسې حال کې لیکلي، چې په [درېم نومبر] د پنجاب صوبې په وزيراباد سيمه کې د تحریک انصاف په لانګ مارچ ډزو کې عمران خان سره د څو کسانو ژوبل شوی، او هغه بيا د ډزو يا بريد تور "په وزیراعظم شهباز شریف، د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله او پوځ په يو لوړ پوړي افسرمېجر جنرل فېصل نصیر لګولی"، خو پوځ او حکومت د عمران خان دغه تور په کلکه رد کړی وو.

عمران خان د ډزو د مقدمې په اړه ويلي وو چې د يادو درېو کسانو پرضد دې درج شي او بيا د سپريم کورټ د حکم وروسته د اووم نومبر په شپه ناوخته د پولیس افسر [سب انسپکټر] عامر شهزاد په مدعيت کې مقدمه درج شوې، يواځې د وژنې او ترهګرۍ ضد مادې پکې شامل کړی شوي دي.

په مقدمه کې ويل شوي چې "په کنټېنر د کيڼ اړخ نه ډزې شوي او ډزې نامعلومه تن چې بيا معلوم شوی نويد نوميږي، هغه کړي دي او نيول شوی دی".

د راپورونو ترمخه د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان د ياد اېف ايي ار يا مقدمې په عدالت کې چېنلج کولو ویلي دي چې د پېښې وروسته د نيول شوي نويد نومې تن بيان درغجن دی.

هغه ويلي په کومو کسانو چې يې تور لګولی او پرضد يې د مقدمې جوړولو ويلي که قصوروار معلوم نه شو په پلټنو کې به ووځي.

په عمران خان د ډزو د پېښې سمدست وروسته د دغه ځای نه يو تن نيول شوی او د نيول کېدو څو ساعته وروسته يې بيا ويډیو په ټولنيزو رسنيو او پاکستانۍ ميډيا چلېدلې چې پکې هغه وايي، يواځې عمران خان يې هدف وو او وژل يې غوښتل او ډزې یې هم په هغه کړي دي. هغه ويلي وو دغه کار يې په خپله خوښه کړی دی.

د ارشد شريف د وژنې پېښه

پاکستانی خبريال ارشد شريف په 23 اکتوبر په کینيا کې د نېروبي سره نزدې په يوه پېښه کې وژل شوی او د کينيا پولیسو د ارشد شريف د وژنې د پېښې په اړه خپره کړې خپله لومړۍ خبر پاڼه کې ويلي وو پولیسو د غلط شناخت له کبله په هغه موټر ډزې وکړې چې ارشد شریف پکې سپور وو.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله هاغه وخت ویلي وو، غواړي چې د ارشد شريف د وژنې په کېس کې حقیقت ته رسېدل غواړي، د رښتيا معلومولو دپاره جوړه کميټي دا وخت په کینيا کې ده، پلټنيز رپورټ به کمېشن ته وړاندې کوي.

او نوموړي پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ ويلي، ارشد شریف په کینیا کې په هدفي حمله کې وژل شوی دی، مرګ يې حادثاتي نه دی خو په دې لړ کې د نورو معلوماتو ضرورت دی.

هغه ويلي، د ارشد شریف د قتل د تحقیقاتو دپاره د پاکستان حکومت یوه ډله جوړه کړې ده،او دغه تحقیقاتي ډله چې کينيا ته لېږل شوې بېرته پاکستان ته تللې ده خو د کینیا پولیس پاکستاني چارواکو ته د ارشد شریف شیان نه دي ورکړي. هغه زیاته کړې په دې لړ کې به د پاکستان خارجه وزارت د کینیا حکومت او د پاکستان وزیراعظم به د کینیا صدر سره رابطه کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG