لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ارشد شريف د مرګ په مقدمه کې نوي معلومات او انکشافات


سرچينې: فيکټ فوکس او وي او ای اردو

واشنګټن - د کينيا پوليسو چې کوم ګاډی د غلا اعلان کړی وو او په پاکستاني خبريال ارشد شريف يې ډزې کړې وې د هغه ګاډي مالک نوي رازونه رابرسېره کړي او وايي پوليسو ته معلومه وه چې غلا شوی ګاډی د نيروبي ښار په خواوشا کې دی او د ارشد شريف په ګاډي ډزې د نيروبي نه د 100 کيلوميټره نه په لرې ځای کې شوي دي.

د غلا شوي ګاډي مالک ډګلس کمایو تحقيقاتي صحافتي ادارې فيکټ فوکس ته په ليکلې بڼه معلومات ورکړي چې د هغه په ګاډي کې جديد اوزار لګېدلي چې د ګاډي موجودګي ترې معلوميږي او پوليس ترې وخت په وخت خبرېده.

کمایو دا هم ويلي چې پوليسو د شپې نهه نيمې بجې د هغه غلا شوی ګاډی موندلی وو او هم دغه پوليس وايي د ارشد شريف په ګاډي د شپې لس بجې ډزې شوې دي.

د فيکټ فوکس د معلوماتو تر مخه د غلا شوي ګاډي او د ارشد شريف د سورلۍ د ګاډي دواړو رحسټريشن کاغذونه يې تر لاسه کړي چې د ارشد شريف د ګاډي تصويرونه په ميډيا کې خواره شوي.

فيکټ فوکس د ډګلس د ګاډي تصوير د انټرنټ نه اخستلی او بيا يې د ډګلس د دفتر نه دا پخلی هم کړی چې هم دغه ګاډی غلا شوی وو. د دواړو ګاډو په جوړښت کې د مځکې اسمان توپير دی.

د وي او اې د پوښتنو په ځواب کې پوليسو ويلي چون د پوليسو خلاف پخپله تحقيقات روان دي نو په دې اړه څه بيان نه شي ورکولی.

په وړومبيو ورځو کې پوليسو ويلي وو په ګاډي يې په غلطۍ کې ډزې کړي ځکه چې په پېژندګلو کې يې تېروتلي وو.

په کينيا کې د اينډيپينډنټ پوليس اتارټي کمشنر پراکسيډس ټروري د وي او ای ارم عباسي ته ويلي د ارشد شريف د ګاډی په ناکه ودرولو شکونه پيدا کړي.

هغې ويلي په وړومبۍ کې د هغې شک و چې د ارشد شريف ګاډی په ناکه نه و ودرېدلی نو ځکه پرې ډزې شوي خو اوس داسې فکر نه کوي چې هم دغه يې لامل وو.

پراکسيډس ټروري وايي چې د دوی په تحقيقاتو کې دا خبره رامنځ ته شوې چې د ګاډي د تلاش د پاره چې کوم نمبر پليټ پوليس ته ورکړل شوی و هغه د ارشد شريف د ګاډي د نمبر پليټ نه بدل و او دا په يقين سره دوه بيل ګاډي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG