لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان د یو بل پوځي افسر د نوم ښکاره کولو ويلي چې د وژلو په پلان کې يې ککړ وو


د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان بل تور لګولی او ویلي يې دي، د مېجر جنرل فېصل سره يو بل پوځي افسر هم د هغه د وژنې د بريد څارنه کوله او په دغه منصوبه کې شامل وو، زر به د دغه افسر نوم هم ښکاره کړي.

عمران خان وړاندې تور لګولی وو چې په هغه د بريد په شا د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف، د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله او د پوځ د استخباراتي ادارې يو لوړ پوړی چارواکی مېجر جنرل فېصل نصير لاس وو.

خو د پاکستان حکومت او پوځ د عمران خان تورونه په کلکه رد کړي وو.

وزیراعظم شهباز شريف په عمران خان د بريد په اړه د سپريم کورټ چيف جسټس ته خط ليکلی چې د عدالتي کمېشن د لارې د دغه پېښې پلټنې وکړي، چې رښتيا معلوم شي.

عمران خان د درېم نومبر د پېښې چې په لانګ مارچ يې ډزې شوې وې هغه پکې د نورو کسانو سره ژوبل شوی وو، د مقدمې په اړه ويلي وو چې د يادو درېو کسانو پرضد دې درج شي خو بيا د سپريم کورټ د حکم وروسته د اووم نومبر په شپه ناوخته د پولیس افسر [سب انسپکټر] عامر شهزاد په مدعيت کې مقدمه درج شوې، يواځې د وژنې او ترهګرۍ ضد مادې پکې شامل کړی شوي او د نويد نومې تن چې ډزې يې کړې وې، پکې نومول شوی وو.

د تحریک انصاف ګوند مشر ويلي، هغه ته دوه میاشتې وړاندې معلومه شوې وه چې د وژلو پلان يې جوړ شوی او دوه ځله يې د دغه پلان په اړه څرګندونې کړې وې.

عمران خان ویلي، نن د زیارت/ پنجشنبې په ورځ بيا د پنجاب د وزیراباد څخه لانګ مارچ پېلوي.

په وزیراباد سيمه کې د ډزو د پېښې وروسته ياد لانګ مارچ ځنډول شوی او تحريک انصاف ګوند دوه ځله د لانګ مارچ بيا پېل کولو اعلان کړی وو خو دغه نېټې بيا بدل کړی شوې وې.

د تحریک انصاف فواد چودري ویلي، دې ځل له به پېنډۍ ته د رسېدو نېټه نوره نه پراخوي او د روانې نومبر د مياشتې په درېمه اوونۍ کې به پېنډۍ ته رسي.

تحریک انصاف ګوند ويلي، د لانګ مارچ د لارې د انتخاباتو د نېټې اعلانولو غوښتنه کوي خو حکومت ويلي، انتخابات به په خپل وخت کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG