لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې په پوځي عملياتو، د بلوڅانو وژنو او لا درکه کېدو کې څومره زياتوالی راغلی؟


د لا درکه بلوڅانو تنظيم وايس فار بلوچ ميسنګ پرسنز مشر نصرالله بلوچ وي او اې ډيوه سره په خبرو کې دعوه کړې چې په کال 2021 او په کال 2022 کې د عسکري ادارو په نهه عملياتو کې 85 بلوڅان وژل شوي دي.

د نصرالله په خبره له 60 څخه تر 65 پورې پکې هغه بلوڅان وژل شوي، چې عسکري ادارو له اوله څخه په زوره لا درکه کړي وو.

" له 60 تر 65 پورې هغه دي چې له اوله په زوره لادرکه کړل شوي وو، په دوی کې ځيني له پينځو ځينې له شپږو او ځينې له اوو کالو څخه ورک وو، د ډيری کسانو کورنيو يې مقدمې هم درج کړې وې".

نصرالله بلوچ دعوه کړې په تېرو دوو کالو کې 750 نور بلوڅان په ناقانونه توګه لا درکه کړل شوي دي،او اوسني حکومت ته يې د 1060 لا درکه کسانو ليسټ يا نوم لړ ورکړی وو چې پکې 650 لا درکه بلوڅان بيرته خپلو کورنو ته ستانه شوي هم دي.

د بلوچستان د کورنيو چارو د سلا کار مير ضيا لانګو دې تازه تورونو ته ځواب نه دی ویلی خو هغه د نومبر پر اتمه په خبري کانفرنس کې ويلي وو چې،" له خبرو اترو کوونکو سره و خبرو ته تيار يو، خو چې کوم څوک د رياست او رياستي ادارو پر ضد وسله وال فعاليت کوي، ترهګري کوي، هغه نه معافوو او د هغوی پر ضد به عمليات جاري ساتو، وسلوال تنطيمونه د دوښمن قوتونو په مرسته ترهګري کوي".

د بلوڅانو لپاره ږغ پورته کونکی تنظيم د بلوڅانو د لادرکه کېدو او وژنې تورنه د پاکستان پر عسکري پوځي او استخباراتي ادارو تر څنګ پر سي ټي ډي پوليس لګوي.

خو د ( سي ټي ډي) پوليسو د بلوچستان صوبې مشر اعتزاز ګورايه د نومبر پر اوله په خبري کانفرنس کې د دې موضوع اړوند پوښتنې ته په ځواب کې ویلي وو، "روان کال يي د بېلا بېلو عملياتو په ترڅ کې ټول 666 کسان نيولي په کومو کې چې پر 121 کسانو باندي جرم ثابت شوی، 136 تنه پر عدالتي ضمانت دي، 158 کسان پکې اشتهاري مجرمان ثابته کړل شوي، ځينې په کې د ثبوت د نيشتوالي له کبله خوشي کړل شوي هم دي."

هغه دا تورونه رد کړل چې له اوله نيول شوي بلوڅان يې په مقابلو کې وژلي دي. "چې کله هم موږ د عملياتو لپاره ځو، نو زموږ هيڅکله دا نيت نه وي چې خامخا به څوک وژنو، کله چې د ډزو تبادله کيږي نو په هغهېکې هم زموږ کوشش وي چې د خپل ټريننګ مطابق ولاړ شو، که چيري کوم څوک لادرکه وي نو د هغه به کوم ايف اي ار درج کړل شوی وي، د يوچا په تشه دعوه يا خبره خو موږ څوک لادرکه نه شو ګڼلای".

د کورنيو چارو سلاکار مير ضيا لانګو څو ورځې وړاندې وي او اې ډيوه ته ويلي وو چې يوې ادارې ته هم په ناقانونه توګه د چا د وژلو او لادرکه کولو اجازه نه ورکوي.

د نصرالله بلوڅ په خبره روان کال د اپرېل پر 26مه د بلوڅ مېرمنې ښاري بلوڅ له لوري د کراچۍ پوهنتون پر چينايي استازانو ځانمرګي بريد، په نوشکي او پنجګور کې د بلوڅ وسلوال تنطيمونو لخوا ډليز ځانمرګو بريدونو، په زيارت سيمه کې د پاکستان د پوځ کرنل لييق د تښتونې او وژنې وروسته پوځي عمليات زيات شوي دي.

دی وايي "ښيي رياستي ادارې د بدل او غچ اخيستو په مانا داسې عمليات کوي".

د پاکستان پوځ او حکومتي چارواکي وخت نا وخته بلوڅ وسلوال د ترهګرو په نامه ياد کړي او د پاکستان دوښمن يې بللي دي.

د پاکستان د انساني حقوقو کميشن د بلوچستان مرستيال مشر اېډوکېټ حبيب طاهر هم وايي چې د ځواکونو له لوﺭي د بلوڅ فعالانو په پورته کولو او د پوليسو په مقابله کې د لادرکه بلوڅانو د وژنې په پېښو کې زياتوالی راغلی، او دوی په دې اندېښمن دي.

هغه وويل" دا مهمه نه ده چې څو کسان ورک شوي يا وژل شوي بلکې دا مهمه ده چې يوازې يو تن هم څوک لادرکه کولای شي او نه يې هم وژلی شي، که څوک مجرم دی د ايين او قانون مطابق دې ونيول شي او و عدالت ته دې وړاندې کړل شي او سزا دې ورکړل شي".

د کورنيو چارو سلاکار مير ضيا لانګو د نومبر پر اتمه په خبري کانفرنس کې ويلي چې په افغانستان کې د افغان طالبانو د واک تر لاسه کولو سره سم په زيات شمېر کې بلوڅ وسلوال و بلوچستان ته راستانه شوي، ځکه په صوبه کې د نا امنۍ په پېښو کې زياتوالی راغلی،" د کلعدم ترهګرو تنظيمونو ( وسلوالې ډلې ) تر شا د څو ملکونو لاسونه دي".

د ترهګريزو پېښو اړوند معلومات ورکونوکې اداره "ساوت اېشيا ټيروريزم پورټل" رپورټ دی چې د 2021م کال په پرتله په بلوچستان کې د نا امنۍ پېښې دوه چنده شوي دي، رپورټ ليکي په صوبه کې روان کال په لسو مياشتو کې پر امنيتي ځواکونو 85 بريدونه شوي،چې ټول 142 امنيتي عسکر پکې وژل شوي دي، د 64 بريونو زمه واري بېلا بېلو بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو منلې او دعوه يې کړې چې 118 عسکريې پکې وژلي دي.

د 12 پورې نزدې بلوڅ وسله والو تنظيمونو کې د نيمې پورې تنظيمونه د رياست او عسکري ادارو پر ضد د وسله والو فعاليتونو تر څنګ د غېر ملکي ادارو پر کارمندانو، په خاصه پر چيني وګړو، او د کمپنيو پر ودانيو وخت ناوخته د بريدونو زمه وارۍ مني.

د پاکستان او چين د اقتصادي راهدارې [سي پېک] د اروبونو روپو اقتصادي پروژې مرکز هم د بلوچستان سمندري ښار ګوادر دی.

د بلوڅ قامپاله ګوند بي اين پي مېنګل مشر او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړی سردار اختر مېنګل په خپله يوه وينا کې ويلي چې په صوبه کې عسکري عمليات او بلوڅ وژنه زياته شوې، هغه ويلي چې داسې عمل د بلوڅو غصه زياتوي او دا د نفرت د زياتېدو سبب ګرځي.

د پاکستان د سېنېټ پخوانی غړی او د قامپاله بلوڅ " نېشنل ګوند" مرستيال مشر کبير محمد شهي هم د عملياتو او د نا امنۍ پر زياتېدو اندېښنه څرګنده کړه او وويل چې د بلوچستان د مسئلې حل ټوپک نه بلکه خبرې اترې دي.

د شهي په خبره د 2013 له انتخابه وروسته چې د دوی ګوند د ايالتي حکومت چارې سمبالې کړې نو د عسکري ادارو، حکومت او د ځينې بلوڅ وسلوالو تنظيمونو د مشرانو ترمينځ په خبرو اترو کې تر ډيره حده کاميابه شوي وو، خو وايي چې کله دوی له حکومت څخه ليري کړل شول نو د خبرو اتروهغه عمل سوکه شوی دی.

د بلوچستان د کورنيو چارو سلاکار مير ضيا لانګو څو ورځې وړاندې ويلي وو چې د خبرو اتر عمل روان دی او ښايي په نزدې کې ځينې خفه بلوڅ مشران روغه وکړي، ډيوه د لانګو دې دعوې په ازاده توګه تاييد نه دی کړی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG