لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: یو سړي د غیرت په نوم خپله مېرمنه اؤ د ماما زوی وژلي دي


په پاکستان اؤ په ځانګړي ډول خیبر پښتونخوا کې په دې وروستیو کې دغیرت په نوم د وژنو لړۍ زیاته چټک شوې
په پاکستان اؤ په ځانګړي ډول خیبر پښتونخوا کې په دې وروستیو کې دغیرت په نوم د وژنو لړۍ زیاته چټک شوې

پولیس وایي د پاکستان دسیند صوبې په سرښار کراچۍ کې یوه میرمن اؤ سړی دغیرت په نوم وژل شوي دي اؤ پېښه کې ککړ تن دپولیسو لخوا نیول شوی دی.

دپولیسو په وینا دا پېښه تیره ورځ د بلدیه سیمې په ریس ګوټ کې هغه مهال رامنځته شوې ده چې دعلي خان په نوم یو تن دخپل کور دننه په خپله 32 کلنې میرمنې مومل اؤ دخپل ماما په زوئ رستم ناتاره ډزې وکړې.

دموچکو پولیس تاڼې ایس ایچ او چوهدري شاهد پاکستاني رسنیو ته ویلي په وژل شوې ښځه دهغې خاوند شک لرلو چې دده دماما د زوي رستم سره یې ناجایزه اړېکې درلودې.

دپولیسو ددغه چارواکي د وینا له مخې پېښه کې وژل شوې میرمن مومل دپینځوؤ اولادونو مور ده .

پولیس وایي تر پېښې وروسته یې وژونکی تن نیولی اؤ دپېښې په اړه یې نورې پلټنې پیل کړې دي.

په پاکستان اؤ په ځانګړي ډول خیبر پښتونخوا کې په دې وروستیو کې دغیرت په نوم د وژنو لړۍ زیاته چټک شوې اؤ تر دې وړاندې تیره میاشت په 11م اکتوبر دخیبر پښتونخوا دسوات په سیدو شریف سیمه کې یو تن دغیرت په نوم پخپله میرمنه اؤ یو بل تن ډزې کړې وې چې پکې دجان زاده په نوم یو تن وژل شوی اؤ میرمنه یې سخته ژوبل شوې وه.

همداشان په ۱۸م اګست هم د پېښور داودزو سیمه کې یو تن دغیرت په نوم دخپلو دوؤ خویندو په ګډون درې میرمنې وژلې وې .

رپورټونه ښایي چې پاکستان کې دغیرت په نوم د وژنو ترڅنګ دښځو په ضد دتاؤ تریخوالي لړۍ هم چټک شوې ده اؤ ګڼ شمیر میرمنې د ذهني اؤ بدني تشدد سره هم مخ شوې دي.

په پاکستان کې يو غېر دولتي تنظيم سسټېن اېبل سوشل ډوېلپمنټ ارګنایزېشن په خپل رپورټ کې ويلي چې سږکال دجولایي په مياشت کې په هېواد کې 133 ښځې تښتول شوي او د 85 څخه زياتې ښځې د جنسي زياتي او تشدد ښکار کړی شوي دي.

رپورټ کې ويلي شوي چې د جولایي په مياشت کې 108 ماشومان د جنسي زياتي ښکار شوي، 82 ماشومان تښتول شوي او دې مهال نزدې 22 ماشومان وژل شوي هم دي.

راپورټ کې ویل شوي د جولایي مياشت کې په ښځو د جسماني حملو لږ تر لږه 133 پېښې رپورټ شوي دي.

په رپورټ کې راغلي چې په ټول هېواد کې 133 ښځې تښتول شوي هم دي چې په کې په پنجاب کې 93، سند او اسلام اباد کې په ترتيب وار ډول 20 او 15 ښځې تښتول شوي دي. بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې د ښځو د تښتولو دوه او درې پېښې رپورټ شوي دي.

د ورلډ اکنامکس فورم د رپوړټ تر مخه په پاکستان کی هر کال 5000 کسان د غیرت په نوم وژل کیږي او دپاکستان دننه د ښځو د حقونو د خوندي ساتلو اداره عورت فاونډیشن وایې 70فیصدي ښځې کورنی تشدد سره مخ دي خو پاکستان کې د ښځو د تحفظ دپاره په مرکزي او صوبایي کچه قوانین هم جوړ دي چې ښځې د کورني او جنسي تشدد څخه بچ وساتي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG