لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو په طالبانو غږ کړی چې په ښځو او جينکو د بنديزونو پاليسيانې بيرته واخلي


د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ په افغانستان کې په طالب چارواکو غږ کړی چې هغه پاليسياني بيرته واخلي د کومو د لارې چې په بشري حقونو، د افغان مېرمنو او جينکو په بنيادي ازادۍ بنديزونه لګول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ مشر تبا کروشي ویلي، افغانستان په نړۍ کې يواځيني هېواد دی چرته چې جينکۍ د پوره تعليم حق نه لري.

طالبان چې د تيرو 15 میاشتو راهسې په افغانستان کې واکمن دي، د شپږم ټولګي نه بره د جینکو په زده کړو يې بنديز لګولی دی. د طالبانو لخوا په جينکو د بندیز پرېکړه په نړيواله کچه غندل شوې ده.

د روان کال مارچ په 23 د طالبانو حکومت د هلکانو او جينکو دپاره د ثانوي تعلیم دپاره سکولونه پرانستي خو لا چې درسونه پېل شوي نه وو، د طالبانو حکومت امر کړی وو چې د شپږم ټولګي نه بره جينکۍ دې بیرته کورونو ته ولېږل شي.

او د جولايۍ په مياشت کې د ملګرو ملتونو امنيتي شورا [سلامتي کونسل] هم د طالبانو نه غوښتي وو چې هغه پاليسياني پرېږدي کومو چې د بشري حقونو او د افغان ښځو او جينکو بنيادي ازادي محدوده کړې، او کومې چې بشري، اقتصادي، د بشري حقونو او ټولنيز بحران سېوا کوي او په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات هدف کمزوری کوي.

له دغې وروسته د طالبانو ځینې وزيرانو په خپله ویلي بايد چې په افغانستان کې ښځې په سياست، اقتصاد او د ژوند په هره برخه کې فعاله ونډه ولري.

د طالبانو نه د بندیزونو د پاليسيانو بيرته اخستو غوښتنه په داسې حال کې شوې چې د شورو/ چهارشنبې په ورځ [نهم اکتوبر] طالبانو د افغانستان پلازمينې کابل کې د ساعت تیري يا تفريحي پارکونو ته ښځې د ورتلو څخه منع کړي دي.

د زيارت/ پنجنشپې په ورځ د ملګرو ملتونو په غونډه کې د طالبانو په اړوند يو قرارداد هم منظور کړی چې 116 غړو هېوادونو يې چا هم مخالفت نه دی کړی او د روس، چين او پاکستان په ګډون د لسو هېوادونو استازي موجود نه وو، دغه قرارداد که څه هم قانوني پابند نه دی خو په نړيواله کچه اخلاقي وزن لري.

په ملګرو ملتونو کې د جرمني استازې انجي لینډرټس د قرارداد متن ویلی چې پکې ويل شوي، دغه قرارداد د طالبانو نه د بشري حقونو د احترام عملي کولو او ساتنې سره، د ټولشموله حکومت او ترهګرۍ ضد مبارزې غوښتنه کوي.

هغې ويلي، دا قرارداد طالبانو ته ښکاره پېغام دی چې د دغو اقداماتو اخستو او پوره کولو پرته به د طالبانو د حکومت په رسميت پېژندنې پله ګام نه اخستل کيږي.

په قرارداد کې په طالبانو د ښځو، جينکو او لږکيو حقونو ته د احترام د غږ سره په افغانستان کې په امنيت ژوره اندېښنه څرګنده کړی شوې ده او ويل شوي چې د القاعده او داعش خراسان او اړونده ډلو بريدونه سېوا شوي، طالبان دې د دغو ډلو پرضد کلک ګامونه پورته کړي.

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو قرارداد ته په سمدستي توګه غبرګون نه دی ویلی.

خو د ښځو پارکونو د بنديز په اړه د طالبانو د حکومت د امر باالمعروف وزارت ویلي، دوی چې د ښځو پارکونو ته د تلو په اړه کوم شرطونه وړاندې کړي وو نه خو هغه د پارکونو چلوونکو او نه ښځو هغه پوره کړه ځکه د اوس دپاره پارکونو ته د ښځو په تلو د بنديز پرېکړه شوې ده.

د ملګرو ملتونو په قرارداد کې ویل شوي چې په افغانستان کې د اپيمو يا کوکنارو کښت 30 فيصده زیات شوی او سږ کال په دوه لکه 33000 هېکټره ځمکه باندې کرل شوي کوم چې ترهګرۍ مالي مرستې برابروي. په قرارداد کې د طالبانو نه غوښتل شوي چې د کوکنارو د کر مخنيوي وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG