لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا سفیره کېرن ډېکر: افغان مېرمنې بیرته خپل هيواد ته ستنېدل غواړي خو وېرېږي


د افغانستان دپاره د امریکا شارژدافیرې مېرمن کېرن ډېکر ویلي، پاکستان کې يې د افغان مېرمنو سره ليدلي دي او دوی غواړي چې بيرته خپل هېواد ته ستنې شي خو ويږيږي.

اغلې ډېکر په ټویټر ویلي، "د افغانانو ښځو په سترګو کې مې اوور وليدو، هغوي غواړي چې افغانستان ته واپس لاړې شي خو وايي چې ويريږې چې په زوره به واده کړل شي د تعليم او کار کولو د حق نه به بې برخې پاتې شي او دوی د خپلو حقونو ضمانت غواړي".

هغې زياته کړې، "مونږ غواړو چې د کډوالو د پاره کار وکړو، کډوالو ښځو ته يې د حوصلې لوړو ساتلو ويلي او کله چې دوی افغانستان ته بيرته ستنې شي نو دوي به د ټولو افغانانو د حقونو د پاره کار کوي".

ډېکر په اتم نومبر ويلي وو، پاکستان ته ځي او هلته به د افغانانو سره ویني چې په حال یې ځان خبر کړي.

د افغانستان دپاره د امریکا شارژدافیرې مېرمن کېرن ډېکر د پاکستان د سفر او څرګندونو په اړوند په افغانستان کې د طالبانو حکومت تراوسه پورې څه نه دي ویلي.

د افغانستان دپاره د امریکا شارژدافیرې په داسې حال کې د پاکستان سفر کړی چې د افغانانو سره وويني او افغان مېرمنو سره یې ليدلي دي چې په افغانستان کې طالبانو د ښځو پارکونو په ورتلو بندېز لګولی دی. او پاکستان کې په ځانګړي ډول په سيند صوبه کې افغانان [ښځې، ماشومان او سړي] د سوونو په شمېره کې نيول شوي دي.

د پاکستان په سيند صوبه کې مېشت افغان کډوال دعوه کوي، په تيرو څو مياشتو کې د افغانستان څخه پاکستان او سيند صوبې ته راغلي او ځینې دلته د وړاندې نه په قانوني توګه مېشت کډوال د 1700 پورې افغانان پولیسو نيولي چې پکې ښځې، ماشومان او هنرمندان هم شامل دي. خو د سیند صوبايي حکومت وايي یواځې هغه کسان نیول کيږي چې قانوني نه اسناد نه لري.

د افغان طالبانو د بهرنو چارو وزارت وياند عبدالقهاربلخي دوه ورځې وړاندې ويلي وو، چې "د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خپلو هېوادوالو ځورول او ورته ستونزې جوړول غندي، او د پاکستاني حکومت څخه يې په کلکه د مخنیوي او بیا نه تکرار غوښتنه کړې وه".

هغه ویلي وو، په دغه لړ کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو مولوي امیر خان متقي په کابل کې د پاکستان شارژدافیر عبېد الرحمن نظاماني سره هم ليدلي دي.

خو په دغې اړه په کابل کې د پاکستان سفارتخانې په ټويټر دومره ویلي دي چې، "په کابل کې د پاکستان د سفارت د ماموريت مشر عبېدالرحمان نظاماني د اميرخان متقي سره په ليدنه کې د پاکستان او افغانستان په دوه اړخيزه اړيکو په پراخه کچه خبرې کړي او په پاکستان کې د افغان کډوالو د ملاتړ دوامداره ساتلو يې ويلي دي".

کېرن ډېکر ویلي، 30 کاله وروسته پاکستان ته راغلې ده. هغې پرون ویلي، په اسلام اباد کې يې د امریکا د سفارتخانې د کونسلر څانګې، افغانانو او پاکستان کې د اسلامي نظریاتي کونسل د مشر قبله اياز سره ليدلي دي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره [يو اېن اېچ سي ار] وايي، پاکستان کې 13 لکه افغان کډوال مېشت دي چې په پاکستان کې د پاتې کېدو دپاره قانوني اسناد لری او يو اېن اېچ سي ار يې مرستې کوي، په دوېم نمبر کې اته نيم لکه نور کډوال دي څوک چې د پاکستان حکومت په کال 2017 کې رجسټرډ کړي دي، او درېم د پاکستان حکومت وايي، د درېو نه تر پينځه لکو پورې هغه افغانان دي چې اسناد نه لري او څلورم د پاکستان د حکومتي شمېرو ترمخه په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان ته دوه نيم لکه نور افغانان راغلي دي.

په پاکستان او ځانګړي ډول سيند صوبه کې د افغانانو د نيولو په اړه پاکستان کې د يو اېن اېچ سي ار وياند يو اېن اېچ سي ار وياند قېصر اپريدي وي اواې ډيوه سره په خبرو کې ويلي، اداره يې د پاکستان د حکومت سره خبرې کوي چې د نوو راغلو افغانانو دپاره دلته برابرتيا وشي ځکه چې په دوی کې ځينې داسې کسان هم دي چې بيرته افغانستان ته په تلو د مسلو سره مخ کېدی شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG