لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د ارشد شريف د وژنې پېښه کې کینيا پوليسو يو ژوبل افسر د پاکستان د پلټنو ټيم ته نه دی مخامخ کړی


د پاکستان مرکزي تحقيقاتي ادارې [اېف ايي اې] ويلي، د کينيا پوليسو په هغو څلورو ډزو کوونکو افسرانو کې يو د پاکستان پلټنيزې ډلې په وړاندې نه دی مخامخ کړی شوی.

د وي او اې اردو د خبر ترمخه کوم افسر چې بيان نه دی ورکړی د کينيا پولیسو ترمخه د ارشد شريف په ګاډي د ډزو په مهال ژوبل شوی وو.

ويل شوي د پاکستان پلټنيز ټيم اوس متحده عرب اماراتو ته تللی دی.

د خبر ترمخه د اېف ايي اې ډايريکټر جنرل محسن حسن بټ ویلي، د کينيا د پوليسو د درېو ډزو کوونکو نه پوښتنې شوي او د هغوی بيانونه د يو بل نه بدل يا په تضاد کې وو.

ويل شوي دغو ډزو کوونکو پوليسو هغه دريځ وړاندې کړی کوم چې د وړاندې نه د کينيا پوليسو ويلی چې ګاډی په ناکه ودرول کېدو خو چې ګاډی ونه درېدو بيا ډزې شوي او د ګاډي نه ځوابي ډزې هم شوي دي.

محسن بټ زياته کړې، "زمونږ يقين دی چې د کینيا پوليس د ارشد شريف په هدفي وژنه کې ککړ دي هغه تن ته رسايي نه ورکول کيږي څوک چې دوه اوونۍ وړاندې ژوبل شوی وو دا هم عجيبه خبره ده او د دې افسر بيان ډېر مهم دی".

هغه ويلي، "د کينيا پوليس د نړیوالو قوانينو ترمخه د يو صحافي يا خبريال د دغه ډول وژنې په څېر پلټنو کې د مرستو پابند دي".

خو فېکټ فوکس نومې ادارې ته يې ويلي، چې په دغه لړ کې پلټنې لا ختمې شوي نه دي او زر به پلټنيزه ډله متحده عرب اماراتو ته ځي.

د کينيا پوليسو وي او اې ته ويلي، پوليس په خپله د دې پېښې پلټنې کوي ځکه په دغه موضوع ډېرې خبرې کول نه غواړي.

په کينيا کې د پولیس د څار ادارې کمشنر وي او اې ته ویلي چې د ارشد شريف د ګاډي ودرولو په اړه شکونه شتون لري.

پاکستانی خبريال ارشد شريف په 23 اکتوبر په کینيا کې د نیروبي سره نزدې په يوه پېښه کې وژل شوی او د کينيا پولیسو د ارشد شريف د وژنې د پېښې په اړه خپره کړې خپله لومړۍ خبر پاڼه کې ويلي وو پولیسو د غلط شناخت له کبله په هغه موټر ډزې وکړې چې ارشد شریف پکې سپور وو.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ویلي، غواړي چې د ارشد شريف د وژنې په کېس کې حقیقت ته رسېدل غواړي، د رښتيا معلومولو دپاره کميټي جوړه کړی شوې ده.

د پاکستان حکومت ويلي، د ارشد شريف د وژنې د پلټنو دپاره يې د عدالتي کمېشن جوړولو پرېکړه کړې ده.

په 27 اکتوبر د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل بابر افتخار ويلي وو، "د ارشد شريف د پېښې په تړاو د ARY د مشر سلمان اقبال نوم بيا بيا اخستل کيږي ځکه هغه دې پاکستان ته راوستل شي او په پلټنو کې دې شامل کړی شي، د ارشد شريف د وژنې د پېښې وروسته په ټولنیزو رسنيو په پوځ پوښتنې راولاړې شوي د دې وژنې د پېښې نه څوک ګټې پورته کوي؟ دا کتل ډېر ضروري دي".

خو د شخصي ټيلي ويژن چېنل ARY مشر سلمان اقبال بيا ويلي وو، د ارشد شريف د وژنې سره يې هیڅ تعلق نشته او په ځان لګېدلي تورونه يې رد کړي وو او د يادې پېښې د ملګرو ملتونو د لارې د پلټنو غوښتنه یې کړې ده.

په پاکستان کې اوس هم د ارشد شریف د وژنې په اړه پوښتنې راولاړيږي او تاوده بحثونه پرې روان دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG