لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دقبایلي ضلعو دفنډونو پسر وفاق اؤ صوبه په یو بل ولې بې باوره دي؟


د قبايلي ضلعو د صوبایي اسمبلۍ غړي او څيړونکي وايي د خېبر پښتونخوا حکومت د قبايلي ضلعو په فنډونو سياست کوي خو صوبایي حکومت وايي وفاق ته يې صوبه کې د نوو ورګډو کړل شوو ضلعو پېسې پاتې دي.

د مرکزي حکومت استازي وايي دوي غواړي چې د قبايلي ضلعو فنډونه هم په دغه سيمو کې مصرفول باوري کړل شي۔

د خېبر پښتونخوا د خزانې وزير تېمور سليم جهګړه ويلي دي، وفاقي حکومت د قبايلي ضلعو څه کم ديرش اربه روپۍ صوبې ته نه دي ورکړي چې په دې کې شل اربه د مالي کال ۲۰۲۱ او ۲۲ د اخري دریوؤ مياشتو د شلو اربو روپو فنډ هم شامل دی۔

نوموړي پخپل یو بیان کې ويلي وفاقي حکومت روان مصرف يا کرنټ بجټ کې هم کمی راوستی دی.

دهغه په وینا دوي مرکز نه د پينځه اتيا اربو روپو خواست کړی و خو منظوري د شپيتوؤ اربو روپو ورکړل شوې ده چې دا پیسې د تنخاګانو ورکولو د پاره هم نه دي پوره۔

نوموړي ويلي د بې کوره شوؤ خلکو د پاره ورکړل کيدونکې پېسې هم وفاقي حکومت بندې کړې دي۔

د مومند قبایلي ضلعې نه د صوبایي اسمبلۍ غړې نثار مومند ډيوه ته وويل دوي د وفاقي حکومت له لوري د قبايلي ضلعو د فنډ کمولو او يا نه ورکولو غندنه کوي، خو موجوده صوبایي حکومت په مرکز کې د خپل ګوند د حکومت په مهال هم نه د قبایلي ضلعو پوره فنډونه راوړي وو او نه يې این ايف سي ايوارډ کې درې فيصده برخه راوړې وه۔

دهغه په وینا "صوبایي حکومت په دې فنډونو د وفاق سره سياست کوي، د قبايلي ضلعو فنډونه دوي په خپل حکومت کې هم د وفاق نه پوره نه دي راوړي او چې کوم راغلي وو هغه يې هم پوره نه دي مصرف کړي "

څيړونکی او خبريال لحاظ علي وايي صوبایي حکومت به په راتلونکي کې د قبايلي ضلعو د فنډونو په مد کې د مشکلاتو سره مخ کيږي اؤ ورسره به نزدې پينځويشت بيلینه روپۍ کموت راځي۔

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل وفاق نه په پېسو راوړلو کې ځکه صوبایي حکومت دمشکلاتو سره مخ دی چې دوي خپل ټول وسایل د وفاقي حکومت خلاف استعمالوي.

په وفاقي حکومت کې وزير او د کرمې نه د قامي اسمبلۍ غړي ساجد طوري ډيوه ته وويل په صوبایي حکومت د قبايلي ضلعو پېسې په هغه علاقو کې د نه مصرف کولو تورونه دي.

هغه وایي په موجوده حکومت کې د قبايلي ضلعو نماینده ګانو غوښتنه کړې چې تر هغې دې صوبې ته د قبايلي ضلعو فنډونه ورکول ودرول شي تر څو چې دا نه وي يقيني کړی شوي چې دغه پېسې هم په قبايلي ضلعو کې د پرمختيا په کارونو مصرف کيږي۔

"مونږ يو داسې طريقه کار جوړوؤ چې د قبایلي ضلعو پېسې هم دغه علاقو کې مصرف شي او د صوبې نورو برخو کې خرچ نه کړی شي"

د قبايلي ضلعو د صوبایي اسمبلۍ د مخالفه سياسي ګوندونو غړې او څيړونکې وايي ددې سيمو د پاره د کال د سل بيلينه روپو د ترقياتي بجټ ورکولو وعده شوې وه، خو په صوبه کې د ضم کيدو روسته يو کال هم نه پوره پېسې ورکړل شوې او چې کوم فنډونه جاري شوې هغه ټولې پېسې خرچ کړی شوي هم نه دي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG