لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان نه له سختو پوښتنو وروسته دجرمن ټي وي نطاقه وایي د جنسي تېري اؤ وژنې ګواښونه ورته شوي


دپاکستان پخواني وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان نه په یوه مرکه کې له سختو پوښتنو کولو وروسته دجرمني دټي وي نطاقه میلیسا چان وایي هغې ته په سوشل میډیا د جنسي تیري اؤ وژنې ګڼ شمیر ګواښونه شوي دي.

په ټویټر خپل یو بیان کې دغه نطاقي ویلي هغې ته دجنسي تیري اؤ وژنې له ګواښونو کیدو وروسته هغې په ټویټر کې خپله دکمنټونو یا تبصرو خانه تړلې ده.

نوموړې نطاقې نه ده روښانه کړې چې دجنسي تیري یا وژنې ګواښونه ورته دچا لخوا شوي خو تر دې وړاندې ګڼ شمیر پاکستاني خبریالانو هم نیوکه کړې چې کله هغوئ دعمران خان دخوښې برعکس څه څرګندونې کړي دي نو په غبرګون کې یې دتحریک انصاف ګوند دپلویانو لخوا په ټولنیزو رسنیو دهغوئ پرضد کمپین چلول شوی اؤ کنځاوې ورته شوي دي.

پاکستانۍ خبریاله اؤ نطاقه غریده فاروقي هم یوه له هغې خبریالانو له جملې څخه ده چې وایي دپي ټي ایي فعالینو یې نه یوازې تل په سوشل میډيا دهغې سپکاوی کړی بلکې پخپلو جلسو اؤ لاریونونو کې یې دهغې دسپکاوي پلی کارډونه پورته کړي اؤ هغې ته یې ګواښونه کړي دي.

په ۲۸م اکتوبر خبریالې غریده فاروقي دعمران خان دګوند په یو لاریون کې ددغه ګوند دیو فعال لخوا دغریده فاروقي په اړه دلیکل شوي یو اعتراضیه چارټ عکس په ټویټر شریک کړی اؤ ورته یې لیکلي دا دپي ټي ایي دځوانانو تربیت دی.

هغې لیکلي یو وارې بیا لانګ مارچ کې فحش بینرونه راغوښتل شوي ،هغې دعمران خان نه پخپل دغه ټویټ کې پوښتنه کړې چې ایا دښځو عزت داسې کیږي ؟

خو دکاشف حیات په نوم دپي ټي ایي یو فعال بیا دغریده فاروقي دغه ټویټ ته جواب کې لیکلي وؤ "چې تا سره هم داسې پکار دي ځکه چې ته دصحافت په ترڅ کې په مستقل ډول دیو سیاسي ګوند ایجنډه پرمخ وړې اؤ چې دخپلې پیشې سره بد دیانتي کوې نو دکنځلو مستحقه به جوړیږې"

دجرمني نطاقې میلیسا چان اوړمه ورځ پخپله یوه مرکه کې دعمران خان نه پوښتنه کړې وه چې ته دبې باورۍ دتحریک دلارې د واکمنۍ نه لرې کړل شوې وې اؤ اوس اقتدار ته دبیا رسیدو لپاره خپل شهرت د وسلې په توګه کاروې اؤ اسلام اباد ته لانګ مارچ کوې ،ایا ته دامریکې دپخواني دپخوانيصدر ډانلډ ټرمپ،دبرازیل د بلسونیرو اؤ دفلپاین د روډیګز ډوییر په فهرست کې ځان احساسوې؟

ددې پوښتنې ځواب کې عمران خان ویلي وؤ دهغه حکومت د الیکشن نه بلکې د اکشن(نیلامۍ) دلارې ختم کړل شوی دی.

په پاکستان کې زیاتره خبریالان په عمران خان نیوکې کوي چې هغه دخلکو دسپکاوي لپاره دځوانانو اخلاق خراب کړي دي اؤ دغه ځوانان اوس نه یوازې دعمران خان دسیاسي مخالفینو سپکاوی په ټولنیزو رسنیو کوي بلکې پخپلو کورونو کې دعمران خان په مخالفت کولو خپلو مشرانو ته هم رابرندیږي.

خو عمران خان زیاتره وخت دې تورونو ته په ځواب کې وایي چې اوس ځوانان اؤ پیغلې دپاکستاني سیاستدانانو په غلاؤ پوهه شوي اؤ دهغوئ په وړاندې چې کوم غبرګون ښایي دا ددغو سیاستدانانو دغلاؤ نتیجه ده

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG