لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور هایکورټ یوه میاشت کې دادریس خټک په اپیل دفیصلې کولو امر کړی


لاهور هايي کورټ د پوځي عدالت له خوا سزا شوي د بشري حقونو دمبارز ادريس خټک په خواست د نومبر په دوېمه نېټه کورټ اف اپيل ته په يوه مياشت کې د فېصلې کولو تحريري هدايات جاري کړي دي۔

ادريس خټک ته پوځي عدالت د ملکي سلامتۍ پرضد دحساسو مالوماتو د برطانيي استخباراتي ادارې يو تن ته د ورکولو په تور تېر کال د دسمبر په مياشت کې د 14 کالو د بند سزا اورولې وه۔

د نوموړي وکيل وايي چې د ادريس خټک پرضد په پوځي عدالت کې قضيه ترسره کېدل غېر قانوني عمل دی ځکه چې د قانون ترمخه پوځ سره دا اختيار نشته چې عام وګړی ګرفتار کړي او په هغه پوځي محکمه کې مقدمه وچلوي۔

په لاهور هايي کورټ کې د ادريس خټک وکيل انعام الرحيم اېډوکېټ وي او ای ډيوه سره دخبرو پر مهال وویل عدالت د ادريس خټک د خواست اورېدنې وروسته اپېلېټ کورټ يعنې پوځي عدالت ته تحريري هدايات جاري کړي چې په يوه مياشت کې دې فېصله واوروي۔

هغه دا هم وويل چې د ادريس خټک پرضد مقدمه د پوځي قانون او د سپريم کورټ د فېصلو ترمخه سمه نه ده ځکه چې پوځ سره د عام وګړي د ګرفتارۍ او په هغه د مقدمې چلولواختيار نشته.

"دوی ته چې څه سزا اورول شوې د هغې خلاف په 40 ورځو کې اپيل کول وو هغه اپيل هم دوی جمع کړی، هايي کورټ ته مونږ هغه وخت راتللی شو چې پوځي عدالت په هغې خواست څه فېصله وکړي، نو اوسه پورې يو کال تېر شو او هغه خواست ونه ټاکل شو نو دې لپاره مونږ هايي کورټ ته رجوع وکړه چې تاسو کم از کم اپېلېټ کورټ ته هدايات جار کړئ چې د دې کېس فېصله وکړي۔ نو په هغې د هايي کورټ جج صېب ارډر جاري کړو چې يوه مياشت کې د کېس اورېدو وروسته دې فېصله جاري کړي"


نوموړي زياته کړه که چرې پوځي عدالت د دوی د خواست پرضد فېصله وکړه نو هغه به په هايي کورټ کې چېلنج کوي۔

د ادريس خټک لخوا دجمع کړل شوي خواست په اړه د اېډوکېټ انعام الرحيم وینا وه " په اپيل کې دا وو چې تاسو هغه په غېر قانوني توګه ګرفتار کړی او داسې ټرېبيونل ته پېش کړل شوی د کوم ماتحت چې هغه يعنې ادريس خټک نه راتلو ځکه چې فيلډ جنرل کورټ مارشل خو د پوځ لپاره دی، د عامو خلکو لپاره خو نه دی"

د خیبر پښتونخوا د نوښار ضلعې سره تړاؤ لرونکی د بشري حقونو فعال ادریس خټک د کال 2019 د نومبر په 13مه اسلام اباد نه د راتګ په وخت د صوابۍ انټرچینج سره نزدې نامعلومه تنانو تښتولی و۔

د پېښې وروسته په پېښور هايي کورټ کې د مقدمې چلېدو او په نړیواله کچه د هغه د خوشې کولو دغوښتنو له کبله د دفاع وزارت عدالت ته وويل چې ادریس خټک د پوځ په ولکه کې دی۔

پېښور هايي کورټ کې د ادريس خټک په مقدمه کې پيشي کوونکی وکيل طارق افغان اېډوکېټ وي او ای ډيوه ته وايي چې ادريس خټګ ته د قانون خلاف سزا اورلې شوې ده۔

نوموړي وي او ای ډيوه سره خبرو کې دا هم وويل " په ده چې کوم تورونه لګېدلي وو په هغې کې درې کاله سزا ده خو د بدقسمتۍ نه يو غېر قانوني او غېر ايیني سزا ملټري کورټ ده ته اورولې ده او ده ( ادريس خټک) ته چې یې کله سزا واوروله نو د هغې سزا مصدقه نقل يې هم نه ورکوو چې هغه د اپيل کولو لپاره لازمي وي او دده قانوني حق دی"

د ادريس خټک وکيلان وايي چې د هغه په ضد د پوځي قانون او حکومتي رازونو د مالوماتو د قانون 1923 لاندې مقدمه جوړه کړی شوې ده۔

په یاده مقدمه کې تور لګول شوی چې ادريس خټک د برتانيي د استخباراتي ادارې يو تن مايکل سېمپل ته د پاکستان د سلامتۍ خلاف حساس مالومات ورکړي دي۔

تېر کال د دسمبر په مياشت کې پوځي عدالت نوموړي ته په دغه قضيه کې د 14 کالو د قيد سزا اورولې وه۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG