لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان مرکزي بینک وایي هیواد ته بهر نه د لیږدول کیدونکو پیسو کچه غورځېدلې ده


د نړیوالې کساد بازارۍ بدې اغېزې په بهرنیو هېوادونو کې د پاکستاني کار کوونکو لخوا هیواد ته په رالیږونکو پیسو یا ترسيلات زر هم شوي دي او د پاکستان مرکزي بنک ویلي چي د روان مالي کال د اکتوبر په میاشت کې 2 اربه، 20 کروړه ډالره ترسيلات زر هېواد ته استول شوي دي چې د تېر ستمبر د مياشتې په مقابله کې 9 فيصدي کم دي.

اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼه لیکي چې د پاکستان تور یا غېر قانوني مارکیټ کې دا وخت د يو امريکايي ډالر بېعه 235 او 240 روپۍ ده چې د کمرشل بېنکونو لخوا د ورکړل شوي نرخ څخه 14 او 18 روپۍ زيات دی.

د بېنکونو دننه دامهال د يو ډالر نرخ د 221 او 222 روپۍ دی.

د پاکستان د مرکزي بنک لخوا جارى کړې شوې شمېرې ښايي چې د روان مالي کال د اکتوبر په میاشت کې د بهرنیو هېوادونو څخه کار کوونکو پاکستاني وګړو 9.1 فيصدى کم ترسيلات زر استولي دي چې ټول حجم یې 2.22 ارب ډالره دی.

له دې وړاندې د ستمبر په مياشت کې پاکستاني کار کوونکو 2.44 ارب ډالره ترسيلات زر هېواد ته لېږلې وو.

د اقتصادي چارو کارپوهه مهتاب حيدر ډيوه سره خبرو کې ددې کمښت پرشا بېلا بېل وجوهات ښودلي دي.

هغه وايي په پرمخ تللو هېوادونو کې هم د ګرانۍ کچه لوړه شوې ده او هلته ميشت پاکستاني کار کوونکي نه شي کولی چې زياتې ډالرې هېواد ته واستوي او بله دا چې اوس زياتره وګړي د غوره نرخ په لټه کې د غېر مجاز پېسو بدلوونکې کمپنيو د لارې فندونه لېږي.

مرکزي بانک وايي چې د روان مالي کال د اکتوبر دمياشتې ترسيلات زر د تېر مالي کال د اکتوبر د مياشتې په پرتله 15.7 فيصدي کم دي، تېر مالي کال کې هم دې مياشت کې پاکستاني کار کوونکو هېواد ته 2.63 اربه ډالره ترسيلات زر استولي وو.

د مرکزى بنک ترمخه په مجموعي توګه د روان مالي کال په لومړیو څلورو مياشتو جولايي نه تر اکتوبر پورې په ترسيلات زر کې 8.6 فيصدى کمی راغلی دی او دا 9.90 ارب ډالره جوړېږي.

تېر کال هم دې موده کې دا کچه 10.83 ارب ډالره پاتې شوې وه.

اقتصاد پوهان دا کمی د هېواد د پرځېدلي اقتصاد لپاره د اندېښنو وړ ګرځوي او وايي په داسې وخت کې چې پاکستان ته د ډالرو سخت ضرورت دی نو دا کمی به اقتصادي حالت نور خراب کړي.

په ترسيلات زر کې دا کمښت په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د پاکستان د مرکزي بنک سره د غېر ملکي زر مبادلې ذخایرې هم 7.8 اربو ډالرو ته غورځېدلي دي.

د مرکزى بنک د شمېرو له مخې د امریکا نه علاوه د نړۍ د نورو هېوادونو څخه پاکستان ته په راليږل شوي ترسيلات زر کې د روان مالي کال د جولایي نه تر اکتوبر په میاشت کې کمی رېکارډ کړی شوی دی.

بنک وايي د امريکا څخه د پاکستاني کار کوونکو لخوا لېږل شوو ترسيلاتو کې 6 فيصدي اضافه شوې ده او تېرو څلورو مياشتو کې نزدې 1.07 اربه ډالره ترسيلات زر استول شوي دي.

هم دا ډول د بنک ترمخه د برطانيې څخه هم په ترسيلاتو کې 8.3 فيصدى کمی راغلی دی او د سږني مالي کال په لومړیو څلورو مياشتو کې 1.37 اربه ډالره ترسيلات زر وصول شوي دي.

د سعودي عرب څخه په ترسيلاتو کې هم 11.7 فيصدى کمی راغلی او د هلته نه پاکستاني کار کوونکو په ياده موده کې 2.46 ارب ډالره ترسيلات لېږلي دي.

دا شان د متحده عرب اماراتو څخه 1.88 اربه ډالره ترسيلات راغلي چې په کې 9.2 کمی ښودل کیږي.

پاکستان د تېرو څو میاشتو راهیسې د ترسيلات زر په راتګ کې پرله پسې کمي سره مخامخ دی.

تر دې وړاندې پاکستان ته په وصول کېدونکي ترسيلات زر کې اضافه ليدل کيده خو اقتصاد پوهانو به ددې علت د کرونا د نړیوالې وبا په ترڅ کې پرځاې کړل شوي بندیزونه ښودل.

اقتصاد پوهان وايي پاکستان ته په روان کال کې 40 ارب ډالره پکار دي خو ورستیو سېلابونو اقتصاد لا پسې ځپلی دی او د ډالرو د کمي له کبله د امریکایي ډالر په مقابله کې د روپۍ ارزښت کمېږي چې ورسره ګراني هم زیاته شوې ده.

د اقتصادي چارو کارپوهه او د خزانې پخوانی وزیر حفيظ پاشا ډيوه ته وايي د پاکستان اقتصاد دا مهال د بحران سره مخامخ دی.

ښاغلی پاشا وايي په تېرو څلورو میاشتو کې د ګرانۍ کچه 25 فيصدي ختلې ده او د لويو صنعتونو پېداوار هم منفي ته داخل شوی دی.

نوموړي وويل روان کال د اکتوبر په میاشت کې په ترسيلات زر کې 12 فيصدي او په تېرو څلورو میاشتو کې پکې 6 فيصدي کمی راغلی دی.

اخوا د خزانې لپاره د پاکستان دمملکت وزیرې عاېشه غوث پاشا د هېواد بېنکونو ته خبرداری ورکړی چې کوم بېنکونه د ډالر زيات نرخ لګوي د هغوى په ضد به اقدام کېږي او تر ټولو زیاتې جرمانې به پرې لګول کېږي.

دا خبرداری دمرکزي بنک له هغو پلټنو وروسته جارى کړل شوی چې د ډالر په مقابله کې پاکستاني روپۍ د غورځېدونکي ارزښت په ترڅ کې د کمرشل بېنکونو او د پېسو بدلوونکې کمپنيو پرضد پېل کړې وې.

د پاکستان د مرکزي بنک ګورنر وېلي د پلټنو دا عمل به په دې روانه مياشت کې سر ته رسوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG