لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټي ټوینټي کرکټ نړیوال اتل به پاکستان وي که انګلېنډ؟ فیصله یې نن کیږي


دټي ټوینټي نړیوال کپ په کرکټ سیالیو کې نن داسټریلیا په میلبرن کرکټ لوبغالي کې دپاکستان اؤ انګلینډ ترمنځ پائ لوبه یا فاینل سیالي کیږي خو په میلبرن کې پرون دپنجشنې د ورځې نه دبارانونو لړۍ راښکې شوې ده چې له دې امله یې نن داتوار په ورځ ددې تاریخي سیالۍ دنه کېدو اندېښنې هم ښودل شوي دي.

دپاکستان اؤ انګلینډ دواړو لوبډلو کپتانانو په فاینل کې دخپلو لوبډلو دبریالیتوب هېلې ښودلي خو په عامه توګه دکرکټ مئینان فاینل کې دانګلینډ لوبډلې تله درنه ګڼي اؤ وایي پاکستان ته به دانګلینډ لوبډله کې دلوبېدونکو ټکړه توپ وهونکو یا بیټسمینانو دمقابلې لپاره سخت محنت کول وي.

ټاکل شوې ده که چرې باران نه ؤ نو دا لوبه به دپاکستان په وخت یوه بجه پیل کیږي اؤ که چرې دباران له امله نن پائ لوبه ونه شي نو بیا به سبا(دوشنبه) په درې بجې کیږي.

دفاینل نه وړاندې دپاکستاني لوبډلې کپتان بابراعظم مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې ویلي دي چې دپاکستاني لوبډلې کومې ولولې په سیمي فاینل کې جوړې راپاریدلي دي هم دهغو ولولو په اساس به فاینل هم لوبوي.

هغه ویلي پاکستاني لوبډلې دانګلینډ دتکړه بیټسمینانو جوز بټلر اؤ ایلکس هیلز په وړاندې دتوپ اچونې یا بال کولو یوه موثره تګلاره جوړه کړې ده اؤ پاور پلی به توپ وهنه اؤ توپ اچونه دواړو کې په ښه توګه پکار راوستلی شي.

همدا شان دانګلینډ کپتان جوز بټلر پریس کانفرنس ته ویلي دي دهغوئ دلوبډلې لپاره فاینل کې لوبیدل یو ویاړ دی اؤ دپاکستان‌ په څېر دیو سخت حریف پرضد به یو نوی اغاز یا پیل کوي.

پېښور کې دسپورټي چارو لپاره دیو سیمه ییز ټي وي خبریال حضرت یوسف وایي په دې کې شک نه شته چې دپاکستان په لوبډله کې غوره باولران شته خو دانګلینډ په مقابله کې یې دبیټنګ لاین کمزوری دی .

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي دانګلینډ دوه اوپنران ایلکس هیلز اؤ جوزبټلر چې په سیمې فاینل کې دانډیا پرضد کومه غوره لوبه کړې ده،دهغې یو نفسیاتي فشار به هم په فاینل کې په پاکستاني باولرانو وي اؤ پاکستان ته به لوبې ګټلو لپاره دمعمول نه زیات فیلډنګ اؤ باولنګ ته توجو کول کول وي.

دنوموړي په وینا دمیلبرن په لوبغالي کې که هره ډله د170منډو جوړولو هدف ورکړي دهغوئ دګټې چانس به جوړیږي خو وایي دپاکستاني بیټسمینانو په لیکه کې هم د بابراعظم ،حارث خان اؤ محمد رضوان په څېر تکړه لوبغاړي شته نو ځکه دپاکستان نه هیله کیدای شي چې د150پورې منډې جوړې کړي یا یې تر دې هم ور واړوي اؤ داسې به مقابله یو سخت شکل اختیاروي.

دحضرت یوسف په وینا دپاکستان له لوري به زیات انحصار دشاهین اپریدي اؤ شاداب خان په باولنګ وي اؤ که چرې هغوئ دانګلینډ د اوپنرانو مخې نیولو کې بریالي شول نو لوبډله به یې له فشار پرته لوبه وکړل شي.

حضرت یوسف زیاتوي دانګلینډ لوبډله نه یوازې تکړه توپ وهونکي لري بلکې د پیسر سیم کرن اؤ مارک ووډ په څېر غوره باولران هم ورسره شته چې پاکستان لپاره یوه ستره خطره ثابتیدای شي.

دنړیوال کپ په دې سیالیو کې د پاکستان کرکټ لوبډله هم لکه د پخوا په څېر په پواینټس ټېبل د لاندې نه راپورته شوې او د سویلي افریقې په بایلات او د بنګله دېش خلاف په ګټه يې فاینل ته ځان رسولی دی.

د انګلینډ لوبډلې د روان کال په ستمبر میاشت کې پاکستان ته په سفر کې د 20 اورونو د اوو سیالیو ټورنامنټ د دریوؤ په مقابله کې په څلورو باندې ګټلی و او دغسې په کال 2021 کې هم انګلینډ ته په سفر کې پاکستان ماتې خوړلې وه.

د 20 اوورونو په روان نړیوال کپ کې د اسټرېلیا په میدانونو ډېرو تکړه ډلو د 150 نه کم هدف تر لاسه کولو کې د ناکامۍ سره مخ شوي او په ځينو نورو سیالیو کې د 170 پورته هدف دفاع کول هم ډېرو لوبډلو ته ګران پرېوتی.

همدغه علت دی که یو ډلې ته غوره شوروعات د سر لوبغاړي ورکړي نو ورته د لوبې په اخیر کې د غټو شاټونو وهونکي هم پکار وي چې لوی هدف خپلې سیالې لوبډلې ته کښېږدي.

د پاکستان کرکټ لوبډله د دریوؤ سپین بالرانو ترڅنګ دا وخت څلور د 140 کیلومیټره د ساعت په سر تېز باولران لري کوم چې لوبول مقابل لوبډلې ته ګران تمامېدلی شي او اکثره هم ددغې په برکت پاکستان ټورټامنټ کې بریالی شوی.

د پاکستان لوبډلې په خپلو وروستیو پینځوؤ سیالیو کې څلور او انګلینډ په پینځوؤ کې درې ګټلي دي او دواړه لوبډلو د 20 اوورونو نړیوال کپ یو یو وار ګټلی دی.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG