دسعودي عرب وزیراعظم اؤ وليعهد شهزاده محمد بن سلمان پاکستان ته خپل هغه سفر ځنډولی چې پاکستاني چارواکو ورپسې دکومک ګڼ شمیر هېلې تړلې وې.
ګڼ شمیر پاکستاني څېړونکو،خبریالانو اؤ دټولنیزو رسنیو فعالینو دشهزاده محمد بن سلمان پاکستان ته دسفر ځنډیدو علت په دغه هیواد کې په دې وروستیو کې رامنځته شوی ترینګلی سیاسي وضعیت ګرځولی دی.
خو دسعودي اؤ پاکستان اړیکو کې مهم رول لرونکی دپاکستان علماء کونسل مشر حافط طاهر محمود اشرفي وایي ددې سفر ځنډیدل دپاکستان کورنیو معاملو سره تړاؤ نه لري.
مولانا طاهر اشرف پخپل یو ویډیو بیان کې ویلي چې شهزاده محمد بن سلمان غوښتل دسیمې دڅو نورو هیوادونو سفر هم وکړي خو وایي دغه ټول سفرونه یې ځنډولي دي.
دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاندې ممتاز زهره بلوڅ دسعودي شهزاده محمد بن سلمان اسلام اباد ته دټاکل شوي سفر دځنډیدو پخلی کړی دی اؤ ویلي یې دي چې ددې سفر نوې نیټې به زر اعلان کړل شي.
پاکستاني رسنیو دخالي په ورځ ویلي ایشیایي هیوادونو ته له خپل سفر ځنډولو وروسته به اوس دسعودي شهزاده نیغ دانډونیزیا بالي ښار ته ځي اؤ دغلته به دجي 20 په غونډه کې ګډون کوي.
پاکستان ته دسعودي وليعهد سفر دنومبر په دریمه اوونۍ کې ټاکل شوی ؤ چې ددې پخلی پاکستان کې دسعودي سفارتخانې هم کړی ؤ .
پاکستاني چارواکو دسعودي شهزاده په دې سفر پسې د یو شمیر کومکونو هیلې تړلې وې اؤ دسفارتي سرچینو له خولې هم داخبره مخې ته راغلې وه چې احتمال شته پاکستان ته دشهزاده محمد بن سلمان دسفر په مهال سعودي پاکستان ته د4.2 اربو ډالرو اضافي کومکونه ورکړي.
دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف په 28اکتوبر اسلام اباد کې دپولیسو ملي اکیډمۍ کې یوې دستورې ته خپله وینا کې پاکستان ته دسعودي شهزاده دسفر پخلی کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې محمدبن سلمان پاکستان کې دتیلو صفا کولو دیوې کمپنۍ جوړولو لپاره د لسو بیلینو ډالرو سرمایه ګزارۍ ته چمتووالی ښودلی دی.
پاکستاني رسنیو دسرچینو له خولې ویلي چې دسعودي شهزاده په دې سفر کې امکان ؤ چې سعودي به ګوادر کې دتیلو پاکولو د یوې عصري پروژې په تړون لاسلیک وکړي چې له مخې به یې دبلوجستان دغه سیمه کې د 10 اربو ډالرو په لګښت دتیلو صفا کولو پروژه سرته رسولی شي اؤ سعودي به پکې دچین سره په ګډه دپاکستان مرسته کوي.
ددې ترڅنګ د دواړو هیوادونو ترمنځ بیلابیلو مدونو کې د درنې پانګونې دمعاهدو امکان هم ښودل شوی ؤ.
پاکستاني خبریالې غریده فاروقي پخپل یو ټویټ کې پاکستان ته دسعودي د وزیراعظم دسفر ځنډیدو علت دپاکستان کړکیچن سیاسي وضعیت بللی دی اؤ وایي د روان سیاسي کړکیچ دا مهمه دوره ځنډیدلې ده.
همداشان یو بل پاکستاني نطاق مبشر لقمان اسلام اباد ته دسعودي شهزاده دسفر ځنډیدو ذمه وار پخوانی وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان بللی دی اؤ پخپل یو پروګرام کې یې عمران خان ته مبارکي ورکړې ده چې ګنې هغه غوښتل دسعودي شهزاده پاکستان ته دسفر مخه ونیسي اؤ وایي هغه(عمران خان) پخپل مقصد کې بریالی شو.
حکومت پلوه ګڼ شمیر دټولنیزو رسنیو فعالانو هم پخپلو بیلابیلو پوسټونو کې دسعودي شهزاده پاکستان ته دسفر ځنډیدو پړه په عمران خان اؤ دهغه په ګوند ور اړولې ده خو تحریک انصاف ګوند دغو تورونو ته په سمي توګه څه ځواب نه دی ویلی.
دا په داسې حال کې ده چې حکومت مخالفه ګوند تحریک انصاف د28م اکتوبر نه دلاهور څخه دپاکستان پلازمینې اسلام اباد ته احتجاجي لاریون یا لانګ مارچ پیل کړی اؤ تیره اوونۍ دپنجاب په وزیراباد سیمه کې ددې لانګ مارچ په مهال په پخواني وزیراعظم عمران خان اؤ دهغه دګوند په نورو مشرانو ډزې هم شوې وې چې پکې پخپله عمران خان اؤ12 نور کسان ژوبل شوي اؤ دګوند یو فعال وژل شوی ؤ.
عمران خان ددې برید پړه په وزیراعظم شهباز شریف،دکورنیو چارو په وزیر رانا ثناء الله اؤ دپوځ په یو لوړپوړي مشر میجر جنرال فیصل ور اړوي خو حکومت اؤ دپوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار د عمران خان دا تورونه په سختۍ سره رد کړي دي