لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ټي20نړیوال کپ:دفاینل سیالۍ کې پاکستان انګلینډ ته د138منډو اسان هدف ورکړی دی


دټي توینټي کرکټ نړیوال کپ په فاینل سیالۍ کې دپاکستان لوبډلې انګلینډ ته د 138منډو اسان هدف ورکړی دی.

داتوار په ورځ دمیبلرن په کرکټ لوبغالي کې روانې دې سیالۍ کې پاکستاني توپ وهونکو دانګلینډ دباولرانو په وړاندې غوره لوبه ونه کړی شوه اؤ په ټاکلو 20 اوورونو کې یې اته لوبغاړي په 137منډو جوړولو وسوځیدل.

دلوبې پچه دانګلینډ کپتان وګټله اؤ پاکستان ته یې لمړی دبیټنګ کولو دعوت ورکړو.

په پیل کې چې کله دپاکستان تکړه اوپنران کپتان بابر اعظم اؤ محمد رضوان توپ وهنې ته راووتل نو غوره لوبه یې پیل کړه خو ډير زر محمد رضوان دسیم کرن په بال وسوځیدو.

هغه په 14بالونو 15منډې جوړې کړې.

دمحمد رضوان نه وروسته محمد حارث توپ وهنې ته راووتلو اؤ نو بابر اعظم اؤ محمد حارث دپاکستان منډې 45 ته ورسولې .

محمد حارث په اتوؤ منډو اؤ بابر اعظم په 32 منډو جوړولو د عادل رشید په بال وسوزیدو.

افتخار احمد پرته له کومې منډې جوړولو داسټوکس په بال سوځیدلی خو شان مسعود بیا یو څه ښه توپ وهنه وکړه اؤ د 38 منډو جوړولو نه وروسته د سیم کرن په بال وسوځیدو.

دپاکستان محمد نواز پینځه اؤ شاداب دې لوبه کې 20 منډې جوړې کړي دی.

دپاکستان اؤ انګلینډ دواړو لوبډلو کپتانانو په فاینل کې دخپلو لوبډلو دبریالیتوب هېلې ښودلي خو په عامه توګه دکرکټ مئینان فاینل کې دانګلینډ لوبډلې تله درنه ګڼي اؤ وایي پاکستان ته به دانګلینډ لوبډله کې دلوبېدونکو ټکړه توپ وهونکو یا بیټسمینانو دمقابلې لپاره سخت محنت کول وي.

دفاینل نه وړاندې دپاکستاني لوبډلې کپتان بابراعظم مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې ویلي دي چې دپاکستاني لوبډلې کومې ولولې په سیمي فاینل کې جوړې راپاریدلي دي هم دهغو ولولو په اساس به فاینل هم لوبوي.

هغه ویلي پاکستاني لوبډلې دانګلینډ دتکړه بیټسمینانو جوز بټلر اؤ ایلکس هیلز په وړاندې دتوپ اچونې یا بال کولو یوه موثره تګلاره جوړه کړې ده اؤ پاور پلی به توپ وهنه اؤ توپ اچونه دواړو کې په ښه توګه پکار راوستلی شي.

همدا شان دانګلینډ کپتان جوز بټلر پریس کانفرنس ته ویلي دي دهغوئ دلوبډلې لپاره فاینل کې لوبیدل یو ویاړ دی اؤ دپاکستان‌ په څېر دیو سخت حریف پرضد به یو نوی اغاز یا پیل کوي.

پېښور کې دسپورټي چارو لپاره دیو سیمه ییز ټي وي خبریال حضرت یوسف وایي په دې کې شک نه شته چې دپاکستان په لوبډله کې غوره باولران شته خو دانګلینډ په مقابله کې یې دبیټنګ لاین کمزوری دی .

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي دانګلینډ دوه اوپنران ایلکس هیلز اؤ جوزبټلر چې په سیمې فاینل کې دانډیا پرضد کومه غوره لوبه کړې ده،دهغې یو نفسیاتي فشار به هم په فاینل کې په پاکستاني باولرانو وي اؤ پاکستان ته به لوبې ګټلو لپاره دمعمول نه زیات فیلډنګ اؤ باولنګ ته توجو کول کول وي.

دنوموړي په وینا دمیلبرن په لوبغالي کې که هره ډله د170منډو جوړولو هدف ورکړي دهغوئ دګټې چانس به جوړیږي خو وایي دپاکستاني بیټسمینانو په لیکه کې هم د بابراعظم ،حارث خان اؤ محمد رضوان په څېر تکړه لوبغاړي شته نو ځکه دپاکستان نه هیله کیدای شي چې د150پورې منډې جوړې کړي یا یې تر دې هم ور واړوي اؤ داسې به مقابله یو سخت شکل اختیاروي.

دحضرت یوسف په وینا دپاکستان له لوري به زیات انحصار دشاهین اپریدي اؤ شاداب خان په باولنګ وي اؤ که چرې هغوئ دانګلینډ د اوپنرانو مخې نیولو کې بریالي شول نو لوبډله به یې له فشار پرته لوبه وکړل شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG