لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چمن:دافغانستان اؤ پاکستان دسرحدي ځواکونو ترمنځ نښته کې دمرګ ژوبلې دعوې شوي دي،پوله وتړل شوه


داتوار په ورځ په چمن کې دافغانستان اؤ پاکستان په ګډه پوله "باب دوستي" دپاکستاني اؤ افغاني سرحد ساتونکو ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده چې پکې دمرګ ژوبلې اطلاعات هم مخې ته راغلي دي.

دسیمې نه دپاکستاني ملیشې یا ایف سي‌ ځواکونو یو افسر دنوم نه ښودلو په شرط وي او ای ډیوه ته ددې نښتې پخلی کړی اؤ وایي نښته کې دپاکستان دوه عسکر ژوبل شوي ا‌ؤ یو وژل شوی اؤ دطالبانو ځواکونو ته هم زیان اوښتی دی، خو طالبانو لا په دې هکله څه نه دي ویلي.

دپاکستان یا افغانستان دحکومتونو له لوري په رسمي توګه ددې نښتې په اړه هیڅ نه دي ویل شوي.

سرچینو ډیوه ته ویلي د دواړو هیوادونو دسرحد ساتونکو ځواکونو ترمنځ له دې نښتې وروسته دباب دوستي دروازه تړل شوې ده اؤ په پوله دعسکري چارواکو ترمنځ دلانجې هوارولو لپاره خبرې پیل شوي دي.

په سیمه کې دپاکستان دایف سي ځواکونو یو ټيټ‌ رتبه افسر وي او ای ډيوه ته ویلي نښته داتوار په ورځ وروسته له هغې پیل شوه چې دافغانستان نه وسله په لاس یو تن دپاکستان خاورې ته راننوتلو اؤ په پاکستاني عسکرو یې ناتاره ډزې وکړې.

هغه دعوه کړې ده چې په دې ډزو کې دپاکستان درې عسکر لګیدلي چې دوه پکې ژوبل دي اؤ یو وژل شوی دی.

ددې پاکستاني افسر د وینا له مخې دافغان سرحدي ځواکونو له لوري د ډزو ځواب کې پاکستاني عسکرو هم ډزې کړي چې له امله یې طالبان په ګولیو لګیدلي دي خو طالبانو له نه ده روښانه کړې چې د دوي څومره عسکر وژل شوي‌ یا ژوبل شوي دي.

په سپین بولدک کې دهسپتال سرچینو هم ډیوه ته پخلی کړی دی چې دسیمې نه اووه ژوبل کسان دعلاج لپاره هسپتال ته راوړل شوي دي.

سرچینې وایي تر دې نښتې وروسته دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ دچمن سرحدي پوله دهر رقم تګ راتګ لپاره تړل شوې ده اؤ د دواړو هیوادونو عسکري مشرانو دلانجې هواري لپاره فلیګ میټینګ پیل کړی دی.

دباز محمد په نوم یو سیمه ییز عیني شاهد وي او ای ډيوه ته ویلي کله چې هغه په پوله پاکستان ته را اوړیدو نو یو ناساپه ډزې پیل شوې اؤ له دې امله په پوله موجودو خلکو الغاؤ تلغاؤ جوړ کړو.

هغه وایي "ډزې سختې زیاتې وې اؤ دښځو اؤ ماشومانو د ژړا اؤ چغو اوازونه هر لوري ته اوریدل کیدل"

په باب دوستي پوله تر دې وړاندې هم په نزدې وختونو کې څو ځله دطالبانو دسرحدي ځواکونو اؤ پاکستاني عسکرو ترمنځ تاؤ تریخوالی پیدا شوی چې له امله یې دغه پوله ترڅو ورځو دهر رقم تګ راتګ لپاره تړل شوې وه خو بیا د دواړو خواؤ ترمنځ دمذاکراتو نه وروسته خلاصه کړې شوې وه.

  • 16x9 Image

    نعمت الله سرحدي

    نعمت الله سرحدي له 2006م کال راهیسې په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي او له دې سره سره یې له ځینو پاکستاني رسنیو سره هم کار کړی دی. هغه د سیمې له روانو حالاتو سره سره له افغانستان او ایران سره د پاکستان پر تجارتي اړیکو، د پولې پر مسایلو، ادبي او کلتوري غونډو او بېلابېلو موضوعاتو باندې رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG