لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ته په ماتې ورکولو انګلینډ په دویم ځل دټي ټوینټي کرکټ دنړیوالې اتلولۍ ویاړ وګټلو


T20 World cup
T20 World cup

دټي توینټي کرکټ نړیوال کپ په فاینل کې پاکستان ته په ماتې ورکولو سره انګلینډ په دویم ځل دنړیوال ټي ټوینټي کرکټ داتلولۍ ویاړ ګټلی دی.

داتوار په ورځ په میلبرن کرکټ لوبغالي کې ترسره شوې دفاینل سیالۍ کې پاکستان انګلینډ ته د138منډو هدف ورکړی ؤ چې دا هدف دانګلینډ لوبډلې په 19 اوور کې د پینځوؤ لوبغاړو په تاوان ترسره کړو.

دلوبې پچه دانګلینډ کپتان جوز بټلر وګټله خو د وړومبۍ توپ وهنې بلنه یې دپاکستان لوبډلې ته ورکړه.

په پیل کې چې کله دپاکستان تکړه اوپنران کپتان بابر اعظم اؤ محمد رضوان توپ وهنې ته راووتل نو غوره لوبه یې پیل کړه خو ډير زر محمد رضوان دسیم کرن په بال وسوځیدو.

هغه په 14بالونو 15منډې جوړې کړې.

دمحمد رضوان نه وروسته محمد حارث توپ وهنې ته راووتلو اؤ بابر اعظم اؤ محمد حارث دپاکستان منډې 45 ته ورسولې .

محمد حارث په اتوؤ منډو اؤ بابر اعظم په 32 منډو جوړولو د عادل رشید په بال وسوزیدو.

افتخار احمد پرته له کومې منډې جوړولو داسټوکس په بال سوځیدلی خو شان مسعود بیا یو څه ښه توپ وهنه وکړه اؤ د 38 منډو جوړولو نه وروسته د سیم کرن په بال وسوځیدو.

دپاکستان محمد نواز پینځه اؤ شاداب دې لوبه کې 20 منډې جوړې کړي دی.

دپاکستان لخوا د ورکړل شوي هدف ترسره کولو لپاره چې کله دانګلینډ لوبډله توپ وهنې ته ووتله نو په پیل کې یې لوبه ډیره غوره نه وه اؤ وتلی اوپنر ایلکس هیلز یې یوازې په یوه منډه جوړولو دشاهین شاه اپریدي په بال وسوځیدو.

کپتان جوز بټلر26،فل سالټ 10 اؤ هیري بروکس 20 منډې جوړې کړې خو بین اسټوکس بیا دخپلې لوبډلې په بریالیتوب کې مهم رول ولوبولو اؤ دپینځوؤ څلوریزو اؤ یوې شپږییزې په مرسته یې 52 منډې جوړې کړې اؤ دغسې یې خپلې لوبډلې ته په دویم ځل دټي ټوینټي کرکټ دنړیوالې اتلولۍ ویاړ ور په برخه کړو

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG