واشنګټن - د امریکا د منځمهاله انتخاباتو په نتیجه کې، ډېموکرېټ پارټۍ وکړی شول په سنېټ کې خپل اکثریت وساتي، او دا کامیابي یې پس د هغه معلومه شوه چې په نېواډا ریاست کې ډېموکرېټې سنېټرې کترین کورټېز ماسټو خپل رقیب ته ماتې ورکړه او د خپلې کرسۍ په بیا ګټلو سره یې په سنېټ کې د ډېموکرېټانو د چوکیو شمېر پنځوسو ته ورساوه.
رېپبلېکنانو تر اوسه د سنېټ نهه څلوېښت (۴۹) څوکۍ ګټلي دي. د امریکا صدر جو بایډن چې دا وخت د جنوب ختیځې ایشیا د ملکونو د مشرانو سره لیدنې دپاره کمبوډیا ته تللی دی، په سرښار پنوم پن کې یې د نېواډا د سنېټ کرسۍ د نتایجو په هکله خبریالانو ته وویل چې د نتایجو په اړه خوشحاله دی او دا نتایج د ډېموکرېټ ګوند د ښه صلاحیتونو انعکاس دی. هغه د آینده دوو کلونو په اړه خوشبیني وښوده. د صدر بایډن د صدارت موده په آینده دوو کلونو کې ختمیږي.
د امریکې سنېټ ټولټال سل (۱۰۰) څوکۍ لري، چې اوس مهال پنځوس یې د ډېموکرېټانو په لاس کې دي، او که پنځوس نورې یې ټوله د رېپبلېکنانو هم شي، نو بیا اکثریت د ډېموکرېټانو حسابیږي، ځکه د سنېټ مشره، نایب صدره کامېلا هېرس ده او د مساوي یا برابرو رایو په صورت کې به هغه هم د بېلونو په منظورولو کې د رایې حق ولري چې دې سره به د ډېموکرېټانو یو پنځوس (۵۱) رایې وي.
د سنېټ یوه کرسۍ چې تر اوسه یې د انتخاباتو نتایج ندي معلوم، هغه د جورجیا ریاست د سنېټ څوکۍ ده چې منځمهاله انتخاباتو کې چا ونه ګټله او اوس به دویم ځل د ډسمبر په شپږمه نېټه په هغې څوکۍ د ډېموکرېټ سنېټر رافایل وارناک او رېپبلېکن رقیب هېرشل واکر ترمنځ ضمني انتخابات وشي. د هغه نتیجه که هرڅه وي، بیا هم رېپبلېکنان به د سنېټ اکثریت ترلاسه نشي کړی.
مګر ډېموکرېټان کوشش کوي هغه څوکۍ هم دوی وګټي. صدر بایډن په دې اړه وویل: "د ۵۱ چوکیو درلودل همیش بهتره دي، ځکه مونږ په داسې حالاتو کې یو چې په کار نده [د سنېټ] کمیټې برابرې جوړې کړی شي. چې هرڅومره نمبرې زیاتې وي، هماغومره بهتره ده."
بل اړخ ته د کانګرس د نمایندګانو اېوان د انتخاباتو نتیجې لا تر اوسه نهایي شوي ندي او د امریکا په مغربي ریاستونو کې د زیاترو اضلاعو د رایو په مرکزونو کې، لا هم آخري ووټونه شمېرل کیږي. صدر بایډن په دې باندې هم خوشبینې څرګنده کړې ده او وایي: "مونږ یې ګټلی شو. دا چې مونږ به یې وګټو او که نه، انتظار په کار دی."
د امریکا په انتخاباتو کې میلینونو کسانو د ډاګ د لارې هم خپل ووټونه استعمال کړي. په نېواډا ریاست کې فیصله شوې هغه ووټونه چې د اېلېکشن په ورځ ډاګ د لارې لېږل شوي او د خالي/شنبې په ورځ مرکزونو ته رسېدلي وي، نو هغه شمېرل کېدلی شي. چارواکو هلته ویلي چې د زیارت/پنجشنبې په ورځ باید د ټولو ووټونو د شمېرلو عمل ختم شي.
په نېواډا او اریزونا ریاستونو کې د رایو د شمېرنې عمل ډېر ځنډنی شوی دی، ځکه په ګڼ شمېر کې د ډاګ د لارې لېږل شوي ووټونه باید هلته وشمېرل شي او د انتخابي کمېشن چارواکي باید د ووټرانو د دستخطونو په اړه هم ځانونه یقیني کړي.
په اریزونا ریاست کې د ګورنرۍ په څوکۍ او د امریکا د ایوان نمایندګان په درېیو سیټونو د انتخاباتو نتیجه هم تر اوسه نده معلومه شوې. د اریزونا د ګورنرۍ دپاره رېپبلېکن امیدواره، کري لېک، د هغه ریاست په ماریکوپا ضلعې کې انتخابي چارواکي په دې تورن کړي چې ګني په قصدي توګه یې د ووټوو د شمېرلو عمل ځنډولی چې وښایي ډېموکرېټان، د خپل حقیقي نتایجو نه، بهتره روان دي.
د هغې ضلعې د انتخابي چارو مشر بل ګېټس چې پخپله یې هم رېپبلېکن دی، دا تورونه رد کړي او وایي چې کارکوونکي یې د ورځې څوارلسو نه واخله تر اتلسو ګنټو پورې کار کوي او د هفتې تر آخره به خپل کار جاري ساتي. د هغه وینا ده چې پخوا هم هلته همداسې عمل کېده او څه چې یې په توان کې وي، هغه به کوي.
د ایوان نمایندګان د انتخاباتو په زغل کې ریپبلېکنان غواړي چې اکثریت وګټي، او تر اوسه د اکثریت ګټلو ته نږدې شوي دي، مګر بیا هم آخري نتیجه یې نده معلومه.
اېوان نمایندګان ۴۳۵ څوکۍ لري، رېپبلېکنانو یې تر اوسه ۲۱۸ څوکۍ ګټلي، ډیموکرېټانو یې ۲۰۴ ګټلي، او د ۲۰ کرسیو نتیجه لا تر اوسه معلومه شوې نده.