لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تحریک انصاف ګوند په عمران خان د بريد د پلټنو دپاره سپريم کورټ ته خواست کړی


پاکستان تحریک انصاف ګوند په خپل مشر او پخواني وزیر اعظم عمران خان باندې شوي برید په اړه د پلټنو دپاره سپریم کورټ ته خواست کړی دی دغه خواست د سپریم کورټ په لاهور، پیښور، کوټه او کراچۍ رجسټرۍ کې په یو وخت جمع شوی دی.

د تحریک انصاف ګوند ترمخه په خواست کې په عمران خان باندې د برید مقدمه کې د نامزد تورنو کسانو نومونه نه شاملولو عمل چېلنج کړی شوی دی.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر شاه محمود قرېشي لاهور کې د مطبوعاتو سره خبرو کې وویل، "مونږ د چيف جسټس څخه خواست کوو چې یو عدالتي کمېشن جوړ کړي پر عمران خان باندې ترسره شوي برید پلټنې باید وشي او حقیقتونه او ذمه واران د وولس په و ړاندې راوستل شي".

په خواست کې د اعظم سواتي د ویډیو لیک او ارشد شریف د وژنې د پلټنو هم ويل شوي دي.

بل پلو ته د وزیراعظم خانګړي مرستیال عطا تارړ ويلي، عمران خان پر ځان باندې برید د سیاست دپاره کاروي.

هغه زیاته کړې برید کوونکی تورن کس تر اوسه عدالت ته نه دی وړاندې کړی شوی او د پنجاب اعلا وزیر د سیاسي مخالفینو په ضد مقدمې درج کوي.

د روان نومبر په درېمه نېټه د پنجاب وزیراباد ښار کې د تحریک انصاف د احتجاجي لانګ مارچ په مهال د ډزو په بريد کې د تحریک انصاف مشر عمران خان پشمول څو کسان ژوبل شوي او يو تن وژل شوی وو.

عمران خان د برید تور پر وزیراعظم شهباز شریف، د کورنیو چارو وفاقي وزیر رانا ثناالله او د پوځ یو لوړپوي افسر مېجر جنرل فېصل نصیر لګولی وو.

خو د پنجاب حکومت د سپریم کورټ د حکم وروسته درج کړې مقدمه کې یواځې نیول شوی تن نامزد کړی شوی دي.

او د تحریک انصاف ګوند مشرانو د دغه مقدمې منلو څخه انکار کړی دی.

څيړونکی جرنلسټ اویس توحید وايي "زه فکر کوم چې عمران خان غواړي د لانګ مارچ تر څنګ د دغه لارو پر وفاقي حکومت او ادارو یو نفسیاتي فشار واچوي، ځکه چې ایتلافي حکومت یواځې په اسلام اباد کې دی"، او تحریک انصاف په خېبرپښتونخوا، پنجاب، ګلګت بلتستان او د پاکستان د واک لاندې کشمیر کې حکومتونه هم لري، دوی د دغه فشار د لارې د ټاکنو نېټه هم غواړي او د پوځ د مشر ټاکنه هم کیدونکې ده خو تر اوسه داسې ښکارې چې د دوې خبره نه منل کیږي".

بل پلو ته پر پخوايې وزیراعظم عمران خان باندې د برید وروسته د روانې میاشتې په لسمه نېټه یو ځل د پنجاب وزیر اباد سیمې څخه شورو کیدونکی د تحریک انصاف احتجاجې مارچ د پنجاب منډي بهاوالدین ښار ته رسېدلی دی.

د تحریک انصاف احتجاجي مارچ عام وګړي اندېښمن کړي او کاروبارونه هم په ټپه ولاړ دي، چې په اړه يې په لاهور هايکورټ کې د خواست اورېدنه شوې ده.

په خواست کې عدالت ته ویل شوي چې د مظاهرو له امله خلک د ستونزو سره مخ دي د پنجاب اېډوکیټ جنرل احمد اویس ویلي کله چې خلک خپل حقونه ترلاسه نه کړي نو د مظاهرو نه علاوه بله لاره پاتې نه شي.

خو جسټس جواد حسن خپل ریمارکس کې ویلي عدالتونه به د خلکو د جمهوري حقونو تحفظ کوي او غواړي چې مظاهرې پر امنه وي.

د تحریک انصاف د ناستې له امله د سړکونو د تړلو پر معامله اسلام اباد هايکورټ هم د پولیسو د مشر څخه رپوټ غوښتی دی.

عدالت پوښتلي چې په ټول پایه تخت کې کنټینرې داسې پرتې دي لکه حالات چې ډیر بد وي د کنټینرو لګولو په ځای دې بله لاره خپله کړی شي.

د وفاقي حکومت له اړخه که څه هم تحریک انصاف ته د احتجاجي مارچ اجازه تر اوسه نه ده ورکړی شوې خو د دغه مارچ د مخنیوې د پاره تیاری دوام لري. پایه تخت کې د سړکونو غاړو ته په ګڼ شمېر کې کنټېرې اېښودی شوي او حکومت د پوځ او امنيتي ځواکونو ځای په ځای کولو اعلان هم کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG