لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان سره د چمن د تجارت لاره تړلې پرته ده


پاکستاني چارواکي وايي څو پورې چې د طالبانو حکومت هغه مشکوک ډزې کوونکی پاکستان ته حواله کړی نه وي پوله به تړلې پرته وي. د اتوار/ يکشنبې په ورځ [13 نومبر] د چمن په دروازه د ډزو پېښه شوې او د مشکوک طالب په ډزو کې د پاکستاني ځواک يو عسکر وژل شوی او دوه ژوبل شوي وو.

پاکستاني چارواکو د پېښې سمدست وروسته د چمن پوله د هر ډول تګ راتګ دپاره تړلې وه او د دواړو خواو د نښتې او د مرګ ژوبلو هم ويل شوي خو په رسمي ډول دواړو خواو په دغه اړوند څه نه دي ويلي.

خو پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ بیا د چمن انتظامي چارواکو ويلي وو، ماسپښين ناوخته پوله يواځې د هغو افغانانو او پاکستانيانو دپاره پرانستل شوې چې د پولې پورې او راپورې ګېر پاتې شوي وو.

د چمن ډپټي کمشنر عبدالحميد زهري وي او اې ته ويلی، په پوله ټرمېنل د تجارت او هر ډول تګ راتګ دپاره تړل شوی او تر هغې وخته به تړلی وي چې څو پورې د پاکستاني عسکر په وژنه تورن تن پاکستان ته نه وي سپارل شوی.

په چمن دروازه د لګېدلې کېمرې ویډيو چې خپره شوې په پوله د طالبانو ساتونکو په مينځ کې يو تن تماچه يا وسله را اوباسي او په پاکستاني عسکرو ډزې کوي. پاکستاني چاوراکو دغه ويډيو تاييد کړې ده.

زهري ویلي د ګل په ورځ د طالبانو سره د پولې په مسله خبرې شوي خو نه دي کاميابې شوي او د ګل په ورځ کومه نښته هم نه ده شوې.

وي او اې ډيوه په دغه اړوند د طالب چارواکو سره د تماس هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ترلاسه شوی او نه د طالبانو چارواکو په دغه اړوند په رسمي ډول کوم بيان خپور کړی دی. او نه د ډزې کوونکي په اړوند کوم کره معلومات مخې ته راغلي دي.

د ډزې کوونکي تن په اړه هم مختلف خبرونه مخې ته راغلي او د طالبانو سرچينو ویلي چې د دغه تن لټون روان دی او ځينو ويلي دغه تن په وروستيو کې د پولې ساتونکي ځواک کې شامل کړی شوی وو او نيول شوی دی.

خو سرچینو ویلي دغه تن به پاکستان ته نه حواله کوي او د افغانستان د قوانينو ترمخه به يې پرضد کارروايي کولی شي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تجارت او تګ راتګ دپاره د خېبرپښتونخوا د تورخم سره د بلوچستان صوبې د چمن سپين بولدک پوله غټه لاره ده.

د راپورونو ترمخه د چمن په پوله د ورځې په سره د 15 نه 20زره پورې کسان اوړي راوړي او د پاکستان او افغانستان ټرانزټ ټرېډ لاندې په سوونو سوداګريز ګاډي پرې هم تګ راتګ کوي.

سوداګرو په سمدستي ډول د پولې پرانستو غوښتنه کړې او ویلي يې دي د پولې تړل کېدو له امله د افغانستان نه د وچو مېوو او انارو راتلونکي ډک ټرکونه او د پاکستان نه د خوراکي توکيو افغانستان ته تلونکي په سوونو ګاډي ايسار شوي دي او که پوله نوره تړلې پاتې کيږي سامانونه خرابېدی شي د کوم نه چې سوداګرو ته د کروړونو روپو تاوان اوښتو خطره ده.

د چمن په باب دوستي پوله تر دې وړاندې هم په نزدې وختونو کې څو ځله د طالبانو دسرحدي ځواکونو او پاکستاني عسکرو ترمنځ تاو تریخوالی جوړ شوی چې له امله یې دغه پوله ترڅو ورځو د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې وه خو بیا د دواړو خواو ترمنځ د مذاکراتو نه وروسته پوله خلاصه کړې شوې وه.

د اکتوبر په مياشت کې د کندهارد سپين بولدګ او چمن ترمنځ په پوله پرتوکلي شېخ لعل محمد او نوي کلي د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د ډزو تبادله شوې او يوه ښځه پکې ژوبل شوي او د دغه پېښې سره بيا د څو ساعتونو دپاره د چمن پوله تړل شوې وه.

د فرورۍ په میاشت کې هم د دغه ډول بلې پېښې کېدو له امله دوه ورځې د چمن پوله تړل شوې وه.

تير کال طالبانو د چمن او سپين بولدک پوله د يوې مياشتې دپاره تړلې وه طالبانو ويلي وو په دروازه د افغانانو سره د پاکستاني ځواکونو سلوک مناسب نه دی.

بيا د روان کال جولايۍ په مياشت د پاکستاني سوداګرو يو پلاوی کابل ته تللی د سوداګرو او طالب چارواکو سره د سوداګرۍ په پراختیا، ټرانزټ، په پوله د موجودو ستونزو په حل، ويزو په اسانتيا او پوله د تګ راتګ په مهال د افغان مسافرو د ستونزو ترڅنګ په نورو اړوند موضوعاتو خبرې کړې وې.

هغه وخت د پاکستان او افغانستان د سوداګرو د ګډ چېمبر مشر خان جان الکوزي وي او اې ډیوه ته ويلي وو، په تيرو 20 کلونو کې د افغانستان او پاکستان تجارت او ټرانزټ د سياست ښکار پاتې شوی او اغېزمن شوی، هر وخت صادراتو ته دروازې بندېدې.

هغه ويلي وو، " مونږ د پاکستان سره د درې اربه ډالرو تجارت لرلو هغه اوس 800 ملینه ډالرو ته راټيټ شو، په کراچۍ به زمونږ د زرونو په شمېره کې کنټېنرې راتلې اوس هغه سوونو ته راکمې شوې، نو د پاکستان سره د افغانستان تجارت کم شوی دی او پاکستان هم په دې پوهيږي چې که سهولتونه را نه ولي، تجارت يې نه ښه کيږي".

د افغانستان او پاکستان سوداګرو وخت په وخت ويلي، په پوله د شخړو او دواړو هېوادونو د سياست له امله تل تجارتي هلې ځلې اغېزمنې شوي او تاوان يې د سوداګرو سره د دواړو هېوادونو اقتصاد ته اوښتی دی او عام خلک ترې هم اغېزمن شوي دي.

[د دې خبر ځینې معلومات د وي او اې انګرېزۍ څخه اخستل شوي]

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG