لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محسن داوړ: پاکستان کې د مجبوره افغانانو مهاجرينو سره د افسوس وړ سلوک کيږي


پاکستان کې د افغانانو سره کېدونکي سلوک او نيولو په اړوند د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ په قومي اسمبلۍ کې ويلي، "افغانان چې په خپل ملک کې د طالبانو لخوا د کومو مشکلاتو نه تيريږي دغه حالات دې په چا نه راځي او بيا چې د مجبورۍ نه پاکستان ته راشي او دلته ورسره کوم سلوک کيږي هغه د افسوس وړ دی".

په قومي اسمبلۍ کې د بهرنيو چارو د سټېنډنګ کمېټۍ مشر محسن داوړ ويلي، "کله چې د افغانانو په سر دلته [پاکستان ته] ډالرې مېلاوېدې زمونږ رویه بله وه په بل نوم به مو بلل خو نن چې هغه سلسله نه ده پاتې"، او "په وروستيو کې چې کوم مهاجرين راغلي په سيند صوبه، پېښور او نور ملک کې نيول کيږي د ګډو بيزو په څېر په پړو تړل شوي، يا خو دې هغوی نه راپرېښودل کيږي او که راپرېښودل کيږي نو بيا دې ورسره د انسانانو په څېر چلند وشي".

هغه زياته کړې، "د بده مرغه د افغان مهاجرينو دپاره تراوسه پورې کومه پاليسي نه ده جوړه کړی شوې کوم قانون نشته چې کوم چلند به ورسره کیږي، ټوله نړۍ غلې ده يو اېن اېچ سي ار [د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره] غلی دی، او زمونږ خپل مرکزي حکومت هم پرې خاموشه دی مرکزي حکومت دې په دې قانون سازي وکړي".

د پاکستان د مرکزي حکومت لخوا تراوسه په دغه اړوند کوم بيان مخې ته نه دی راغلی.

محسن داوړ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په کراچۍ کې د مېشت افغان کډوالو په وينا د تيرو څو مياشتو راهسې په کراچۍ او د سیند صوبې په نورو برخو کې د 1700 پورې افغانان نيول شوي چې پکې قانوني اسناد لرونکي هم شامل دي.

د کډوالو استازي وايي، په نيول شوو افغانانو کې ښځې، ماشومان او ناروغان هم شامل دي په دوی کې ځينې بيرته لېږل شوي او ځينې اوس هم په بند کې دي. او يو ناروغه چې مړ شوی اوس هم د خېراتي ادارې چهيپا په مرده خانه کې پروت دی.

په کراچۍ کې د طالبانو کونسل جنرل سید عبدالجبار وي او اې ډیوه ته وويل، د مړ شوي افغان تاج محمد د تره زامن يې راغوښتي او هيله لري چې نن به يې جسد بيرته وليږي.

په 12 نومبر په افغانستان کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو، چې "د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خپلو هېوادوالو ځورول او ورته ستونزې جوړول غندي، او د پاکستاني حکومت څخه يې په کلکه د مخنیوي او بیا نه تکرار غوښتنه کړې".

وزارت ويلي وو، په دغه لړ کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو مولوي امیر خان متقي په کابل کې د پاکستان شارژدافیر عبېد الرحمن نظاماني سره هم ليدلي وو.

خو په په کابل کې د پاکستان سفارتخانې په ټويټر دومره ویلي وو چې، "په کابل کې د پاکستان د سفارت د ماموريت مشر عبېدالرحمان نظاماني د اميرخان متقي سره په ليدنه کې د پاکستان او افغانستان په دوه اړخيزه اړيکو په پراخه کچه خبرې کړي او په پاکستان کې د افغان کډوالو د ملاتړ دوامداره ساتلو يې ويلي دي".

او په سيند صوبه کې د افغانانو د نيولو په اړه د صوبايي حکومت وياند مرتضا وهاب وي او اې ډيوه ته ویلي وو چې يواځې په غېر قانونه توګه راتلونکي افغانان نيول کيږي او بيرته ستنول کيږي.

په پاکستان او ځانګړي ډول سيند صوبه کې د افغانانو د نيولو په اړه په وروستيو کې په پاکستان کې د يو اېن اېچ سي ار وياند يو اېن اېچ سي ار وياند قېصر اپريدي وي اواې ډيوه سره په خبرو کې ويلي وو، اداره يې د پاکستان د حکومت سره خبرې کوي چې د نوو راغلو افغانانو دپاره دلته برابرتيا وشي ځکه چې په دوی کې ځينې داسې کسان هم دي چې بيرته افغانستان ته په تلو د مسلو سره مخ کېدی شي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره [يو اېن اېچ سي ار] وايي، پاکستان کې 13 لکه افغان کډوال مېشت دي چې په پاکستان کې د پاتې کېدو دپاره قانوني اسناد لری او يو اېن اېچ سي ار يې مرستې کوي، په دوېم نمبر کې اته نيم لکه نور کډوال دي څوک چې د پاکستان حکومت په کال 2017 کې رجسټرډ کړي دي، او درېم د پاکستان حکومت وايي، د درېو نه تر پينځه لکو پورې هغه افغانان دي چې اسناد نه لري او څلورم د پاکستان د حکومتي شمېرو ترمخه په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان ته دوه نيم لکه نور افغانان راغلي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG