لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دخطرناکو هیوادونو برتانوي فهرست څخه وتل پاکستان ته څه ګټې رسولی شي؟


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي چي برتانيې پاکستان په رسمي ډول د هغو هېوادونو د فهرست څخه ويستلی چې د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني لېږد په اړه د دبې کچه خطرو وړ ګڼل کیږي.

د اقتصادي چارو کارپوهان دا يو غوره پرمختګ ګڼي او وايي دې سره به اوس نړیوال سرمایه کاران په ډاډه زړه پاکستان کې پانګونې وکړی شي.

په ټوېټر خپل بیان کې دخارجه چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ددې فېصلې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا يو ښه خبر دی چې د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني لېږد د څار نړیوالې ادارې ایف ای ټي ایف په کاريز پلان زر دبشپړ عمل له امله برتانيې پاکستان د بې کچه خطرناکو هېوادونو د نوملړ څخه ويستلی دی.

برتانيې د کال 2021 م په اپریل میاشت کې د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني لېږد په حوالې سره پاکستان د هغو 21 هېوادونو په خپل فهرست کې اچولی و چې تر ټولو زیات خطرناک ګڼل کېږي.

د اقتصادي او مالي چارو څېړنکارانو هم دا يو غوره پرمختګ بللی او وايي دا ښايي چې په پاکستان کې ترهګري ختمه شوې ده او اوس به نړیوال پانګه اچونکي په ډاډه زړه دلته سرمایه ګذاري وکړی شي.

د اقتصادي چارو کارپوهه او د خزانې پخوانی وزیر حفيظ پاشا ډيوه ته وايي د ترهګرۍ له کبله په ټوله نړۍ کې د پاکستان تشخص خراب شوی او اوس د برتانيې د خطرناکو هېوادونو د فهرست څخه په وتلو به پاکستان ته د سرمایه کارۍ په برخه کې يو څه ګټه ورسيږي.

ښاغلی پاشا وايي ددې ګټه به دا وي که اوس چېرې بهرني سرمایه کار په پاکستان پانګونه کول غواړي نو هغه ته به څه لږ ډېر احساس وي چې دا هېواد خوندي دی او د ترهګرۍ خطره نشته.

تر دې وړاندې د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني لېږد د څار نړیوالې ادارې ایف ای ټي ایف هم پاکستان سږکال داکتوبر میاشت کې د سختې څارنې د خپل خړ فهرست څخه ويستلی ؤ.

فنانشنل اېکشن ټاسک فورس د ترهګرۍ د مالي سرچينو وچولو او د پېسو دغېرقانوني لېږد په مخینوي کې د پاتې راتلو پسر پاکستان کال 2018م کې په خپل خړ فهرست کې شامل کړی ؤ خو سږکال ددې هېواد د خړ فهرست څخه د ويستل کېدو په مهال د ایف ای ټي ایف صدر ویلي چي پاکستان په دې اړه موثره ګامونه پورته کړي او دوه برغ کاريز پلانونه یې عملي کړي وو.

د اقتصادي چارو کارپوهه او د خزانې يو بل پخوانی وزیر ډاکټر سلمان شاه وايي د برتانيې ددغه فهرست نه د پاکستان خارج کيدل ښایي چې اوس په دې هېواد کې ترهګري ختمه شوې ده او نړيوال سرمایه کاران کولی شې چې دلته په ډاډه زړه پانګونې وکړي.

ښاغلي سلمان شاه ډيوه سره خبرو کې وويل خو د نړیوالو پانګه والو راغب کولو لپاره به پاکستان ته خپلې اقتصادي تګلارې اسانول وي او د بهرنیو پانګونو په لاره کې پراته خنډان اخوا کول وي.

ښاغلی سلمان شاه مخکې وايي پاکستان له به وړومبی خپل اقتصاد ازادول یا ډي ريګولېټ کول پکار وي ځكه چې دلته بهرنې سرمایه کاران د بلها ستونزو سره مخامخ کېږي. د هېواد نظام ډېر ستونزمن دی او کله چې بهرني پانګوال راشي نو د يوې او بلې محکمې منډې وهي.

اخوا د اقتصاد پوهانو بله ډله نه ګني چې د برتانيې د انتهايي خطرو وړ هېوادونو د فهرست څخه په وتلو به پاکستان ته نيغ په نيغه بهرنۍ پانګونې راشي.

داقتصاد پوهانو په وینا دې لپاره به پاکستان ته په خپل اقتصاد کې پراخه اصلاحات راوستل وي خو زياتوي برطانيه چونکې لويې اقتصادي هېواد او د مالياتي چارو غټ مرکز دېینو له دې وروسته به پاکستان ته ددغه هېواد څخه قرض اخستل اسان وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG