لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسیند حکومت په بله مقدمه کې دعلي وزیر دنیولو امر وکړو


تېره ورځ په پینځمه اؤ وروستۍ معلومه مقدمه کې دعلي وزیر دضمانت کیدو نه وروسته دسیند صوبې حکومت دجیل یا زندان انتظامیې ته امر کړی چې علي وزیر اوس د ډي ایي خان په یوه بله مقدمه کې ونیسي.

دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي دوئ ته معلومه ده چې دا ظالمانه حربې پوځ پوځ اؤ استخباراتي شبکې استعمالوي خو وایي دجمهوریت دعویدار سیاسي ګوندونه چې په کوم انداز دهغوئ(پوځ اؤ ادارو) مرسته کوي دا دمایوسۍ وړ خبره ده.

منظور پښتین دسیند صوبې دجیل خانه جاتو د مشر یا ایي جي ددفتر له لوري دکراچۍ زندان ته دلیږل شوي هغه امر عکس هم پخپله ټویټر خپور کړی چې پکې دسیند دکورنیو چارو د وزارت له لوري د ډيره اسماعیل خان په یوه مقدمه کې دعلي وزیر دنیولو امرشوی دی.

دسیند صوبې حکومت لا په سمدستي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي خو په دې وروستیو کې سیند صوبه کې د واکمن پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري دیو سیمینار په مهال دعلي وزیر د خوشې کولو په غوښتنه خپل غبرګون کې ویلي وؤ "لاړ شئ دهغه چا نه دعلي وزیر د خوشې کولو غوښتنه وکړئ چې چا نیولی دی"

دبلاول بوټو په دې غبرګون په ټولنیزو رسنیو دسختو نیوکو مخې ته له راتلو وروسته بلاول بوټو خپلې خبرې بیرته اخستې وې اؤ ویلي یې وؤ دهیواد د خارجه وزیر په توګه هغه ته داخبره کول نه وه پکار.

د ګل یا دوشنبې په ورځ د جنوبي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ دغړي او پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] د مخکښ علي وزير وکيلانو ویلي وؤ چې، د علي وزیر په پينځمه او معلومه وروستۍ مقدمه کې هم ضمانت منظور شوی او اوس د پاتې قانوني کارروايۍ پوره کېدو وروسته به هغه خوشی شي.

دعلي وزیر وکیل شعېب سدوزئ وي او اې ډيوه ته پرون ویلي وؤ دپېښ،ر هايکورټ بنو ځانګې د 10 لکو روپو په مچلکو دعلي وزیر ضمانت منظور کړو، اوس به يې د خوشي کولو پاتې قانوني کارروايي کولی شي.

پرون چې د علي وزير په کومه مقدمه کې ضمانت منظور شوی، دا مقدمه د هغه پرضد د کال 2020 د نومبر په 15 نېټه د شمالي وزيرستان د میرانشا په تاڼه کې درج شوې چې پکې 121، 123، 124 A، 504، 505،506 او لوډ سپيکر اېکټ مادې لګول شوي دي.

د وکيلانو په وېنا دا مادې د بغاوت، رياست او رياستي ادارو د سپکاوي او په ضد يې د خلکو راپارولو په تور کې لګول کيږي.

دعوامي نیشنل ګوند مرکزي عمومي سکتر میا افتخار حسین وایي دعلي وزیر په ضمانت پسې بل ضمانت کیږي اؤ هر ځل دا ویل کیږي چې دا وروستي کیس کې ضمانت ؤ خو راخلاص یو ځل هم نه شو.

هغه په ټویټر لیکلي دریغه چې دعدالت دعلي وزیر دخوشې کولو پرېکړه صادره کړي ځکه چې ضمانتونه یې ډیر وشول

علي وزير چې د کال 2020 راهسې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی، په 25 اکتوبر عدالت په هغه مقدمه کې بري کړی په کومه کې چې هغه نيول شوی وو.

دا وخت په کراچۍ کې د علي وزير پرضد درې نورې مقدمې د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالتونو کې روانې دي، په کوم کې چې د نوموړي ضمانتونه منظور شوي دي.

علي وزیر په کال 2020 کې په پېښور کې پوليسو نيولی او کراچۍ ته يې بوتللی وو، وروسته په کراچۍ کې په هغه پسې درې نورې مقدمې راویستل شوې او د څلورمې مقدمې اورېدنې په مهال پسې د ميرانشاه مقدمه راويستل شوې او ګرفتاري پکې ښکاره کړی شوې وه.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG