لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دطالبانو حکومت وایي دچمن پولې دپېښې څېړلو اؤ عاملینو پیدا کولو لپاره یې لوړ پوړی هییت ګمارلی دی


ذبیح الله مجاهد ویلي د اسلامي امارت امنیتي ارګانونه کوښښ کوي چې د بیا لپاره د دا‌ډول پیښو مخنيوي ته جدي پاملرنه وکړي.
ذبیح الله مجاهد ویلي د اسلامي امارت امنیتي ارګانونه کوښښ کوي چې د بیا لپاره د دا‌ډول پیښو مخنيوي ته جدي پاملرنه وکړي.

دپاکستاني چارواکو له لوري په چمن سرحدي دیو پاکستاني عسکر وژنه کې دککړ افغان تن پاکستان ته دسپارلو له غوښتنې وروسته دطالبانو دحکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي د افغانستان اسلامي امارت ددې پیښې د څیړلو او عاملینو د پیدا کولو لپاره یو لوړ پوړی هییت ګمارل دی او پلټني یې پیل کړې دي.

دطالبانو ویاند د سه شنبې په ورځ دټویټر له لارې منلې چې په 13م نومبر د کندهار ولایت له سپین بولدک څخه چمن ته په ورتلونکي لاره د نامعلوم کس له لوري په پاکستاني امنیتي کسانو ډزي شوې اؤ په دې ډژو یوتن پاکستانی عسکر وژل شوی.

ذبیح الله مجاهد ویلي د اسلامي امارت امنیتي ارګانونه کوښښ کوي چې د بیا لپاره د دا‌ډول پیښو مخنيوي ته جدي پاملرنه وکړي.

دوه ورځې وړاندې په چمن پوله د رامنځته شوې دې پېښې نه وروسته دپاکستان اؤ افغانستان ګډه پوله تړل شوې ده اؤ دچمن ډپټي کمشنر عبدالحميد زهري وي او ای ډيوه ته ویلي پوله به هغې وخته تړل شوې وي ترڅو چې د پاکستاني عسکر په وژنه تورن تن پاکستان ته نه وي سپارل شوی.

تر دې پېښې وروسته دسیمې نه د دواړو هیوادونو دسرحدي ځواکونو ترمنځ دنښتو رپورټونه هم مخې ته راغلي خو دې نښتو کې دمرګ ژوبله په اړه پاکستاني اؤ افغاني چارواکو په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

دچمن ډپټي کمشنر ښاغلي زهري ویلي د ګل په ورځ د طالبانو سره د پولې په مسله خبرې شوي خو نه دي کاميابې شوي او د ګل په ورځ کومه نښته هم نه ده شوې.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تجارت او تګ راتګ دپاره د خېبرپښتونخوا د تورخم سره د بلوچستان صوبې د چمن سپين بولدک پوله غټه لاره ده.

د راپورونو ترمخه د چمن په پوله د ورځې په سره د 15 نه 20زره پورې کسان اوړي راوړي او د پاکستان او افغانستان ټرانزټ ټرېډ لاندې په سوونو سوداګريز ګاډي پرې هم تګ راتګ کوي.

سوداګرو په سمدستي ډول د پولې پرانستو غوښتنه کړې او ویلي يې دي د پولې تړل کېدو له امله د افغانستان نه د وچو مېوو او انارو راتلونکي ډک ټرکونه او د پاکستان نه د خوراکي توکيو افغانستان ته تلونکي په سوونو ګاډي ايسار شوي دي او که پوله نوره تړلې پاتې کيږي سامانونه خرابېدی شي د کوم نه چې سوداګرو ته د کروړونو روپو تاوان اوښتو خطره ده.

د چمن په باب دوستي پوله تر دې وړاندې هم په نزدې وختونو کې څو ځله د طالبانو دسرحدي ځواکونو او پاکستاني عسکرو ترمنځ تاو تریخوالی جوړ شوی چې له امله یې دغه پوله ترڅو ورځو د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې وه خو بیا د دواړو خواو ترمنځ د مذاکراتو نه وروسته پوله خلاصه کړې شوې وه.

د اکتوبر په مياشت کې د کندهارد سپين بولدګ او چمن ترمنځ په پوله پرتوکلي شېخ لعل محمد او نوي کلي د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د ډزو تبادله شوې او يوه ښځه پکې ژوبل شوي او د دغه پېښې سره بيا د څو ساعتونو دپاره د چمن پوله تړل شوې وه.

تير کال طالبانو د چمن او سپين بولدک پوله د يوې مياشتې دپاره تړلې وه طالبانو ويلي وو په دروازه د افغانانو سره د پاکستاني ځواکونو سلوک مناسب نه دی.

بيا د روان کال جولايۍ په مياشت د پاکستاني سوداګرو يو پلاوی کابل ته تللی د سوداګرو او طالب چارواکو سره د سوداګرۍ په پراختیا، ټرانزټ، په پوله د موجودو ستونزو په حل، ويزو په اسانتيا او پوله د تګ راتګ په مهال د افغان مسافرو د ستونزو ترڅنګ په نورو اړوند موضوعاتو خبرې کړې وې.

هغه وخت د پاکستان او افغانستان د سوداګرو د ګډ چېمبر مشر خان جان الکوزي وي او اې ډیوه ته ويلي وو، په تيرو 20 کلونو کې د افغانستان او پاکستان تجارت او ټرانزټ د سياست ښکار پاتې شوی او اغېزمن شوی، هر وخت صادراتو ته دروازې بندېدې.

هغه ويلي وو، " مونږ د پاکستان سره د درې اربه ډالرو تجارت لرلو هغه اوس 800 ملینه ډالرو ته راټيټ شو، په کراچۍ به زمونږ د زرونو په شمېره کې کنټېنرې راتلې اوس هغه سوونو ته راکمې شوې، نو د پاکستان سره د افغانستان تجارت کم شوی دی او پاکستان هم په دې پوهيږي چې که سهولتونه را نه ولي، تجارت يې نه ښه کيږي".

د افغانستان او پاکستان سوداګرو وخت په وخت ويلي، په پوله د شخړو او دواړو هېوادونو د سياست له امله تل تجارتي هلې ځلې اغېزمنې شوي او تاوان يې د سوداګرو سره د دواړو هېوادونو اقتصاد ته اوښتی دی او عام خلک ترې هم اغېزمن شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG