لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه:دنړۍ اته اربه ابادۍ کې د پاکستان ابادي هر کال 1.9 فیصدي زیاتېږي


ملګري ملتونه وايي، یوازې په تېرو یوولسو کالو کې د نړۍ ابادي د اوو اربو څخه اتوؤ اربو ته رسېدلې ده او په داسې حال کې د پاکستان په ابادۍ کې هر کال د 1.9 فیصدي زیاتوالی لیدل کیږي-

د څیړونکو وینا ده چې د تیرو 10 او 15 کلونو راهسې په پاکستان کې د ابادۍ زیاتوالی او د وسايلو او ابادۍ تر منیځ دتوپیر لوري ته پام نه دی راګرځول شوی هم ددې له امله ماشومان د خوراک،تعلیم او صحت د اسانتیاو د کمي سره مخ دي چې د حکومت لویه ناکامي ده-

دملګرو ملتونو د پاپولیشن یا ابادۍ د فنډ لخوا دخپرو شوو معلوماتو ترمخه، په2011 کال کې د نړۍ ابادي7 اربه وه، چې په2022م کال کې8 اربو ته رسېدلې ده، چې ددې ابادۍ نیمایي برخه د اسیا ده.

دملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټریس پخپل بیان کې ویلي د نړۍ ابادي 8ؤ اربو ته رسیدل "د تنوع او پرمختګونو لمانځلو سره پر سیارې د انسانیت ګډ مسولیت هم په پام کې د نیولو یو فرصت دی"

دملګرو ملتونو دشمیرو ترمخه د پاکستان ابادي په کلنۍ کچه 1.9 فیصده وده کوي، چې په2022م کال کې د نړۍ د کلنۍ0.8 فیصدي څخه دوه چنده نه هم زیات ده.

د ملګرو ملتونو تر مخه پاکستان په هغو اتوؤ هیوادونو کې شامل دی چې 2050م کال پورې به د نړۍ نیمایي ابادي ولري. په دې کې مصر، ایتوپیا، هند، نایجیریا، فلپاین او تنزانیا شامل دي.

د پاکستان دقامي ابادۍ بیانیه ده چې دحقونو، مسؤلیتونو او توازن د دریوؤ تړلو اصولو پر بنیاد یې د هیواد لپاره مناسبه لار ټاکلې ده.

البته په پاکستان کې د پاپولیشن کونسل مشره زیبا ستار وی او ای ډیوه سره خبرو کې وایي، د تیرو 10 لسو او15 پنځلس کلونو راهسې په ابادۍ دقابو موندلو اړخ ته پام نه دی راګرځول شوی-

هغه وایي د تیرو کلونو د شمیرو د نتیجو وروسته ګڼل کیده چې په سیاسې او ټولنیزه کچه به څه غږ راپورته شي چې د زیاتیدونکې ابادې د شمیرو به د خلکو پر ژوند او د هیواد پر اقتصاد څه اغیز وي؟ "خو مونږ ولیدل چې یوازي پر سیاسې چوکیو او حلقه بندیو خبرې کیږي چې د حکومت د منصوبه بندۍ یوه لویه ناکامي ده"

څیړونکې دا هم وایي هغه ټولنې چې خپلو خلکو ته مساوي حقونه ورکوي د سوکالۍ، پرمختګ او سولې په لاره کې مخ په وړاندې وي.

خو د پاکستان د زیاتیدونکې ابادۍ له امله ټولنیزه اواقتصادي نابرابري د هیواد په ټولو برخو کې شتون لري، حتی روغتیایي اسانتیاو ته لاسرسی، حقونه، د ژوند کیفیت د هر فرد یا هرې ډلې لپاره توپیر لري.

سوشیالوجست یا ټولنپوهه محمد سید شاه وي او اې ییوه ته واېي"که چرې مونږ ابادي کنټرول نه کړو او دې اړخ ته مخلصانه سوچ ونه کړو نو دا زمونږ اقتصاد اغیزمن کولی شی او مونږ خپلو ماشومانو ته هم ښه تربیت، تعلیم او روزګار نه شو ورکولی"

هغه زیاتوي د ابادۍ د شمیر تر څنګ مونږ باید د شواهدو پر بنیاد پریکړې وکړو، چې خلکو ته مساوي حقونه او فرصتونه ورکړل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG