لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوداګر وايي د چمن د پولې بندېدو له امله ورته د کروړونو روپو تاوان اوړي


د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چمن پوله چې د 13 نومبر نه بنده پرته ده سوداګر وايي د پولې بندېدو تر ټولو ډېر تاوان دوی ته او افغانستان ته اوړي.

د چمن د پولې بندېدو له امله په ګڼ شمېر کې په پوله سوداګريز ګاډي ولاړ پاتې دي.

د پاکستان او افغانستان د ګډې سوداګريزي او پانګونې خونې مرستيال مشر عبدالغني اڅکزي په خبره د پولې بندېدو له امله چې تجارت ودرېدلې دواړو ملکونو د ګمرکاتو په مد کې د کروړونو روپو د محصولاتو څخه محرومه پاتې کيږي.

وي او اې ډیوه ته نوموړي ويلي، دغه رنګ په کنټېنرانو د ډېمبرج پېسې جوړیږي چې تاوان يې سوداګرو ته اوړي. هغه زياته کړې د پاکستان د لورې نه افغانستان ته تلونکې ډکې کنټېنرې او د افغانستان نه راتلونکې تشې او ډکې کنټېنرې ايسارې پاتې دي.

هغه ويلي د ورځې په د لسو نه تر 15 کروړه روپۍ ضايع کيږي چې په خزانه کې به جمع کېدې د انارو، کويلې او نورو مدونو کې، دا پېسې ودرېدې.

د چمن په پوله په 13 نومبر يو تن د افغانستان د لورې نه په پاکستاني ځواکونو ډزې کړې چې پکې يو د ملېشې [اېف سي] ځواک عسکر وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي وو.

پاکستان د پېښې وروسته پوله تړلې او د دغه تن حواله کولو غوښتنه یې کړې وه.

په 15 نومبر بيا په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي، په سپين بولدک نامعلومه کس په پاکستاني امنيتي کسانو ډزې کړې، د طالبانو حکومت پرې خواشيني څرګنده کړې او ویلي يې وو چې د پېښې د څيړلو او ککړو د پېدا کولو دپاره يې يوه کميټي جوړه کړې او پلټنې يې پېل کړي دي.

د طالبانو حکومت ويلي هڅه کوي چې په راتلونکې کې دغه ډول پېښو مخنيوی وشي.

خو پاکستاني چارواکو ويلي وو تر هغې به پوله تړلې وي څو پورې چې ډزې کوونکی تن ورته نه وي حواله کړی شوی.

په پوله د بندېز له امله د پولې پورې او راپورې غاړې ته په زرګونو کسان ګېر پاتې شوي که څه هم وروسته پېدل تلونکو کسانو ته د ورځې په سر څو ساعته وخت ورکړی شوی وو.

خو د ډيوه خبريال نعمت الله سرحدي وايي، اوس هم د سوونو په شمېره کې د پولې دواړو غاړو ته خلک د شنه اسمان لاندې د پولې پرانستو په تمه ناست دي.

د پاکستان د مرکزي سوداګريزې خونې پخواني مشر دارو خان اڅکزي وي او اې ډيوه ته ویلي، د چمن په پوله به د 400 پورې ګاډو د سوداګرۍ سامانونه وړه راوړه او د 150 پورې ټرانزټي ګاډي دا د 500 پورې ګاډي به تله راتله خو چې اودرېده د ورځې په سر یې د 20 لکه روپو پورې تاوان يواځې ټرانسپورټرانو ته اوړي.

سوداګر وايي، تر ټولو زيات تاوان دوی ته اوړي ګاډي يې د سامانونو ډک دي او ډېر سامانونه پکې خرابيږي.

په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د چمن پوله په شپږم ځل بنده شوې ده.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چمن او تورخم پولې د اوږدې مودې راهسې وخت په وخت تړل شوي دي.

د سوداګرو په وينا د مخکې نه د دواړو هېوادونو د سياسي اختلافانو له امله تجارت اغېزمن شوی تاجرانو وخت په وخت ويلي چې تجارت دې بايد د سياست څخه لرې وساتل شي ځکه نه يواځې سوداګرو بلکې د دواړو هېوادونو اقتصاد ته يې تاوان اوړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG