د پاکستان د سيند صوبې په سېهون سيمه کې د مسافرو ډک بس د سړک نه لاندې کندې ته غورځېدلی چې پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه 20 کسان مړه شوي او 13 نور ژوبل شوي دي.
د سېهون ضلعې مرستيال کمشنر فريدالدين مطبوعاتو سره په خبرو کې تاييد کړې چې په پېښه کې 20 تنه مړه شوي او په ژوبلو 13 کې د دوو روغتيايي حالت هم ښه نه دی.
په پېښه کې ژوبل شوي او مړي د جامشورو عبدالله شاه روغتون ته وړل شوي دي.
د ځايي ميډيا ترمخه په مړه شوو کې اته ښځې، شپږ جينکۍ او شپږ هلکان شامل دي ويل شوي دغه ګاډی چې زياتره پکې د يوې کورنۍ خلک سواره وو د لعل شهباز مزار ته روان وو.
د پاکستان په سيند صوبه کې د وروستيو بارانونو او راغلو سېلابونو له امله سړکونه هم اغېزمن شوي دي.
د دې تازه پېښې په اړه په سمدستي ډول چارواکو نه دي ویلي چې د ګاډي غورځېدو علت څه دی.
د سيند وزیراعلا مراد علي شاه د امدادي کارونو سره د ژوبلو په ښه ډول درمنلې لارښوونه کړې ده.
په پاکستان کې وخت په وخت ټريفکي پېښې کيږي، چې پوليس يې علتونه د ډرايورانو غفلت، د حساب نه سېوا تېز رفتاري او د ټاکلي مقدار نه زیات وزن په ګاډي کې بار کول ښايي.
خو ځينې بيا وايي د سړکونو تنګوالی او خرابي او قانون نه عملي کول هم د پېښو سبب ګرځي.