واشنګټن ـــــ د پاکستان حکومت وایي له نړیوال اتفاق پرته به په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پیژني او خبرداری یې ورکړی چې د طالبانو په اړه د نړۍ صبر په ختمېدو دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بټو زرداري د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، حکومت یې په خپل ګاونډي هېواد کې د بشري ناورین په مخنیوي کې د مرستې لپاره د طالبانو له حکومت سره د نړیوالې همکارۍ د جاري ساتلو لپاره خپل وکالت روان ساتلی دی. بلاول وویل:
"تر کومه ځایه چې د دوی [طالبانو] د حکومت په رسميت پیژندلو خبره ده، پاکستان نه غواړي یواځې دا ګام واخلي بلکې له نړیوال اتفاق سره سم به دا لاره خپلوي."
بلاول بټو زرداري د طالبانو له حکومته وغوښتل د افغانانو په ګډون دې له نړۍ سره خپلې کړې ژمنې پوره کړي چې د نړیوالې ترهګرۍ په ضد به مبارزه کوي او د ښځو د تعلیم په ګډون به د ټولو افغانانو بشري حقونو ته درناوی لري.
بلاول وایي که طالبان دا کار وکړي نو دا به پاکستان هم په "ښه پوزیشن" کې وساتي چې د افغانستان د خلکو ملاتړ او مرسته را خپل کړي:
"د [د طالبانو په اړه] د نړۍ زغم په ختمېدو دی، خو له دې چېلنجونو سره سره موږ غوښتنه او ټینګار کوو چې له [افغانستان سره] دې اړیکو ته دوام ورکړل شي، موږ باید پخوانۍ تېروتنې تکرار نه کړو".
بلاول بټو په خبري غونډه کې د نړیوالو د هغې خبرې ملاتړ وکړ چې د طالبانو له حکومته یې غوښتي د هغو نړیوالو ترهګرو ډلو د مخنیوي په برخه کې دې "عملي پرمختګ وښيي" چې وایي پاکستان او نورو هیوادونو ته د افغانستان له خاورې خطر پېښوي.
که څه هم د پاکستان، چین او روس په ګډون ګڼ شمېر هېوادونو په کابل کې خپلې سفارتي چارې پیل کړې دي، خو تر اوسه د نړۍ د هیڅ هېواد حکومت هم د بشري حقونو د خوندیتوب او د ترهګرۍ د اندېښنو له کبله د طالبانو حکومت- چې په کابینه کې یې ټول نارینه دي- په رسمیت نه دی پېژندلی.
د طالبانو حکومت تر ډېره حده ښځې له عام ژونده ایستلې دي او تر شپږم ټولګي پورته نجونه یې سکولونو منع کړې دي، همدارنګه په عامو سرکاري دفترونو کې ښځینه کارکوونکو ته ویل شوي چې په کور کې پاته شي.
طالبانو افغانو ښځو ته امر کړی چې په عامو ځایونو کې خپل مخونه پټ وساتي او تر هغه وخته اوږده سفرونه ونه کړي چې د کورنۍ یو نارینه ورسره نه وي. په دې وروستیو کې طالبانو ښځې د نایانو له دوکانونو، سینګارځایونو، پارکونو او ورزشي کلبونو څخه هم منع کړې دي.
طالبانو پر ښځو د بندیزونو د لرې کولو او د دوی پر حکومتي تګلارو د افغانانو او د نړۍ نیوکې پرله پسې رد کړې دي او د هغوی غوښتنې یې نه دي منلې، ځکه ې وایي تګلارې یې له افغاني کلتور او اسلامي شریعت سره سمې دي.
طالبانو له 1996م تر 2001 کال پورې هم پر افغانستان واکمني کړې وه او هغه مهال یې هم د اسلامي شریعت خپله سخت دریځه اختلافي بڼه عملي کړې وه چې له کبله یې ښځې له عام ژوند او تعلیمه په بشپړه توګه منع کړې وې.
هغه مهال یواځې درې هېوادونه پاکستان، سعودي عرب او متحده عرب امارات وو چې د طالبانو حکومت یې د افغانستان د قانوني حکومت په توګه په رسمیت پېژندلي وو خو نورې نړۍ هغه وخت هم د دوی قانوني حیثیت نه وو منلی.
اسلام اباد شکایت کوي چې د تحریک طالبان پاکستان وسلوالو د طالبانو له بیرته واکمنېدو راهیسې له افغان خاورې په پاکستان کې بریدونه زیات کړي دي، چې وایي یواځې سږ کال شاوخوا 500 پاکستانیان د تشدد په پېښو کې وژل شوي دي چې اکثر یې امنیتي عسکر دي.
طالبانو د بلاول بټو زرداري تازه خبرو ته څه جواب نه دی ویلی، خو دا تورونه یې بیا- بیا رد کړي دي او وایي د پاکستاني طالبانو د ډلې په ګډون ټولو ترهګرو ډلو ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان او نورو هېوادونو خلاف استعمال کړي.