لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: پوځ په بلوچستان کې د دوو ترهګرو د وژلو دعوه کړې


Pakistan Security

د پاکستان پوځ ویلي، د بلوچستان صوبې په هوشاب سيمه کې يې د پټو معلوماتو په اساس عمليات کړي او دوه ترهګر يې وژلي دي.

پوځ پرون د جمعې په ورځ ناوخته ويلي، د بالور په علاقه کې دغه عملیات ترسره شوي او زياته کړې يې ده ترهګر په امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو بريدونو او په اېم 8 موټروی باندې د چاودېدونکو موادو اېښودو په پېښو کې ککړ وو.

د وژل شوو ترهګرو نور تفصيل نه دی ويل شوی.

پوځ ویلي امنيتي ځواکونو په دغه عملياتو کې هيلي کاپټر کارولی او د وژل شوو ترهګرو څخه يې وسله او ګوله بارود، او چاودېدونکي مواد ترلاسه کړي دي.

هوشاب کې دا عملیات او د دوه ترهګرو د وژلو دعوه په داسې حال کې شوې چې د تيرې مياشتې په وروستيو کې پوځ د بلوچستان په شاهرګ سيمه کې دوه پوځي عسکر وژل شوي وو.

د دغه پېښې په اړه پوځ ویلي وو چې په ډزو کې يې څلور ترهګر هم وژلي وو.

ياد پوځي عمليات په داسې وخت کې شوي وو چې بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې بي ايل اې له دغې څو ورځې وړاندې په ټولنيزو رسنيو يوه ويډيو خپره کړې په کوم کې چې يې دوه تنه ښکاره کړي او دعوه يې کړې وه چې نيول شوي دوه تنو کې يو عسکر او يو د پوځي استخباراتي ادارې "ايم ای" لپاره کار جاسوسي کونکی دی.

بي ايل اې نومې ډلې د پاکستان له پوځه غوښتي چې د نيول شوو دوو تنو په بدل، د بلوڅ نيول شوو فعالان ورخلاص کړي او د يوې اوونۍ وخت يې ورکړی وو.

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې وخت په وخت د دغه ډول عملياتو دعوې کيږي.

د بلوڅ سياسي ګوندونو او د لادرکه بلوڅانو لپاره ږغ پورته کونکي تنظيم وايس فار بلوچ ميسنګ پرسنز تنظيم زياتره وخت پر داسې پوځي عملياتو نيوکې کوي، او تور پورې کوي چې په داسې پېښو کې له اوله لادرکه کړل شوي بلوڅ فعالان وژل کېږي، خو حکومت او پوځي ادارې د دې تورونه ردوي او وژل شوي ترهګر بولي.

په اسلام اباد کې څيړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار پیس سټډیز PIPS په وروستيو کې ويلي، په افغانستان کې تېر کال د طالبانو په واک کې له راتلو وروسته د ترهګرۍ پېښې 51 فيصده سېوا شوي او د 15 اګست 2021 نه تر 14 اګست 2022 پورې په پاکستان کې 250 ترهګر بريدونه شوي 433 کسان پکې وژل شوي او 719 پکې ژوبل شوي وو او په دې موده کې د تير کال په مقابله کې د وژنو کچه هم 47 فيصده زياته شوې وه.

PIPS په خپل رپورټ کې ویلي وو، يوازې سږکال د اګست پورې د وسله والو تندلارو پرضد پوځي او امنيتي ادارو 52 عمليات کړي چې پکې 34 په خېبرپښتونخوا او 17 په بلوچستان کې ترسره شوي او په دغو عملياتو کې 164 وسله وال وژل شوي چې زياتره یې د تحريک طالبان او بيا د بلوڅ وسله والو ډلو وو.

ځانګړې ویډیوګانې

په زندان کې هنري زدکړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:13 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG