لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اقتصاد پوهان: پاکستان اوس هم د ديواليه کېدو د خطر سره مخ دی


اقتصاد پوهان وايي دا سياسي بيان دی چې حکومتي وزیرې ويلي د ملک د ديوالېه کېدو يا ډیفالټ کېدو خطره نشته. د اقتصاد د پوهانو په نظر د ملک د ديوالیه کېدو خطرې موجودې دي، ملک د زرمبادله ذخېرو سېوا کېدو، ډالرو راتلو او سياسي ثبات ته اړتيا لري ځکه چې اقتصادي ثبات د سياسي ثبات سره تړلی دی.

پرون د جمعې په ورځ [18 نومبر] د قومي اسمبلۍ په غونډه کې د خزانې وزيرمملکت عايشه غوث پاشا ويلي، د ملک د ديواليه کېدو هيڅ اندېښنه نشته او د پي ډي اېم حکومت د ملکي اقتصاد ښه کولو دپاره ګامونه پورته کړي دي.

د څيړونکو په نظر د ديواليه کېدو خطرې

اقتصاد پوهه قېصر بنګالي وايي "د ملک د ديواليه کېدو اشارې د 70 فيصده پورې ښودل کيږي"، خو نوموړی وايي "که دغه شمېرې په ځای پرېښودل شي هم، نو ډالر د روپۍ په مقابله کې په بره روان دی او د بهر نه خلکو پېسې رالېږل کم کړي دي".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "څو پورې چې د بهر نه راغوښتونکي غټ څيزونه او تجارتي خساره کمه شوي نه وي زه نه ګڼم چې مارکيټ به ښه شي ځکه چې مونږ د پخوانيو قرضونو واپس کولواو د تجارتي خسارې پوره کولو دپاره نوې قرضې اخلو".

بنګالي زياته کړه "کله چې د 100 ډالرو مال بهر لېږو او د بهر نه د 125 ډالرو څيزونه راغوښتل کيږي نو خساره او قرضې به سېوا کيږی څو پورې چې تجارتي خساره نه وي راکمه کړی شوې دا بيا تشې دعوې دي" چې د ديواليه کېدو خطره نشته.

د اسلام اباد په نړیوال اسلامک پوهنتون کې د اقتصاد استاز ډاکټر معراج الحق وايي، څنګه چې حکومت وايي دا وخت د ديواليه کېدو خطره نشته خو که د ملک اقتصادي ډهانچه چې څنګه روانه ده او په دې ډول روانه وي، نو دا خطره به د همېش دپاره وي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي هم د تجارتي خسارې يادګېرنه وکړه چې دا مستقله خطره ده او زیاته يې کړه "ايي اېم اېف او ځينې نړیوالو ملکونو او مالي ادارو پاکستان سره د مالي مرستو ويلي د هغې سره دا وخت د دیواليه کېدو خطره ختمه شوه خو که معاشي ډهانچه ښه نه شوه، مالياتي او کرنټ اکاونټ خساره سېوا کيږي، د زر مبادله ذخيره کې اضافه نه کيږي نو دا خطره به وي".

او د اسيايي پرمختيايي بېنک سره کار کوونکی ډاکټر غلام صمد وايي، "د پاکستان د دیواليه کېدو ځواب په هو او نه کې نه شي ويل کېدی"، خو وايي "د ديواليه کېدو سرې بتۍ بلي شوي دي".

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، "په پاکستان کې بهرني او ځايي پانګه وال د غېريقيني حالاتو ښکار دي، نړيوالو رېټنګ ايجنسيانو د پاکستان کرېډټ رېټنګ راکم کړی دی دا دوېمه اشاره ده چې حالات سم طرفته نه دي روان، د توانايۍ تجارتي خساره تل سېوا کيږي، د زر مبادله ذخيره ښه نه ده، دا د ديواليه کېدو پله ښکاره اشارې دي".

ملک ديواليه کېدل څه وي؟

قېصر بنګالي وايي، "چې زه ستا نه قرض واخلم او واپس کولی يې نه شم نو په تکنیکي توګه د دې مطلب دا شو چې ديواليه شوم او يا به د دغې قرضې دپاره نوره قرضه اخلم چې واپس يې کړم، نو پاکستان د تيرو څلورو پينځه و کلونو راهسې ديواليه شوی دی ځکه چې نوره قرضه ورته نه مېلاويږي نو زړې قرضې نه شي واپس کولی".

او معراج الحق وايي، "اکثره ملک په خپله خپل ديواليه کېدل اعلانوي ځکه چې د بهرنيو قرضو او نورو پېسو بيرته ورکولو جوګه نه شي پاتې، او بيا چې ديواله شي د نړۍ سره يې ټرانزېکشن، ورکړې راکړې او تجارتي اړيکې په ټپه ودريږي او دغه شان اثر په ملک کې دننه هم وشي".

د پاکستان اقتصاد به څنګه ښه کيږي؟

ډاکټر غلام صمد وايي "د اقتصاد ښه کېدل امکان لري په نړۍ کې کمزوري هېوادونه ښه اقتصادي قوتونه جوړ شوي دي، د هغې دپاره بهر ته سوداګري او کاروبار سېوا کول پکار دي ځکه چې د دې سره ملک ته د بهر نه زرمبادله راځي".

نوموړی وايي "مثال يې وېتنام او بنګله دېش اخستل پکار دي، د کاروبار دپاره د لسو کالو پاليسي جوړول پکار دي د ټېکسونو يا ماليې دپاره اصلاحات پکار دي خرچه سېوا ده او ټېکس او امدن کم دی".

قېصر بنګالي او معراج الحق دواړه په یوه خله وايي، "د بهر نه د څيزونو راغوښتل او 25 فيصده خساره دې راکمه کړی شي، کنه دا د ديواليه کېدو خطره به وي". دوی وايي بله مهمه خبره دا ده چې څو پورې چې په ملک کې سياسي ثبات نه وي راغلی اقتصادي ثبات نه شي راتلی".

او ښاغلی معراج الحق وايي، "د سياسي بې ثباتۍ په مهال نه خو کوم بل ملک لوظنامې کوي نه ورسره کاروبار او ورکړه راکړه کوي او نه په ملک کې دننه څوک پانګونونو ته زړه ښه کوي".

هغه وويل دا وخت په پاکستان کې د سياسي بې ثباتۍ څرګندونه د ونډو د بازارڅخه کيږي، او چې داسې حالات روان وي بیا ايي اېم اېف هم د ملک په ټولو حالاتو نظر ساتي او لوظنامې يې مشکوکې کيږي.

غلام صمد د سياسي بې ثباتۍ په اړه وايي، "د مثال په توګه چې يوه پېښه وشي هغه خو وشي خو بله خطرناکه خبره دا وي چې پېښه څه وخت هم کېدی شي، نو دغه شان حال د پاکستان د اقتصاد دی دلته څوک پانګونو ته تيار نه دي غېر يقيني حالات دي ځکه چې دلته د حالاتو او پاليسیانو هيڅ درک نه کيږي، دلته احتجاجونه او لاریونونه په سړکونو کيږي د هغې سره کاروبار او کارخانې ټولې اقتصادي هلې ځلې په ټپه ودریږي". د اقتصادي ثبات دپاره دې په سیاسي ثبات کار وشي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG