لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلاول بوټو: د سیوا شوؤ بریدونو له امله د ټي ټي‌ پي په اړوند تګلارې ته بیا کتنه ضروري شوې ده


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وېلي په دې وروستیو کې د خېبرپښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې د ترهګرۍ د مخ په سېوا کيدونکو پېښو په ترڅ کې اړينه شوې ده چې پاکستان د لا قانونه وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان پرضد خپلې تګلارې ته بيا کتنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د خېبرپښتونخوا څخه تر بلوچستان پورې دترهګرۍ پېښو کې اضافه لیدل شوې او د امنیتي چارو کارپوهان وايي باید چې د تحريک طالبان پاکستان سره نورې خبرې ونه کړې شي او د ټي ټي پي په ګډون د ټولو ترهګرو ډلو خلاف کوټلي عسکري عملیات پېل کړی شي.

د امنیتي چارو څېړنکار ليفټننټ جنرال ر طلعت مسعود د تحريک طالبان پاکستان خلاف حکمت عملۍ ته د بيا کتنې په اړه د بلاول بوټو زرداري په بېان خپله تجزیه کې وايي رياست له پکار ده چې ترهګر ډلو او په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان ته په واضحه ټکو کې ووايي چي ستاسو تګلارې او غوښتنې نورې د منلو او زغملو وړ نه دي.

ډيوه سره خبرو کې ښاغلي طلعت مسعود وویل د وړاندې څخه رياستي ادارو او حکومت دا هڅه کوله چې د تحريک طالبان پاکستان سره به د مذاکراتو د لارې امن راولي خو ټي ټي پي د حکومت دا هڅې او خواهش د رياست کمزوري وګڼله.

هغه وايي دده په اند سل په سله پکارده چې د ترهګرو او په خصوصي توګه د تحريک طالبان پاکستان خلاف پوځي عملیات پېل کړی شي ولې چې د مذاکراتو کومې مثبتې نتيجې مخې ته رانغلې.

نوموړي زياته کړه د تحريک طالبان پاکستان خلاف جنګ پېلول او بيا ددغه جنګ ملکيېت په غاړه اخستل هم ضروري ده او ټولو سياسي ګوندونو او حکومت ذمه واري جوړيږي چې په سياسي مېدان کې بيا ددغه احتمالي جنګ تر شا کلک ولاړ پاتې شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري تېره ورځ اسلام اباد کې خبري غونډې ته د وېنا په مهال په خپل حکومت غږ کړی و چې د لا قانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان د بريدونو د مخنیوي په اړه خپلې تګلارې ېا حکمت عملۍ ته بيا کتنه وکړي.

دا بیان په داسې حال کې مخې ته راغلې چې پدې وروستیو کې د تحريک طالبان پاکستان او حکومت ترمنځ مذاکرات په ټپه دريدلي دي او تحریک طالبان پاکستان د روانې نومبر مياشتې د لومړې نېټې څخه تر 15 مې نېټې پورې 26 حملو کې 105 پوليس اهلکار وژلي دي.

څېړونکي دا هم وایي د رياست ذمه واري ده چې د تحريک طالبان پاکستان سره نورې خبرې ونه کړي او د طالبانو خلاف په خېبر پښتونخوا کې د اولسي پاڅون تر شا ودرېږي.

خو په عین حال کې تحریک طالبان پاکستان سره افغانستان کې دپاکستان د ریاست له لوري دکیدونکو خبرو اترو دپلاوي مشري کوونکي دخیبر پښتونخوا حکومت ویاند بیرسټر سیف تېره ورځ پخپله یوه مرکه کې هیله ښودلې ده چې د روانې میاشتې په پائ کې به یو ځل بیا ټي پي پي سره دمذاکراتو بل پړاؤ پیل کړل شي.

ښاغلی طلعت مسعود وايي ټي ټي پي د پاکستان خلاف د افغانستان خاوره کاروي او باید چې د پاکستان حکومت افغان طالبانو ته په سختۍ سره ووايي چې په خپله خاوره د تحريک طالبان پاکستان پټې ځالې ختمې کړي او دغه ډله د هېواده وباسي.

په اسلام اباد کې د ترهګرۍ په فعالېتونو دنظر لرونکې څېړنيزې ادارې فاټا ريسرچ سنټر مشر او څېړنکار منصور خان مسيد ډيوه سره خبرو کې ویلي د تحريک طالبان پاکستان او د حکومت ترمنځ مذاکراتو کومې غورې پاېلې نه دي ورکړي او په سيمه کې په پرله پسې توګه حملې زیاتې شوي دي او د نوموړي په قول دا ښايي چې د طالبانو سره د پاکستان د حکومت د امن دخبرو حکمت عملي ناکامه شوې ده.

نوموړی وايي اوس به د حکومت هم پته لګي چې دوي کوم ډول نظر ثاني غواړي او په دې اړه څنګه تجاويز لري.

ښاغلي مسید وویل مخکې د پاکستان د حکومت شرطونه تحريک طالبان پاکستان نه منل او د ټي ټي پي شرطونه حکومت نه منل. او دا اوس په حکومت اړه لري چې د دوي سره کومه تګلاره ده.

په اسلام اباد کې خپلواکه څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ اف پيس سټډيز په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې تېر کال اګست کې په افغانستان د طالبانو د واکمنۍ راپدیخوا پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې 51 فیصدي اضافه راغلې ده.

د رپورټ ترمخه د کال 2021م د اګست د 15 مې نه تر کال 2022 د اګست د 14 مې پورې په پاکستان کې 250 ترهګريز بريدونه شوي چې په کې 433 کسان وژل شوي دي، په دې کې امنیتي سرتېري هم شامل دي او په دې موده کې د تېر کال په پرتله د وژنو په کچه کې هم 47 فيصدى اضافه شوې ده.

د امنیتي چارو يو بل کارپوهه بريګيډير( ر ) سيد نذير ډيوه ته وايي پښتونخوا او پخوانۍ فاټا کې کې ولسونه پاڅېدلي دترهګرو پرضد مظاهرې کوي او امن غواړي خو نوموړی وايي دا اوس د رياست خوښه ده چې امن په کومه طريقه راولي.

ښاغلی سيد نذیر وايي ایا حکمت عملي دا پکار ده چې د افغان طالبانو حکومت ته وویلی شي چې ددغه خلکو سره مونږ نېغ په نېغه خبرې نه کوو او خبرې به د هغوي په ذريعه کېږي

وايي دوېمه خبره په کې دا جوړېږي چې ایا اول اعتماد سازي کول غواړي او يو بل مسول ګرځوي نو د هغې لپاره باید داسې ډز بندي وشي چې عمل پرې کېږي او دريم دا چې ددې کشالې ټول فريقین په باور کې واخستل شي.

دی وايي پاکستان د تحريک طالبان پاکستان ضد د جنګ حکمت عملي هم وه ازمایله او د خبرو تګلاره یې هم استمال کړه خو بيا هم امن پر ځاي نه شو.

په دې وروستيو دوو ورځو کې د خېبر پښتونخوا په لکي مروت، باجوړ او ټانک کې دوو ترهګریزو حملو او بمي چاودنه کې د شپږو پوليس عسکرو په شمول د ايف سي دوه سرتيري وژل شوي دي او ددې حملو پړه هم تحریک طالبان پاکستان په خپله غاړه اخیستې ده.

د پاکستان حکومت تېر کال د اکتوبر په میاشت کې د تحريک طالبان پاکستان سره مذاکرات پېل کړي او په دې لړ کې د پاکستان څخه تللې جرګې هم په کابل کې د پاکستاني طالبانو د مشرانو خبرې کړې وې خو ددغو خبرو کومې مثبتې پایلې نه دي راغلې.

دپاکستان اؤ ټي ټي پي ترمنځ د ډز بندې باوجود د تېر ستمبر مياشتې راهيسې تحريک طالبان پاکستان د حملو ذمه وارۍ پغاړه اخستل پېل کړې دي.

د تېر اګست په میاشت کې د خېبرپښتونخوا په سوات او نورو سيمو کې د طالبانو د ښکاره کيدو او د ناامنۍ د پېښو کيدو وروسته د سوات نه تر وزيرستانه او د صوبې په بېلابېلو برخو کې د بدامنۍ ضد او دامن په حق کې درنې اولسي مظاهرې شوي چې لا دوام لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG