لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مذاکرات کامیاب،دچمن پوله سبا پرانستل کیږي


دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ دچمن په پوله د رامنځته شوي کړکیچ نه وروسته نن د یکشنبې په ورځ د دواړو هیوادونو دچارواکو ترمنځ شوي مذاکرات کامیاب شوي اؤ دسبا (دوشنبې) ورځې نه دپولې په پرانستو پرېکړه شوې ده.

دچمن ضلعې مرستیال کمشنر عبدالحمید زهري نن داتوار په ورځ خبري رسنیو ته په لیږلي خپل یو پیغام کې ویلي چې دپاکستان حکومت افغان طالبانو سره دچمن پولې دصورتحال په اړه نن په پرله پسې په دویمه ورځ هم مذاکرات کړي اؤ دې مذاکراتو کې دواړه خواوې سلا شوي چې سبا (دوشنبه) به پوله یو وارې بیا پرانستل شي.

هغه ویلي پوله به دسبا څخه دهر رقم تجارتي ګاډو اؤ پیاده خلکو پرمخ خلاصه شي.

دچمن پوله د روانې میاشتې په 13مه نېټه وروسته له هغې تړل شوې وه چې دافغانستان دخاورې نه یو وسله وال تن په پوله ولاړ پاکستاني ساتونکو باندې ډزې وکړې .

په دغو ډزو کې دپاکستان دسرحد ساتونکې ملیشه ځواکونو یو عسکر وژل شوی اؤ دوه نور ژوبل شوي وؤ اؤ له دغې پېښې وروسته بیا په پوله د دواړو خواؤ دسرحد ساتونکو ځواکونو ترمنځ نښتې هم شوې وې.

پاکستان دباب دوستي دروازې له تړل کیدو وروسته ویلي وؤ ترهغې به دروازه نه خلاصوي ترڅو چې ورته افغانستان دې برید کې ککړ تن سپارلی نه وي ، خو دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وؤ چې هغوئ ددې پېښې دڅېړلو لپاره یو لوړ رتبه پلاوی ټاکلی دی اؤ هڅه به یې وي چې بیا په ګډه پوله داسې ناوړه پېښه رامنڅته نه شي.

دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ دشخړې هوارولو لپاره کارکوونکي یو مخکښ قاري اسلم علم یار چې د دواړو هیوادونو ترمنڅ دپولې پرانستو په غرض ترسره شوؤ خبرو کې شریک و، وي او ای ډيوه ته یې ویلي د دواړو هیوادونو چارواکو په پوله دشخړو هوارولو لپاره خپلو کې پرله پسې مذاکرات کړي دي اؤ دپولې پرانستلو پرېکړه دپاکستان له لوري شوې ده.

هغه وایي" پرون هم ښه کامیاب مذاکرات وشول اؤ نن هم وشول اؤ نن دواړه خواوې په دې سلاشوې چې سبا ددوشنبې دسهار اتوؤ بجو نه به دباب دوستي دروازه دهر رقم تګ راتګ اؤ تجارت لپاره پرانستل شي"

د دوشنبې د ورځې نه دچمن پولې دخلاصیدو په اړه دافغانستان دسپین بولدک ولسوالۍ دامنیت دامر لخوا رسنیو ته په لیږلي یو بیان کې هم پخلی شوی دی .

په دغه بیان کې ویل‌ شوي چې دافغان طالبانو دحکومت لخوا جوړې کړل شوې کمیټۍ پاکستاني چارواکو سره دپولې خلاصیدو په اړه خبرې اترې کړي اؤ دا خبرې ګټورې ثابت شوې دي.

خو دافغان طالبانو په بیان کې دا نه دي ویل شوي چې دپاکستان دغوښتنې په اساس به دتیر اتوار په ورځ په چمن پوله رامنځته شوې پېښه کې ککړ تن پاکستان ته سپاري اؤ که نه؟

پاکستاني چارواکو هم په دې اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي چې دبرید ګر پاکستان ته دسپارلو په اړه له خپلې غوښتنې تیر شوي که هغه برید ګر به ور سپارل کیږي او یا هم ورسپارل شوی دی که نه؟

خو تر دې وړاندې په ټولنیزو رسنیو دافغان طالب مشرانو له خولې دعوې مخې ته راغلې وې چې پېښه کې ککړ تن به دافغان طالبانو لخوا نیول کیږي اؤ هم دافغانستان دننه به محکمې ته وړاندې کړل کیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG