لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مسلم ليګ ن: په نواز شريف تورونه لګوونکی تن د ګوند وياند نه دی


په پاکستان کې حکومتي واکمنه ګوند مسلم ليګ ن ویلي، چې تسنيم حېدر نومې تن په لندن کې د مسلم ليګ ن ګوند وياند نه دی او ګوند سره يې هيڅ تعلق نشته.

ياد تن پرون په لندن کې پاکستانۍ میډیا سره په خبرو کې دعوه کړې چې د مسلم ليګ ن ګوند مشر نوازشريف په صحافي ارشد شریف او عمران خان باندې وژونکي بريد د سازش برخه وو.

د دغه تن خبرې په پاکستانۍ ميډيا او ټولنيزو رسنيو خپرې شوي چې پکې هغه وايي، د پينځه کالو نه په لندن کې د مسلم ليګ ن ګوند وياند دی او ويلي يې دي د مسلم ليګ ن ګوند د مشر نواز شريف سره په هغه ناسته کې شامل وو چې پکې نواز شريف ويلي وو چې ارشد شریف او عمران خان وژل دي.

د پاکستان مسلم لیګ ن ګوند سره تعلق لرونکې د اطلاعاتو وزیرې مريم اورنګزېب ویلي، تسنيم حېدر نومې تن په لندن کې د مسلم ليګ ن ګوند وياند نه دی او نه يې د ګوند سره څه تعلق شته.

پاکستان تحریک انصاف ګوند ويلي، سپريم کورټ دې نواز شريف بيرته راولي او د دغو تورونو په اړه دې پرې د مقدمې چلولو حکم وکړي.

مریم اورنګزېب ويلي، که د تسنيم حېدر سره کوم ثبوت وي نو د ګډې پلټنيزې کمېټۍ په وړاندې دې کيږي څوک دې په زوره د ګوند د ترجمان جوړېدو کوشش نه کوي.

مسلم ليګ ن ګوند په يو بل ټویټ کې ويلي، اې ار وايي ټي وي ته چېلنج دی چې دغه خبر په برتانيه کې وچلوي، په دروغو او جعلي خبرونو د ارشد شریف د اصل قاتلانو څخه پام اړول کيږي.

پاکستانی خبريال ارشد شريف په 23 اکتوبر په کینيا کې د نیروبي سره نزدې په يوه پېښه کې وژل شوی او د کينيا پولیسو د ارشد شريف د وژنې د پېښې په اړه خپره کړې خپله لومړۍ خبر پاڼه کې ويلي وو پولیسو د غلط شناخت له کبله په هغه موټر ډزې وکړې چې ارشد شریف پکې سپور وو.

د پاکستان حکومت د ارشد شريف د وژنې د پلټنو دپاره يې د عدالتي کمېشن جوړولو پرېکړه کړې ده.

په 27 اکتوبر د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل بابر افتخار ويلي وو، "د ارشد شريف د پېښې په تړاو د ARY د مشر سلمان اقبال نوم بيا بيا اخستل کيږي ځکه هغه دې پاکستان ته راوستل شي او په پلټنو کې دې شامل کړی شي، د ارشد شريف د وژنې د پېښې وروسته په ټولنیزو رسنيو په پوځ پوښتنې راولاړې شوي د دې وژنې د پېښې نه څوک ګټې پورته کوي؟ دا کتل ډېر ضروري دي".

خو د شخصي ټيلي ويژن چېنل ARY مشر سلمان اقبال بيا ويلي وو، د ارشد شريف د وژنې سره يې هیڅ تعلق نشته او په ځان لګېدلي تورونه يې رد کړي وو او د يادې پېښې د ملګرو ملتونو د لارې د پلټنو غوښتنه یې کړې ده.

عمران خان په [درېم نومبر] د پنجاب صوبې په وزيراباد سيمه کې د تحریک انصاف په لانګ مارچ ډزو کې د څو نورو کسانو ژوبل شوی، او هغه بيا د ډزو تور "په وزیراعظم شهباز شریف، د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله او پوځ په يو لوړ پوړي افسرمېجر جنرل فېصل نصیر لګولی"، خو پوځ او حکومت د عمران خان دغه تور په کلکه رد کړی وو.

خو ياده مقدمه بيا د سپريم کورټ د حکومت وروسته په اووم نومبر د نويد نومې تن پرضد درج شوې چا چې ډزې کړې وې او پوليسو د موقعې نه ګرفتار کړی وو.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG