لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د "ګوادر ته حق ورکړئ" پرلت مشران وايي د غوښتنو منلو پورې به ناست وي


د بلوچستان په ګوادر ښار کې له تيرو 25 ورځو څخه و "ګوادر ته حق ورکړئ" تحريک تر نظارت لاندې احتجاجي پرلت روان دی. د جماعت اسلامي ګوند صوبايي جنرل سيکرټري مولانا هدايت الرحمن په مشرۍ کې روان دې احتجاجي پرلت کې په لسګونو خلک ګډون کوي.

د هدايت الرحمان په خبره اوله غوښتنه يې د لادرکه بلوڅانو موندنه، د ګوادر د سمندر په اوبو کې د ماهيانو يا کبانو غير قانوني ښکار بندول، له ايران سره پر پوله کاروبار کې اسانتياوې پيدا کول، په ګوادر ښار او په اباديو کې د امنيتي عسکرو موجوده څوکۍ يا پوستي ايستل شامله دي.

" حکومت دا ټولې غوښتنې جايز بللې او راسره منلې يې وې خو له 11 مياشتو تېرېدو پس هم حکومت خپلې ژمنې نه دي عملي کړي".

د بلوچستان د وزير اعلا د کورنيو چارو سلاکارمير ضيا لانګو څخه مو د ټيلي فون او وټس اېپ له لارې د احتجاج کونکو د غوښتنو په اړه پوښتنې وکړې خو د رپورټ د جوړولو تر وخته يې ځواب ونه وايه.

خو تر دې وړاندې د ګوادر ځايي خلګو د مولانا هدايت الرحمن په مشرۍ کې د 2021م کال له 15م نومبر څخه تر 16م دسمبر پورې په ګوادر ښار کې پرلت وهلی و او له مرکزي او ايالتي حکومت څخه يې ټولي 19 غوښتنې کړې وې.

کوم چې بيا د دسمبر پر 16مه د بلوچستان وزير د اعلا وزير مير عبدالقدوس بزنجو ورسره منلې وې او معاهده يې ورسره وکړه او دا احتجاج له ليکل شوې معاهدي پس پای ته رسېدلی وو..

روان کال د نومبر پر 16مه په يوه سرکاري خبر کې ليکل شوي وو چې يو چاته هم په ناقانونه توګه د ګوادر په اوبو کې د ښکار کولو اجازه نه ورکوي، خبر زيات کړې چې د ماهيانو د محکمې ( فيشريز ډپارټمنټ) په غوښتنه د ګوادر په جيونې سېمه کې يو غير قانوني ټرالر يا لويه ښکاري کيښتۍ نيول شوې چې پکې 17 ښکار کونکي هم ګرفتاره شوي دي.

بلي لوري ته د بلوچستان حکومت دا اعلان هم کړی چې د ګوادر و ځايي ماهي نيونکو ته يې د د ځانګړيو مزدورانودرجه ورکړي چې له کبله به يې ماهي نيونکو ته زيات قانوني و سهولتونه برابر کړل شي.

خو د پرلت مشري کونکی مولانا هدايت الرحمن د حکومت اخيستل شويو دې ګامونو څخه خوښه دی او وايي چې دا ځل يې غوښتنې عملي شوي نه وي تر هغو پوري به خپل پرلت ته دوام ورکوي.

ګوادرد د نړۍ د ژور او تودو اوبو ساحل لرونکی ښار دی، چې آبادي يې تر درې لکه پورې کڼل کېږي.

په کال 2015 کې د چين او پاکستان تر مينځ د “پاکستان چين اکنومک کوریډور “په نامه پېل شوې د اربونو روپو پروژې مرکز هم دا ښار دی.

د پاکستان او چين حکومتي چارواکو په وار وار ويلي دا پروژه به يواځې د ګوادر ښار او بلوچستان ايالت د ترقي او پرمختګ سبب نه ګرځي بلکې د دې له سببه به ټوله خطه په معاشي توګه پیاوړې شي او پر مختګ وکړي.

خو د ګوادر د خلګو په خبره د يادې پروژي له شروع کيدو سره هم د ګوادر او د بلوچستان د نورو سيمو ستونزې د ختميدو پر ځای لا هم ډيرې شوې دي.

دوی وايي ځکه له کلونو څخه د خپلو ستونزو د حل په موخه احتجاجونه او مظاهرې کوي خو څوک يې ستونزو حل کولو ته تيار نه دي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG