د فټ بال نړيوال فېډرېشن د ګل په ورځ ویلي، د فيفا د فشار له امله د يورپ د انګلېنډ، وېلس، بيلجيم، نېدرلېنډ، سويټزرلېنډ، جرمني او ډنمارک د لوبډلو مشران به د "ون لو" پټه به نه په لاسوي.
د رویټرز خبري ادارې ترمخه د بېلابيلو رنګونو پټه لاس ته په اچولو فيفا لومړی لوبغاړو ته د زيړ کارډ جاري کولو ویلي دي، ياده پټه د هم جنس پرستو سره د يو والي دپاره پېژندل کيږي.
ويل شوي د انګلېنډ د لوبډلې مشر هېري کېن هم د ايران سره د مقابلې په سيالۍ کې د پټې اچولو خواهش څرګند کړی وو.
فيفا د اتوار په ورځ په دوحه کې د انګلېنډ او ايران ترمنځ د سيالۍ پېل کېدو نه څو ساعته وړاندې په ګډه اعلاميه کې ويلي، فيفا په دغه اړوند واضحه دريځ لري چې که د لوبډلو مشرانو په مېدان کې پټې لاسونو ته واچولې نو بندېزونه به پرې ولګي.
فيفا ويلي، "د قومي فېډرېشن په حېث، مونږ لوبغاړي په داسې حالت کې نه شو اچولی چې بندېزونه پرې ولګي ځکه مو د لوبډلو مشرانو ته ویلي چې د فيفا نړيوال جام به سياليو کې دغه پټې نه په لاسوي".
د هم جنس پرستو [LGBT] استازیتوب کوونکو تنظيمونو په دغه اقدام سختې نیوکې کړي دي.
د انګلېنډ د [3لاين پرايډ] ګروپ پلويانو ويلي دا د خفګان وړ ده او د فيفا نړيوال کپ خاموشۍ مطلب دا دی چې د يورپي هېوادونو د لوبډلو مشرانو ته به د بشري حقونو د مسلو د راپورته کولو په هڅو به د زيړ کارډ سره مخامخ کيږي.
ياد ګروپ ويلي، فيفا د دوی بنيادي حقونه او د اظهار رای ازادي تروړي.
د انګلېنډ د فټ بال د پلويانو اتحاديې ویلي، دوی دغه کار د فيفا سپکاوي محسوسوي او ويلي يې دي د فيفا صدر ګياني انفنيټو په حواله هم جنس پرست او د فټ بال مينه وال په دغه اقدام د هغه نه خفه دي.
دغو قومونو په شريک بيان کې ویلي، چې د فيفا په پرېکړه مايوسه دي وروسته له هغې چې څو ورځې وړاندې د فيفا مشر ګياني انفنټينو ويلي وو، "زه هم هم جنس پرست يم".
په ګډ بيان کې ویل شوي، "مونږ باور لرو چې دا پرېکړه بې سارې ده، مونږ په ستمبر کې فيفا ته ليکلي وو او د ون لو پټې اچولو خبر مو ورته ورکړی وو خو جواب یې نه وو کړی".
دوی زياته کړې چې "زمونږ لوبغاړي او کوچز مايوسه دي، دوی کلک پلويان دي او په نورو لارو به د دې څرګندونه کوي".
د جرمني د فټ بال اتحاديې هم فېصلې ته بې سارې او غېر منصفانه ویلي دي چې که لوبغاړي يې دغه پټه اچوي نو د نتيجو سره به يې مخ کيږي.
فيفا د سياليو د هر پړاو دپاره د لوبډلو مشرانو ته د بېلابيلو مسلو راپورته کولو په اړوند د لاسو پټې اچولو کمپاين پېل کړی دی.
په دغه اړوند ويل شوي، چې د کوارټر فاينل نه وړاندې به هيڅ تفريق يا امتياز نه وي، او ټول د 32 لوبډلو مشرانو سره به موقع وي چې دوی د سياليو په مهال د خپلې خوښې پټه په لاس کړي.
فيفا ويلي، د قاعدې لاندې په ختمي سیاليو کې به د ټولو لوبډلو مشران هغه پټې په لاسوي کومې چې به ورته فيفا ورکوي.
[خبر د رويټرز څخه اخستل شوی]