لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

انډونيشيا: په زلزله کې 162 کسان مړه شوي


د انډونيشيا په مرکزي ټاپو جاوا کې د ګل/ دوشنبې په ورځ زلزله شوې لږ تر لږه 162 کسان پکې مړه شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي دي. امدادي کار کوونکو ويلي د ودانيو لاندې خلک ګېر شوي د راويستلو هڅې يې روانې دي.

د پېښو په مهال د مبارزې د قومي ادارې مشر ویلي زلزلې ګڼ بلډنګونه اغېزمن کړي دي. د لويديځ جاوا ګورنر رضوان کامل ويلي، د 13000 خلکو کورونه چې په غټه کچه اغېزمن شوي د مرکز څخه ويستل کيږي.

کامل ویلي ډېرې ودانۍ غورځېدلي ځکه ښيي مړينې سېوا شي.

د امریکې د جيولوجيکل سروی ادارې ترمخه د زلزلې مرکز سيانجور او شدت يې 5.6 وو.

د زلزلې جټکې 70 کلوميټره لرې په پايه تحت جکارته کې هم محسوس کړی وشی او هلته غټې ودانۍ خالي کړی شوي دي.

د راپورونو ترمخه د زلزلې وروسته د جټکو لړۍ هم روانه ده.

کامل ويلي په مړه شوو کسانو کې زيات د پبلک سکول ماشومان دي، چا چې د معمول نه وروسته د اسلامي زده کړو کلاسونه اخستل.

نوموړي ويلي د ګل په ورځ د زلزلې وروسته 88 ځله وروسته جټکې محسوس شوي دي.

د انډونيشيا ابادي چې د 270 ملينه څخه زياته ده اکثره پکې زلزلې، اتش فشا او سوناميانې راځي ځکه چې دا سيمه په رنګ فايټر موقعيت لري.

په تيرو دوه کلونو کې په لويديځه صوبه سوماترا کې د 6.2 شدت زلزې 25 تنه مړه کړي او 460 يې ژوبل کړي وو او په سولاويسي صوبه کې يې 100 تنه مړه کړي او 6500 ژوبل کړی وو.

په 2004 کې د هند په سمندر کې زورورې زلزلې او سونامي په څو ملکونو کې د دوه لکه او 30000 پورې کسان وژلي چې زياتره يې په انډونيشيا کې وو.

[د دې خبر ځينې معلومات د اې پي، اې اېف پي او رویټرز څخه اخستل شوي]

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG