لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټانک: د پوځ په کاروان ځانمرګی برید شوی دی


د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع ټانک کې پرون د ګل یا دو شنبې په ورځ د پاکستان د پوځ په کاروان ځانمرګی برید شوی چې پکې یو لاروی وژل شوی دی. پوليسو دا پېښه تاييد کړې ده.

د ټانک ضلعې د پوليسو مشر[ډي پي او] وقار احمد وايي دا برید پرون د ټانک ضلعې د وزیرستان سړک ډبره سيمه کې شوی او د ابتدايي مالوماتو ترمخه د ځانمرګي هدف د پاکستان پوځ کاروان وو او ځانمرګی پکې په خپله الوتی دی. خو چاودنه کې پوځي عسکرو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د سیمې نه امنیتي سرچینو وویل ځانمرګي د یو پوځې افسر کورنۍ د ګاډي سره چاودنه کړې خو ګاډی بلټ پروف وو او کورنۍ بچ پاتې شوې ده. پوځ په خپله د بريد په اړه څه نه دي ويلي.

د سیمې نه ځایي خلکو وویل د برید وروسته تر ډېر ساعت د ټانک او وزیرستان ترمینځ د ګاډو د هر ډول تګ راتګ دپاره سړک تړل شوی وو.

تر دې مهاله د برید زمه واري چا نه ده منلې.

خو سږ کال د دې نه وړاندې یواځې په شمالي وزیرستان کې په امنیتي عسکرو اووه ځانمرګي بریدونه شوي چې د زیاترو زمه وارۍ پکې تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخستي دي.

په شمالي وزیرستان کې وروستی ځانمرګی برید د نومبر په 10 مه میر علی سیمه کې د پاکستان د پوځ په کاروان شوی چې پکې درې عسکر ژوبل شوي وو.

په خېبر پښتونخوا کې د ناامنۍ د نورو پېښو ترڅنګ په امنیتي ځواکونو وسله والو حملو او ځانمرګي بریدونو لړۍ په داسې حال کې سېوا شوې چې د پاکستان پوځ دعوه کوي د عملیاتو په پایله کې د منظمې ترهګرۍ نوغی يې ويستی دی.

خو په 16م نومبر په لکي مروت کې د پولیسو شپږ عسکر او باجوړ کې د ملېشه ځواک دوه عسکر په بېلا بیلو بريدونو کې وژل شوي وو، د دغو بريدونو زمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې وه.

په پېښور کې وتلی خبریال ناصر داوړ وایي په پوځ او پولیسو د دې پرله پسې بريدونو نه څرګنديږي چې د صوبې هرې ضلعې ته وسله وال رسېدلي او دغلته منظم نیټ ورک لري.

په خېبرپښتونخوا کې د تيرو څو مياشتو راهسې د ناامنۍ ضد او امن دپاره په غټه کچه پاڅونونه او احتجاجي مظاهرې روانې دي.

د خېبر پښتونخوا د صوبې حکومت ویاند بیرسټر سیف ویلي احتجاجونه یو جمهوري عمل دی او د دې احتجاجونو نه حکومت ته هم پیغام رسېدلی او طالبانو ته هم د ولس دریځ معلوم شوی دی.

هغه ويلي که له دې وروسته دوی د طالبانو سره خبرې کوي نو لږ تر لږه طالبان به هم اوس په دې قانع وي چې ولس وسله په لاس د هغوی واپسۍ منلو ته تیار نه دي.

هغه ویلي د خېبر پښتونخوا حکومت د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي د بیلابیلو ډلو ترمنځ اختلافاتو ختمولو ته راوړاندې شوی او په دې لړ کې یې د ثالث په توګه د کردار ادا کولو وړاندیز هم کړی دی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG