لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت د منظورپښتین اؤ محسن داوړ د نیولو وارنټ جاري کړی


په کراچۍ کې دترهګرۍ دمخنیوي ځانګړي عدالت دپاروونکو ویناګانو په یوه مقدمه کې دپښتون ژغورنې غورځنګ دمشر منظور پښتین اؤ د ملي جمهوري غورځنګ( ګوند) دمشر محسن داوړ دنیولو وارنټ جاري کړی دی.

دپي ټي ایم مشر منظور پښتین وي او ای ډیوه ته ویلي د دوي پرضد ټولې مقدمې د پوځي جرنیلانو په وینا پرته له کوم جرم درج شوي اؤ له دې لارې پوځ غواړي چې دوي دپښتنو د وژنو اؤ بدې ورځې پرضد له غږ پورته کولو منعې کړي خو هغه وایي د دروغو مقدمې یې دمبارزې مخه نه شي نیولی.

دپاکستان پوځ دپښتون ژغورنې غورځنګ له لوري وخت په وخت په ځان لګیدلي تورونه رد کړي اؤ وایي دا تنظیم د دښمنانو نه مرستې ترلاسه کوي اؤ دهغوئ په لمسه ریاستي ادارې بدنامول غواړي.

دنهې یا سه شنبې په ورځ په کراچۍ کې دترهګرۍ دمخنیوي ځانګړې محکمه کې دپي ټي ایم دمشر منظور پښتین اؤ دقامي اسمبلۍ دغړي اؤ دملي جمهوري غورځنګ دمشر محسن داوړ په ضد دپاروونکو تقریرونو دهغه مقدمې اوریدنه شوې ده چې پکې د وړاندې څخه دغه دواړه قام پاله مشران عدالت مخروران ګرځولي دي.

داوریدنې په مهال عدالت د منظور پښتین اؤ محسن داوړ ناقابل ضمانت وارنټونه جاري کړل اؤ پولیسو ته یې امر وکړو چې دهغوي د نیونې لپاره دجاري شوو وارنټونو په بابله رپورټ راتلونکې اوریدنه کې عدالت ته وړاندې کړي.

عدالت ددې مقدمې دبلې اوریدنې لپاره د ستمبر دمیاشتې اوومه نېټه ټاکلې ده.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې منظور پښتین ویلي دا وړومبی ځل نه دی چې په یاده مقدمه کې دهغه دنیولو وارنټ عدالت جاري کړی دی بلکې څلور پینځه ځله وړاندې یې هم دغسې وارنټونه جاري کړي دي.

هغه وایي "کراچۍ ډیره لرې ده اؤ دلته زمونږ قام اؤ وطن دبدامنۍ دستونزې سره مخامخ دی، مونږ دخپلو خلکو لپاره دامن په غوښتنه پسې ځائ پځائ کرځو ځکه نو امکان نه لري چې مونږ دومره لرې عدالت ته وړاندې لپاره لاړ شو"

منظور پښتین وویل په پي ټي ایم چې تر اوسه څومره مقدمې جوړې شوي په هغې نزدې 70 ایف ایي ارز ختم شوي یا پکې دوي بري شوي دي اؤ په دې کې په یو ایف ایي ار هم په دوي سزا یا پړه نه ده اچول شوې.

"ددې معنا داده چې اویا مسلسل ایف ایي ارونه خطا دي نو دا نور هم خطا دي"

دپښتین په وینا "په پي‌ ټي ایم چې کوم ایف ایي ارونه کیږي دا په دې معنا نه دي چې ګنې مونږ څه جرم کړی دی ، مونږ هیڅ جرم نه دی کړی بلکې دا دپوځ دجرنیلانو په وینا دپي ټي ایم له لوري دپښتنو دحقونو لپاره د روانې مبارزې مخې ته خنډانو راپورته کولو لپاره یوه حربه ده"

هغه وایي علي وزیر هم هیڅ جرم نه دی کړی خو یوازې له دې امله په زندان کې دی چې دانسانانو د وینې توییدو پرضد یې غږ پورته کولو .

منظور پشتين او دهغه دغورځنګ نور غړي وخت په وخت په قبايلي ضلعو کې دپښتنو په وژنه کې رياستي ادارې ککړې بولي خو پوځ دا تورنه په سختۍ سره ردوي اؤ وایي پي ډي ایم د دښمن نه په مرستو ترلاسه کولو د ریاستي ادارو دبدنامو هڅې کوي.

دپاکستان دپوځ له لوري څو ځله دپښتون تحفظ موومنټ مشرتابه ته خبردارى ورکړى شوى چې دهغوي وخت ختم شوى ځکه چې دغه ډلې درياست ضد ايجنډې مخ په وړاندې دبوتللو باوجود دوي ته ورکړى شوې ازادۍ بايللي دي.

په منظور پښتن محسن داوړ اؤ علي وزیر یاده مقدمه کال 2018م کې دکراچۍ په شاه لیطف ټاون کې درج شوې ده چې پکې په هغوئ تور لګول شوی چې خپله جلسه کې یې دملکي ادارو پرضد دخلکو د راپارولو هڅه کړې ده اؤ له کرکې ډکې ویناګانې یې کړې دي.

علي وزیر چې دامهال دتېرو قابو دوؤ کالو راهسې دکراچۍ په زندان کې پروت دی، په دغه مقدمه کې یې عدالت ضمانت منظور کړی اؤ دمنظور پښتین اؤ محسن داوړ عدالت ته په نه حاضریدو محکمې هغوئ دواړه مخروران ګرځولي دي.

قانون پوهه طارق افغان ایډوکیټ وایي کله چې دیوې مقدمې اوریدنه عدالت کې روانه وي اؤ یو تورن تن یا ملزم دغو اوریدونو ته نه حاضریږي نو عدالت بیا دهغه ناقابل ضمانت وارنټ جاري کوي ترڅو دغه ملزم محکمې ته وړاندې شي اؤ خپل مقدمه دوامداره وساتي.

د طارق افغان په وینا ناقابل ضمانت وارنټ جاري کیدل دومره غټه خبره نه ده،که دوي لاړ شي اؤ عدالت ته مخ شي،خپله حاضري ولګوي اؤ جج ته ددې وارنټ دختمولو درخواست ورکړي نو عدالت یې دنیولو وارنټ ختمولی شي.

هغه وایي منظور پښتین اؤ محسن داوړ که عدالت ته خواست وکړي چې دوي لرې پاتې کیږي یا دمصروفیاتو له امله دمقدمې اوریدنې له نه شي راتللی نو عدالت دپیشیو څخه هغوئ ته استثناء هم ورکولی شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG