لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پارلیمان ته ویل شوي هیواد کې د میشتو نارجسټر افغانانو د نوم ثبتولو کمپاین پیل کیږي


دپاکستان د ریاستونو او سرحدي چارو مرکزي وزير طلحه محمود په هېواد کې دمیشتو رجسټرډ افغان کورنیو د غیر رجسټرډ غړو د رجسټر کولو لپاره د کمپاين پيلولو اعلان کړى دى.

طحه محمود ویلي دي د نادرا او نورو اړونده ایجنسیو په مرسته دیو ګډ مهم شورو کولو اراده هم لري چې معلومات راغونډ کړی شې چې څومره غیر رجسټرډ افغانان دا وخت پاکستان کې شتون لري او افغانستان کې د طالبانو دحکومت له راتلو وروسته څومره نور افغانان پاکستان ته راغلي دي؟

بل لوري ته په داسې حال کې چې د روانې( نومبر )میاشتې په پیل کې پر ټولنیزو رسنیو خپرو شوو ویډیو کې لیدل شوي وو چې د پاکستان امنیتې ادارو په لویې شمیر دغه افغانان نیولې هم دي،

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان ته راتلونکي افغانان د پاکستان حکومت څخه دوې د پاره د ویزو دعمل اسانولو پرله پسې غوښتنې کوي.

د ریاستونو او سرحدي سيمو یا سیفران وزير طلحه محمود په هېواد کې دمیشت رجسټرډ افغان کورنیو دغیر رجسټرډ غړو د رجسټرډ کولو لپاره د کمپاين پيلولو اعلان کړى دى.

تېره ورځ د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې پاکستان کې د غیر رجسټرډ افغان کډوالو په اړه بحث وشو او د حکومت څخه په هیواد کې دمیشت افغانانو د شمیرو په اړه پوښتنې وشوې.

د يوې پوښتنې په ځواب کې د سیفران وزیر طلحه محمود وويل چې په هېواد کې د مېشت رجسټرډ افغان کډوالو شمېره 12,82,963 ده او د رجسټرډ كورنيو د56909 غير رجسټر غړو د رجسټرډ لپاره د تصديق عمل روان دی-

هغه زیاته کړې چې حکومت د نیشنل ډیټابیس او رجسټریشن ادارې نادرا او اړونده ایجنسیو په مرسته د یو ګډ مهم شورو کولو اراده لري ترڅو معلومات راغونډ کړل شی چې په مجموعي توګه څومره غیر رجسټرډ افغانان دا وخت پاکستان کې شتون لري او افغانستان کې د طالبانو دحکومت راتلو وروسته څومره نور افغانان پاکستان ته راغلي دي.

د کال 2021م د اګست په میاشت کې د طالبانو له خوا د افغانستان واک ترلاسه کولو وروسته، ډیری هغه افغان کورنۍ چې پخوا یې د امریکا یا ناټو ځواکونو یا بهرنیو سازمانونو سره کار کړی و او د وتلو توان یې نه درلودو، پاکستان ته راغلي دي.

په دغه کسانو کې تعلیم یافته او مسلکي نارینه او ښځې شاملې وې.

د روانې میاشتې په پیل کې پر ټولنیزه رسنیو خپرو شوو ویډیوګانو کې لیدل شوي وو چې د پاکستان امنیتي ادارو په لویې شمیر افغانان دلته په غیر قانونې توګه د اوسیدو په تور کې نیولې هم دي-

خو په مجبورۍ خپل هیواد پرېښودونکي دغه افغانان د پاکستان حکومت څخه دوي د پاره د ویزو دعمل اسانولو غوښتنې هم کیږي.

ګل اغا سهک چې د افغانستان د پخواني حکومت چارواکی و او په ویزه پاکستان ته راغلی دی، وې او ای ډیوه سره خبرو کې وایي دهغه ویزه شاوخوا څلور میاشتې وړاندې ختمه شوې،د ویزې مودې زیاتیدو دپاره یې خواست کړی خو تر اوسه نوې ویزه نه ده ورکړل شوې-

"زه افغانستان ته تللی هم نه شم،دا مشکل خپله د پاکستان حکومت جوړ کړی دی"

جرمن ټیلې ویژن ډې ډبلیو د روان نومبر د میاشتې په نهمه نیټه خپل یو رپوټ کې په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د ګډوالو د ادارې یو این ایچ سي ار د ویاند قیصر اپریدي له خولې ویلي وؤ د پاکستان حکومت ویلي چې د 2021م کال له جنورۍ راهسې شاوخوا دوه نیم لکه افغانان پاکستان ته راغلي چې د دوې تر مخه شمیره یې نوره هم زیاته کیدای شي-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG