لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه: شرعي عدالت د بلوچستان حکومت ته په کم عمرۍ کې د ودونو د مخنیوي د قانون جوړولو ويلي


وفاقي شرعي عدالت د بلوچستان ته حکومت ته ويلي چې په کم عمرۍ کې د ودونو د مخنیوي دپاره دې قانون جوړ کړي، عدالت دغه ريمارکس د يوې پينځه کلنې ماشومې د واده د قضيې اورېدنې په مهال ورکړي دي.

د وفاقي شرعي عدالت دوه کسيزه کمېشن جسټس ډاکټر سيد محمد انور او د وفاقي شرعي عدالت مشر جج جسټس خادم حسين ايم شېخ د پينځه کلنې نجلۍ په زوره د واده کولو د سوموټو يا خپل ځاني نوټس اخستو د قضيې اورېدنه کړې ده دا اورېدنه د ګل/ دوشنبې په ورځ شوې ده.

په اورېدنه کې د پاکستان د څلورو صوبو اړوند قانوني افسران حاضر شوي خو د وفاقي حکومت په نمايندګۍ څوک نه وو پېش شوي.

د بلوچستان حکومت اېډيشنل اېډوکېټ جنرل فريد احمد ډوګر وي او اې ډيوه ته وويل، د پينځه کلني نجلۍ د واده او په کم عمر کې د ودونو د قانون په اړه يې رپورټ عدالتي کمېشن ته وړاندې کړی خو وايي چې عدالت ور څخه د کم عمرۍ د واده په باب د قانون تفصيل غوښتی چې دوی به يې په راروانه اورېدنه کې وړاندې کوي.

" عدالت له موږ څخه و پوښتل چې د کم عمرۍ د واده په باب بلوچستان کې کوم قانون شته که نه؟ موږ ورته وويل چې د چايلډ پروټکشن 2016 ايکټ / قانون شته خو د کم عمرۍ د ودونو د مخ نيوي صوبايي قانون نشته او هغه مرکزي قانون دی ،پنجاب او سيند صوبو خپل قانون جوړ کړی دی، خېبر پښتونخوا او موږ بلوچستان هم قانون نه دی جوړ کړی، عدالت راته وويل چې حکومت دې په دې اړه قانون جوړ کړي".

د روانې میاشتې نمبر په لومړۍ نېټه د بلوچستان په خضدار کې پينځه کلنه ماشومه يو 12 کلن ماشوم ته ور واده شوې وه، د خبر پر خپرېدو د فېډرل شريعت کورټ جج جسټس سيد محمد انور سوموټو يا خپل ځاني نوټس اخستی وو.

په عدالت کې د خضدار د پوليسو ايس ايس پي جاوېد غرشين رپورټ وړاندې کړی چې، "واده شوې ماشومه مو د هغې ماما ته په لاس ورکړې، د نجلۍ پلار، خسر او نکاح کوونکی ملا او دوه نوﺭ کسان مو هم نيولی او د هغوی پر ضد مو مقدمه درج کړې ده".

بلوچستان کې د ښځو د حقونو لپاره کار کوونکي تنظيم عورت فاونډېشن مشر علاوالدین خلجی وايي د کم عمرۍ د ودونو مخ نيوی ځکه نه کيږي چې تر اوسه په بلوچستان کې دا قانون نشته.

"د بلوچستان په اسمبلۍ له تيرو 8 کالو څخه پروت د کم عمرۍ او په زوره د ودونو ضد قانون نه دی منظور شوی".

د سرکاري وکيل ايډوکېټ فريد احمد په خبره اوسني حکومت د قانون مسوده جوړه کړې او له ضروري قانوني مشاورته ورسته به ډېر ژر د قانون بڼه ورکړي او په راروانه پېشۍ به يې په عدالت ته وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو د پاپولېشن فنډ (يو اين ايف پي اې) د بشري حقونو، د ښځو پرمختیا ادارې په ګډه تیر کال په خپل راپور کې ويلي وو چې د بلوچستان په مکران ډويژن کې له 18 کلنو څخه د کم عمره نجونو د ودونو کچه ترټولو لوړه 23 سلنه/فيصده ده. سروې څرګنده کړې چې په نصیر آباد کې دا کچه 22 فيصد ریکارډ شوې ده.

په کوټه ډویژن کې د کم عمرۍ د ودو تر ټولو ټېټه کچه ریکارډ شوې وه چې له 15 څخه تر 18 کاله څخه د کم عمره نجونو ودونه په ترتیب سره 11 فیصده وو. ويل شوي په بلوچستان کې شاوخوا 21۔6 سلنه نجونه تر 18 کلنۍ لمخه ودېږي.

د ملګرو ملتونو د پاپولېشن فنډ راپور په ډاګه کوي چې د ماشومانو د ودونو کچه د مالدارو کورنيو په پرتله په غریبو کورنیو کې 22 فيصده لوړه ده.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG