لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د نوي پوځي مشر ګمارنې ته دومره اهميت ولې ورکول کيږي؟


په پاکستان کې د نوي پوځي مشر ګمارلو عمل پېل شوی خو څيړونکی وايي دا موضوع دومره زياته ځکه لانجمنه جوړه شوې او اهميت ورته ورکول کيږي چې په پاکستان کې په ټولو سياسي او پاليسي معاملاتو کې د پوځ کردار ډېر زیات پاتې شوی کوم چې د ملک د جمهوريت دپاره ګټور نه دی ګرځېدلی.

د څيړونکو نظر

د پاکستان د پوځ پخوانی افسر [ر] لفټننټ جنرل طلعت مسعود وايي، "د پوځي مشر د ګمارنې نه دومره غټه لانجه جوړول د شرم خبره ده او د دې اصل وجه دا ده چې د پوځ د مشرتابه اهميت دومره سېوا دی چې هغه په سياست کې، اقتصادي معاملاتو کې، سټراټیجۍ او بهرنۍ پاليسۍ کې ډېر مهم کردار ادا لري، او د پاليسیانو ترحده حکومت د پوځ مشر چلوي".

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، "د جمهوریت او د پاکستان د ايين ترمخه دا ټول کارونه سم نه دي خو د دې هیڅ پروا نه ساتل کيږي او په پاکستان کې د شورو نه په ټولو معاملاتو کې د پوځ د لاسوهنې کردار پاتې شوی دی".

هغه زياته کړه، "دا په پاکستان کې عجيبه تماشه او ډېره غټه سياسي کمزوري ده چې سياستوال د ولس د قوت په ځای ځان د پوځ په لار پیاوړي کوي او په واک کې راولي، او دا د پاکستان د ټول مجموعي مشرتابه کمزوري ده او د پوځ د مشرتابه پکې ډېر غټ کردار دی".

طلعت مسعود وايي دا ټول حالات بيا د ملک د جمهوریت، اقتصاد او پاليسيانو دپاره د تاوان سبب جوړيږي.

د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د زده کړو د څانګې پخوانی مشر ډاکټر اعجاز خټک وايي د پوځي مشر ګمارلو نه لانجه جوړېدل دا څرګندونه هم کوي چې د ملک په نورو ادارو کې کوم غېر یقيني حالات دي دغه رنګ حالات د پوځ هم ښکاري.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، دا مسله د هغې وروسته ډېره سېوا شوه چې د مخکني وزیراعظم عمران خان په حکومت کې د ځينې پوځي لوړ پوړو افسرانو په اړه خبرونه مخې ته راغله چې د خوښې او ناخوښې افسرانو ګمارولو پکې وويل شو چې ځينې پوځي افسران د يوې ډلې او ځينې د بلې ډلې پلويان دي".

نوموړي زياته کړه، "پوځ دا بيان ورکوي چې په سياست کې لاسوهنه نه کوي، خو د پوځ کردار دی او وي به، مدني ټولنه دومره مضبوطه نه ده او سياسي ګوندونه دومره توان نه لري که په حکومت کې دي او که په مخالفت کې دي چې پوځ د پوځ په ځای وساتي او زما نه دی خيال چې في الحال پوځ د سياست نه لرې شوی دی".

د پوځ دريځ

په پاکستان کې تل په پوځ نیوکې کيږي چې په سياست کې لاسوهنه کوي حکومتونه جوړوي او غورځوي، خو پوځ د وروستۍ يوې مودې نه تل په تکرار سره وايي چې پوځ په سیاست کې لاسوهنه نه کوي او پوځ دې د سياسي معاملاتو څخه لرې وساتل شي.

په پاکستان کې چې د تيرو څو ورځو راهسې د نوي پوځي مشر په ګمارنه تاوده بحثونه روان دي، پوځ تيره شپه ويلي د دغه څوکۍ دپاره يې د شپږو سينير پوځي افسرانو نومونه د دفاع وزارت ته لېږلي دي.

د نوي پوځي مشر ګمارنه

وروسته د دفاع وزیر خواجه اصف په ټويټر ويلي،

"سمري د وزارت دفاع نه وزیراعظم هاوس ته رسېدلې ا و زر به پاتې مرحلې هم ترسره شي".

له دې وړاندې خواجه اصف ویلي وو چې په 24 ساعتونو کې به د پوځ د مشر په ګمارنه کې پرمختګ وشي.

راپورونه وايي، د پاکستان په پوځ کې دا وخت سينير جرنېلان لفټننټ جنرل عاصم منير، لفټننټ جنرل ساحر شمشاد مرزا، لفټننټ جنرل اظهر عباس، لفټننټ جنرل نعمان محمود، لفټننټ جنرل فېض حميد او لفټننټ جنرل محمد عامر شامل دي.

د پوځي مشر ګمارلو طريقه کار

پاکستان کې د پوځ د مشر ګمارلو طريقه کار د ملک په ايين کې موجود دي خو بيا په هم په دغه موضوع تاوده بحثونه روان دي.

د ايین ترمخه د وزیراعظم په سپارښتنه صدر نوی پوځي مشر ګماري.

د دې عمل په لومړي پړاو کې د پوځ مرکزي دفتر [جي اېچ کيو] د دفاع وزارت ته د پوځ د څو لوړ پوړو يا سينیر افسرانو نومونه ليږي چې پکې د دغو افسرانو په اړه تفصيلات موجود وي.

بيا د دفاع وزارت دغه نومونه وزیراعظم ته ليږي او هغه پکې د يو ټاکنه کوي، او که چرته وزيراعظم په دغو نومونو سلا نه وي نو نور نومونه هم غوښتلی شي.

د وزیراعظم د منظورۍ وروسته د پوځ د نوي مشر اعلان کيږي او بيا نوی پوځي مشر څوکۍ سمبالوي.

د پاکستان د اوسني پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د ملازمت موده په 29 نومبر سر ته رسي.

د حکومت او مخالفه ګوند دريځ

پاکستان کې په مطبوعاتو تاوده بحثونه روان دي چې د نوي پوځي مشر په ګمارلو په اتحادي حکومت کې اختلافات موجود دي ځکه دا ګمارنه مسله جوړه شوې ده.

خو د وي او اې اردو د خبر ترمخه پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ویلي، د پوځي مشر ګمارنه په وروستيو دوو درېو ورځو کې کيږي، ځکه چې د پوځ موجوده مشر د اخري وخت پورې خپل واک په ځای وساتي.

هغه ويلي د خوښې او ناخوښې خبره د هر چا کېدی شي خو د پوځ د مشر د ګمارلو ختمي پرېکړه وزیراعظم کوي.

په عېن حال کې حکومتي واکمنه ګوند مسلم ليګ ن پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ په ټویټر ویلي، د حکومت په اتحاد کې شامل پاکستان پيپلز ګوند شريک مشر اصف علي زرداري د وزیراعظم شهباز شریف سره ليدلي دي.

په وزیراعظم هاوس کې د يادې ليدنې په اړه يواځې دومره ويل شوي چې دواړو مشرانو د ملک په مجموعي حالاتو بحث کړی دی.

په پاکستان کې د نوي پوځي مشر ګمارنه په داسې حال کې کيږي چې مخالفه ګوند پاکستان تحريک انصاف اسلام اباد پله لاريون روان کړی او دغه لاريون ته يې د حقيقي ازادي مارچ نوم ورکړی دی.

خو د تحریک انصاف ګوند په مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان د هغه مخالفین نيوکې کوي چې عمران خان د دغه لانګ مارچ د لارې په حکومت فشار اچول غواړي چې د هغه د خوښې پوځي مشر وګماري.

خو د عمران خان ګوند په وروستيو کې ويلي د پوځي مشر ګمارنه یې هدف نه دی هر څوک چې پوځي مشر جوړيږي. تحریک انصاف په ملک کې د انتخاباتو نېټه غواړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG