لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خپل نوم سره د"سید" په لیکلو کراچۍ کې د احمدي وکیل په ضد مقدمه درج شوې


د پاکستان په غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې د احمدي ټولنې سره تعلق لرونکي يو وکيل په ضد مقدمه درج شوې چې د نوم سره يې د "سيد" توری ليکلی دی.

دا مقدمه د ګل/دوشنبې په ورځ [21 نومبر] د کراچۍ په سټي کورټ تاڼه کې درج شوې ده.

د کراچۍ د سټي کورټ تاڼې اېس اېچ او اختر حسېن سمو وي او اې ډيوه ته تاييد کړه چې د احمدي وکيل په ضد مقدمه درج شوې ده، کومه ګرفتاري پکې نه ده شوې او تفتيش شورو کړی شوی دی.

د احمدي ټولنې وياند عامر محمود چې د دغه مقدمې [اېف ايي ار] کاپي يې د وي او اې ډیوه سره شريکه کړې، مقدمه د محمد احمد نومې تن په مدعيت کې درج شوې ده.

احمد ويلي، د ستمبر په میاشت کې يې په جمشيد کوارټر تاڼه کې د تعزيرات پاکستان د 298 C مادې لاندې د شپږو کسانو پرضد یوه مقدمه درج کړې او چې دغه کسان عدالت ته وړاندې کړی شو او د هغو سره چې د دوی کوم وکیل پېش شوی هغه قادیانی دی.

په مقدمه کې زیاته کړی شوې چې وکيل عدالت ته کوم خواست کړی په هغې بسم الله الرحمان الرحيم کليمه لیکل شوې او دريځ خپل کړی شوی چې د پاکستان د ايين 260 مادې لاندې قاديانيان شعاير اسلام نه شي کارولی او دغه وکيل په خپل نوم کې سيد ليکلي دي ځکه د هغه په ضد يې د 298 B لاندې مقدمه درج کړې ده.

د احمدي ډلې وياند عامر محمود وي او اې ډیوه ته وايي، دغه کار په ټولنه کې د سېوا کېدونکې انتهاپسندۍ څرګندونه کوي او ظاهروي چې په پاکستان کې د احمديانو سره کوم ډول سلوک کيږي او احمديان په پاکستان کې د کوم ډول مشکلاتو سره مخامخ دي.

هغه وويل، يو احمدي د نوم په سر د مقدمې سره مخامخ کيږي دا د بدقسمتۍ خبره ده او زياته يې کړه داسې ډول سلوک څرګندونه کوي چې په پاکستان کې زغم ختميږي.

په پاکستان کې د اسلامي نظرياتي کونسل مشر قبله اياز وايي، د کال 1973 ايين لاندې احمديان اسلامي شعار نه شي کارولی.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وویل، "سيد د رسول د خدای خاندان دی نو د دې وجې نه اصولا او اييني طور پکار نه ده چې دوی سید استعمال کړي".

د پوليس سرچینو ترمخه د ستمبر په مياشت کې د کراچۍ په جمشيد کوارټر تاڼه کې د شپږو کسانو پرضد مقدمه درج شوې چې په علاقه کې د احمديانو د عبادتخانه ده او مناره يې د مسلمانانو د جومات په څېر ده او په هغې مقدمه روانه ده ياد وکیل په دغه مقدمه کې عدالت ته په مقدمه کې د تورنو کسانو د وکالت دپاره تللی وو.

پوليس وايي په وروستيو کې د کراچۍ په صدر تاڼه کې هم د احمديانو د يوې عبادتخانې په اړه مقدمه درج شوې وه.

په پاکستان کې احمدي ټولنه وخت په وخت شکايت کوي چې په هره کچه د احمديانو د حقونو سرغړونې کيږي او تر دې چې د دوى څخه د ژوند حق هم تروړل کېږي.

د ټولنې ترمخه د کال 1984 نه تر اوسه پورې په پاکستان کې 280 زيات احمديان د عقيدې په اساس وژل شوي دي.

په پاکستان د ډېرې مودې راهسې نیوکې کیږي چې اقیلتونو یا لږکیو ته په تحفط ورکولو کې ناکام دی خو وخت په وخت د پاکستان حکومتونه وایي چې په یو هیواد کې ټولو وګړو ته یو برابر حقونه ورکوي او د هرچا د ځان ومال د تحفظ هڅه کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG