لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپېښور پخوانی ناظم حاجي غلام علي دپښتونخوا صوبې ګورنر غوره کړی شو


دپاکستان صدر ډاکټر عارف علوي دپاکستان دجمعیت علماء اسلام سره تړاؤ لرونکی دپېښور پخوانی ضلعي ناظم اؤ سینیټر حاجي غلام علي دخیبر پښتونخوا صوبې ګورنر غوره کړی دی.

دګورنر په توګه دغلام علي دغوره کولو سپارښتنه تېره ورځ وزیراعظم شهباز شریف دهیواد صدر ډاکټرعارف علوي ته لیږلې وه چې دپاکستاني رسنیو له مخې نن د چهارشنبې په ورځ صدر دایین د۱۰۱ مادې په اساس دغه سپارښتنه منلې اؤ غلام علي یې دنوي ګورنر په توګه غوره کړی دی.

حاجي غلام علي دمولانا فضل الرحمان نزدې خپلوان دی اؤ دهغه په زوي فیاض علي دمولانا فضل الرحمان یوه لور هم واده ده.

په ټولنیزو رسنیو دګورنر‌ په توګه دغلام علي په غوره کیدو ګڼ شمیر فعالانو ستاینه کړې ده خو ځینو نورو بیا په دې ټاکنه نیوکې کړي اؤ ویلي یې دي دحکومت زیاتره څوکۍ دمولانا فضل الرحمان دکورنۍ غړو ته ورکړل شوي دي.

دپخواني وزیراعظم عمران خان پخوانۍ میرمنې اؤ خبریالې ریحام خان په ټویټر لیکلي دتحریک انصاف حکومت کې دخیبر پښتونخوا دګورنر منصب یو نااهله تن ته ورکړل شوې وه اؤ دصوبې د ولس سره زیاتی شوی ؤ خو هغه وایي موجوده حکومت دغلام علي دګورنر په توګه ټاکلو سره دتیرو وختونو دمحرومیو د ازالې کولو هڅه کړې ده.

ریحام خان هیله ښکاره کړې ده چې غلام علي به دصوبې دښېګړې لپاره غوره ګامونه واخلي.

دقامي اسمبلۍ پخواني اسپیکر اؤ دتحریک انصاف ګوند وتلي مشر قاسم سوري په دې ټاکنه نیوکې کړې دي اؤ لیکلي یې دي دمولانا فضل الرحمان یو ورور عطاء الرحمان سینیټر دی،بل رور لطف الرحمان یې دصوبایي اسمبلۍ غړی دی،زوي یې اسعد محمود دمواصلاتو مرکزي وزیر دی،خښینه ریحانه اسماعیل یې د صوبایي اسمبلۍ غړې ده،خېښ یې غلام علي ګورنر اؤ بل خېښ یې زیبرعلي دپېښور ناظم دی.

هغه ددغو زیاتو نومونو لیکلو وروسته دخپل ټویټ په اخره کې لیکلي که کوم نوم ترې دلیکلو نه پاتې شوی وي نو په هغې معذرت غواړي

دخیبر پښتونخوا صوبې دګورنر څوکۍ وروسته له هغې تشه پرته وه چې دسږکال داپریل په میاشت کې شهباز شریف دهیواد وزیراعظم وټاکل شو اؤ دتحریک انصاف ګوند سره تړاؤ لرونکي دخیبر پښتونخوا صوبې ګورنر شاه فرمان دخپل منصب څخه په دې دریځ خپلولو استعفا ورکړه چې دشهباز شریف دلاندې کار نه شي کولی.

تر هغې وروسته دخیبر پښتونخوا اسمبلۍ اسپیکر مشتاق غني دسرپرست یا قایمقام ګورنر په توګه په دغه منصب ذمه وارۍ ترسره کولې.

دپاکستان دسینیټ په ویب پاڼه دپرتو معلوماتو له مخې حاجي غلام علي دمارچ کال2009 نه تر کال 2015م دپاکستان دسینیټ غړی پاتې شوی .

حاجي غلام علي دپیشې په لحاظ سره یو تجار دی اؤ دپخواني پوځي امر جنرال مشرف په واکمنۍ کې هغه پینځه کاله دپېښور دضلعي ناظم په توګه هم ذمه وارۍ ترسره کړي دي.

دا وخت دحاجي غلام علي زوي زبیر علي دپېښور ضلعي ناظم دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG