لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان حکومت ګرد هیواد کې خلکو ته په اسانونو قسطونو دموبایل فونونه ورکولو اعلان کړی


دپاکستان دانفارمیشن ټیکنالوژۍ مرکزي وزیر سید امین الحق پلازمینه اسلام اباد کې "سمارټ فون دټولو لپاره "په نوم دپروژې پرانسته په داسې حال کې کړې ده چې دخېبر پښتونخوا قبایلي ضلعو کې لا هم خلک انټرنیټ ته لاس رسی نه لري.

دانفارمیشن ټیکنالوژۍ وزیر اعلان کړی دی چې حکومت به ګرد هیواد کې دکمې امدنۍ لرونکو وګړو ته موبایل فونونه په اسانو قسطونو ورکوي.

دحکومتي شمیرو له مخې دپاکستان په 22 کروړه ابادۍ کې دامهال د19 کروړو نه زیات وګړي موبایل فونونه استعمالوي اؤ دانټرنیټ داستفاده کوونکو وګړو شمیره 11نیم کروړه شاوخوا ده.

مرکزي وزیر سیدامین الحق ویلي دپروژې په اساس به ګرد هیواد کې خلکو ته په اسانو قسطونو اسمارټ فونونه ورکړل کیږي اؤ ددې غرض لپاره په ټول ملک کې مرکزونه پرانستل کیږي.

هغه ویلي چې په دې پروسه کې به خلکو ته د20زرو روپو نه نیولي تر د یو لک روپو پورې دنرخ موبایلونه یوازې دشناختي کارډ په ذمه وارۍ خلکو ته ورکول کیږي.

مرکزي وزیر ویلي دموبایل فونونو لپاره به د دریوؤ قسطونو نه نیولي تر 12پورې قسطونه تړل کیږي اؤ کوم څوک چې دهر نرخ موبایل اخستل غواړي دهغې دټول رقم د20 نه نیولې تر30 فیصدو پورې رقم به په ایډوانس کې جمع کوي.

هغه ویلي که چرې یو څوک فون ترلاسه کړي اؤ بیا میاشتني قسطونه نه جمع کوي نو دهغوي موبایل فون به لاک کولی شي اؤ دغه فون به بیا دپاکستان دننه یا بهر په یو هیواد کې هم کار نه کوي.

مرکزي وزیر ویلي ددې ترڅنګ حکومت هڅه کوي چې انټرنیټ هم دهیواد ټولو برخو ته وغځوي اؤ حکومت خپلو وګړو ته دسمارټ فونز ترڅنګ دتیز ترین انټرنیټ اسانۍ ورکړي.

په پېښور کې میشت دشمالي وزیرستان قبایلي ضلعې سره تړاؤ لرونکی خبریال ناصر داوړ وایي دسمارټ فونز اؤ انټرنیټ خلکو ته د رسولو منصوبې د ستایلو دي خو هغه وایي مرکزي حکومت دا نه ده په ډاګه کړي چې دا سمارټ فونز به دهغو قبایلي ضلعو وګړو ته هم ورکول کیږي کنه چرته چې تر اوسه حکومت ولس ته انټرنیټ ته دلاس رسي اسانۍ نه ورکوي؟

ناصر داوړ وایي یو لوري ته حکومت دعوې کوي چې ټول ملک ته دتېز ترین انټرنیټ اسانۍ رسوي اؤ بل لوري ته دقبایلي ضلعو خلک دتېرو څو کالو نه غوښتنې اؤ احتجاجونه کوي چې دوي ته دې دفورجي انټرنیټ اساني ورکړل شي خو وایي حکومت د پرله پسې ژمنو باوجود هم قبایلي وګړو ته تر اوسه دا اساني ورنه کړه.

ناصر داوړ وایي انټرنیټ ته دلاس رسي نه لرلو له امله دقبایلي ضلعو وګړي نه یوازې په انلاین زده کړو،کاروبار اؤ نورو فعالیتونو کې دستونزو سره مخ دي بلکې دا مهال چې دهیواد نه بهر دخلکو سره کومې رابطې دانټرنیټ دلارې ویړیا کیدای شي قبایلي وګړي دا رابطې د ګران نرخه ټیلي فون کالونو د لارې په زرګونو روپو کوي.

په نړۍ کې د زیاتې ابادۍ لرونکی پاکستان پینځم هیواد دی اؤ شمیرې ښایي چې ددې هیواد 22 کروړه ابادۍ کې تر 80 فیصدو زیات وګړي موبایل فونونه لري.

سږکال دجون په میاشت کې دانفارمیشن ټیکنالوژۍ د وزیر امین الحق په مشرۍ ترسره شوې دریسرچ اؤ پرمختیایي پنګې اؤ پالیسۍ دکمیټې دغونډې په مهال ویل شوي وؤ چې دامهال ګرد هیواد کې دټيلي کام صارفینو شمیر 19 کروړه اؤ30 لکو ته رسېدلې ده اؤ دتهري جي اؤ فورجي انټرنیټ کاروونکو شمیره 11 کروړو اؤ40 لکو نه اوښتې ده.

همداشان د براډبینډ خدماتو نه داستفاده کوونکو صارفینو شمیره 11 کروړه اؤ 70 لکه ښودل شوې وه.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG