لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: د نوي پوځي مشر ګمارلو وړاندې اتحادي حکومت غونډه کړې


په اسلام اباد کې د حکومتي اتحادي ګوند مشرانو په داسې حال کې ليدلي چې په ملک کې د پوځ د نوي مشر ګمارنه کيږي او حکومتي چارواکي وايي دغه عمل پېل شوی دی.

حکومتي واکمنه ګوند مسلم ليګ ن ويلي، په وزیراعظم هاوس کې ترسره شوې غونډه کې اتحادي مشرانو په وزیراعظم شهباز شريف د اعتماد څرګندونه کړې ده.

د شپې ناوخته خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، چې د وزيراعظم په مشرۍ دا غونډه د اييني ګمارنې په اړه په یوه نکاتي ايجنډا راجوړه شوې وه او اتحادي ګوندونو د اييني تعيناتۍ د فېصلې واک وزيراعظم ته ورکړی دی.

په غونډه کې د پاکستان پيپلز ګوند مشرانو سره د مسلم ليګ ق چودري شجاعت حسېن او نورو ګډون کړی دی.

دا غونډه په داسې حال کې شوې چې د نوي پوځي مشر د ګمارنې دپاره د پوځ او دفاع وزارت لخوا وزیراعظم هاوس ته سمري لېږل شوې او د ځايي ميډیا ترمخه د دفاع وزير خواجه اصف ويلي نن د زیارت/ پنجشنبې په ورځ به وزيراعظم شهباز شريف د پوځي ګمارنۍ د منظورۍ سمري صدر ته ليږي.

د پاکستان د ايین ترمخه د وزیراعظم په سپارښتنه صدر نوی پوځي مشر ګماري.

په عېن حال کې چې په حکومت کې شاملو اتحادي ګوندونو مشرانو ليدلي، د مخالفه ګوند تحریک انصاف مشر او مخکي وزیراعظم عمران خان ويلي، هغه او صدر عارف علوي فېصله کړې چې د پوځي مشر د ګمارنې په موضوع به په ايين کې دننه لوبه کوي.

نوموړي اې ار وايي ټيلي ويژن سره په مرکه کې ویلي، نواز شريف هڅه کوي چې د خپلې خوښې پوځي مشر وګماري او په دې سوچ دی چې عمران خان ختم کړي.

د مسلم ليګ ن ګوند لخوا د عمران خان دغه بيان ته غبرګون مخې ته نه دی راغلی خو د ياد ګوند مشرانو ویلي د پوځي مشر ګمارنه د وزیراعظم واک دی.

په ټولنيزو رسنيو داسې پوښتنې هم راولاړې شوي چې صدر عارف علو ي به د پوځي مشر د ګمارلو د منظورۍ سمري لاسليک کول وروسته کړي.

خو تیره شپه د پاکستان پيپلز ګوند قمر زمان کايره جيو ټي وي سره په خبرو کې ويلي، که صدر سمري د ځان سره ږدي او وروسته کوي يې، نو بيا به سينير پوځي مشر چې څوک وي هغه به څوکۍ سمبالوي يا به وزیراعظم موجوده پوځي مشر ته وايي چې په ځای پاتې شه.

د پاکستان د اوسني پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د ملازمت موده په 29 نومبر سر ته رسي.

د څيړونکو په نظر دا په پاکستان کې ډېره غټه سياسي کمزوري ده چې سياستوال د ولس د قوت په ځای ځان د پوځ په لار پیاوړي کوي او په واک کې راولي، او دا د پاکستان د ټول مجموعي مشرتابه کمزوري ده او د پوځ د مشرتابه پکې ډېر غټ کردار دی.

خو پوځي مشر جنرل قمر جاوېد باجوه چې ريټايرډ کيږي، پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ [23 نومبر] په خپله وروستۍ وينا کې اعتراف کړی چې پوځ د 70 کالو نه په سياست کې مداخلت کړی خو پوځ فېصله کړې چې نور به په راتلونکې کې په سياست کې لاسوهنه نه کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG