لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يوناما د طالبانو نه غوښتي، په افغانستان کې د جنسیت په بنياد تاوتریخوالی پای ته ورسوئ


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ [يوناما] د واکمنو طالبانو نه غوښتي چې په افغانستان کې د جنسيت په بنياد د تاو تريخوالي ټول ډولونه پای ته ورسوي او د ښځو په وړاندې د تاو تريخوالي پای ته رسولو د دوی د حقونو دپاره ګامونه پورته کړي.

یوناما دغه غوښتنه په داسې حال کې کړې چې په ټوله نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیواله ورځ او د جنسیت پر بنياد د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې 16 ورځنی کمپاین پیل شوی دی.

د ملګرو ملتونو استازولۍ ویلي، د کال 2021 د اوړي راهسې [چې طالبان په واک کې راغلي] په افغانستان کې د ښځو بنيادي حقونه محدود شوي يا ختم شوي دي، په داسې حال کې چې په نړيواله کچه په افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی تر ټولو زيات دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې او يوناما مشرې روزا اوتنبایوا ويلي، "د افغان ښځو بنسټیز[بنيادي] حقونه باید خوندي شي او د یوه داسې چاپېریال لپاره چې له هر ډول تاوتریخوالي څخه پاک وي باید کوټلي ګامونه واخیستل شي".

او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو استازې الیسون ډیویډیان ويلي، "مونږ وینو چې هره ورځ د ښځو او نجونو پر وړاندې د هغوی په کورونو، په هغو ځایونو کې چې دوی د کار کولو اجازه لري، په آنلاین او عامه ځایونو کې تاوتریخوالي دعادي کیدو پر لور درومي".

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په سمدستي ډول د يوناما بيان ته غبرګون نه دی ويلی خو د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې په ښځو يو شمېر بندېزونه لګول شوي دي.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو روانه مياشت د مېرمنو عامه حمامونو ته په ورتګ هم بنديز لګولی دی، له دې وړاندې په وروستيو کې يې ښځې تفريحي يا د ساعت تيري او وزش د کلبونو څخه منع کړې وې.

هم په دې وروستيو کې د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ هم په افغانستان کې په طالب چارواکو غږ کړی وو چې هغه پاليسياني بيرته واخلي د کومو د لارې چې په بشري حقونو، د افغان مېرمنو او جينکو په بنيادي ازادۍ بنديزونه لګول شوي دي.

د طالبانو په حکومت کې د جینکو دپاره د ثانوي زده کړو دپاره سکولونه هم تړلي پراته دي. د روان کال مارچ په 23 د طالبانو حکومت د هلکانو او جينکو دپاره د ثانوي تعلیم دپاره سکولونه پرانستي خو لا چې درسونه پېل شوي نه وو، د طالبانو حکومت امر کړی وو چې د شپږم ټولګي نه بره جينکۍ دې بیرته کورونو ته ولېږل شي.

د طالبانو په واکمنۍ کې په مېرمنو ځينې سفري بنديزونه هم لګول شوي دي باوجود د دې چې د طالبانو ځینې وزيرانو په خپله ویلي بايد چې په افغانستان کې ښځې په سياست، اقتصاد او د ژوند په هره برخه کې فعاله ونډه ولري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG