لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د بشري حقونو کمیشن: د بلوچستان د سکرو په کانونو کې د بشري حقونو سرغړونې دوامداره دي


د سکرو درنګ

پاکستان کې دانساني حقوقو کميشن وایي د بلوچستان د سکرو په کانونو کې دبشري حقونو سرغړونې دوام لري۔

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن "له سترګو پټ" د بلوچستان په کوله کانونو کې له حقايقو د سرغړونې، په نامه تازه رپورټ خپور کړی چې په دې رپورټ کې د بلوچستان دکولې په کانونو کې د کان کېندونکو د ژوند او کار په اړه اندېښنه ښودل شوې او ويل شوي چې د صوبې په کانونو کې مرګونې پېښې دوام لري.

رپورټ کې راغلي چې دبلوچستان دکولې په کانونو یا درنګونو کې ګڼ شمیر کان کېندونکو قیمتي ژوند له لاسه ورکړی او په زیات شمیر کان کیندونکي ټپیان شوي هم دي

رپورټ وايي چې له کان کيندونکو، د بېلا بېلو تنظيمونو له مشرانو او له اړوند محکمو او چارواکو سره يې د ليدلو او خبرو پر اساس دا رپورټ جوړ کړی دی۔

په رپورټ کې غوښتل شوي چې د پاکستان مرکزي حکومت دې د مزدورانو په اړه نړيوال قانون پلی کړي تر څو د کان کېندونکو ژوند خوندي شي،

د رپورټ ترمخه " د کان کيندونکو د ژوند د خوندیتوب او دمرګونو پيښو د مخنیوي په موخه دې تربيت يافته څارونکي افيسران په زيات شمېر کې و ګمارل شي، د ماینونو د پیښو مخه دې ونیول شي، د کان کيندونکو دژوند خوندي کولو چارې دې خپلې کړل شي"

رپورټ کې په دې خبره ټینګار شوی چې د کانونو مالکان او ټهيکداران باید دفعال ايمبولنس خدمت باوري کړي، کارګرانو ته دې بیړنۍ طبي مرستې پر وخت ورکول شي اؤ د کولې دهر کان د څارنې لپاره دې يو مستقله او جديده نظام جوړ کړل شي.

په رپورټ کې ویل شوې چې دکولې کانونه باید په پوره توګه قانوني طريقه سره جوړ وي اؤ ددې کانونو څخه د زهرجن ګېس د ويستلو او د صفا او تازه هوا لرلو لاره بايد ولري.

د کولې د کارکونوکو يا مزدورانو د حقوقو لپاره دکار کوونکي تنظيم "پاکستان سينټرل ماينز لېبر فېډرېشن" عمومي سکتر لالا سلطان خان د کميشن رپورټ تايدوي او وايي چې تر ټولو زياتې پېښې په بلوچستان کې کېږي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل په ټول پاکستان کې بېلا بېلو پېښو کې سږکال 180 د کولې کان کیدونکي مړه شوي دې چې په بلوچستان کې يې شمېر تر سلو زياته دی، وايي په بلوچستان کې د ټپيانو شمېر 1500 ته رسېږي۔

لالا سلطان دکولې دکانونو دننه د رامنځته کیدونکو زياته ذمه واري پر حکومت او د کان پر مالکانو او ټهېکدارانو اچوي،

"د کان کيندونکو د ژوند د خوندي ساتلو لپاره حکومت سته نه کومه ذمه واره اداره، د کان مالک، کان په ټهيکه ورکړي او ټهيکدار يوازې د ځان ګټې ته ګوري، هغه يو اصول هم نه خپلوي"

حکومتي چارواکي هم تر ډيره د داسې پېښو ذمه واري دکولې د کانونو پر ټهکدارانو او مزدورانو اچوي او وايي چې دوی پخپله هم د ژوند د خوندي ساتلو ضروري لارې نه خپلوي او احتياط نه کوي۔

د کانونو او معدنياتو د محکمې چيف انسپکټر عبدالغني ډيوه ته وويل چې حکومت د کان کيندونکو د ژوند د خوندي ساتلو لارې چارې خپلې کړي دي چې له امله يې سږکال د مرګ ژوبلې شمېره هم کمه شوې ده.

هغه وايي روان کال يوازې 46 کان کېندونکي مړه شوي دي، د ده په خبره دا له حکومت سره د رجسټرډ کان کېندونکو شمېر دی۔

د عبدالغني په خبره په ټول بلوچستان کې اول د کولې د کانونو معاينه کوونکي انسپکټران 23 وؤ خو روان کال يې شمېر 28 ته رسولې او نوره اضافه به هم پکې کوي، وايي د 35 ميليونو روپو ضروري جديده مشينري يې هم اخيستې ده۔

هغه زياته کړه بلوچستان کې د کوله کان کيندونکو شمېر تر څلويښتو زرو زيات دی چې حکومت سږکال تر شپارسو سوو زياتو کان کيندونکو ته د دوی د ځان خوندي ساتلو تربيت هم ورکړی دی.

" د قانون پر خلاف ورزي مو په لکونو روپو جرمانې لګولې دي او دا وخت هم تر څلويښتو د زياتو کوله کانونو دمالکانو او ټهېکدارانو پر ضد په عدالتونو کې مقدمې روانې دي"

خو د کان کيندونکو لپاره کار کوونکي تنظيمونه د کان کيندونکو شمېر تر دې څو چنده زيات ښايي، او وايي حکومت د عملي کار کولو پر ځای زياتره وخت تشې دعوې کوي۔

حکومتي رپورټ دی چې په بلوچستان کې دزيات شمېر کان کیندونکو تعلق د خيبر پښتونخوا د سوات، شانګلې او شاوخوا سيمو، بيا له افغانستان او پر دريم نمبر د بلوچستان له بېلا بېلو ضلعو سره دی.

د انساني حقوقو کميشن رپورټ سپارښتنه کړې چې په سرکار کې دې د کان کیندونکو رجسټرېشن وشي چې له هم دې لارې به هغه له سرکاري فنډونو څخه هم برخمن کيدای شي۔

د مهاجرو کان کیندونکو د رجسترېشن سپارښتنه يې هم کړې اؤ ويلي يې دي چې له دې لارې به هغوي له امتيازي چلند څخه وژغورل شي، او د صحت او نورې بنيادي اسانۍ به هم ورته ورکړل شي۔

د انساني حقوق کميشن غوښتنه کړې چې حکومت دې د کانونو سېکټر ته د صنعت حیثیت ورکړي چې له هم دې لارې به د 1923 قانون لاندې د کانونو مالکان او ټهېکداران تر حساب لاندې راشي، وايي مالکان او ټهېکداران پابنده کول ضروري دی چې هغه د کانونو په شعبه کې جديده مشينري او لارې خپلې کړي۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

د پښتنو په امن پاڅونونو او احتجاجانو کې ښځې ولې کمې وي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:14 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG